سینما او موسیقي

اميتابچن د باهوبلي فلم د ستوري سره

د هندي سېنما محبوب لوبغاړی اميتابچن بيرته فلمي نړۍ ته راځي. څو ورځي وړاندې د “کې” په نامه فلم چې امتابچن او پرابهاس يې مرکزي رول لوبوي د شوټينګ چاري يې پيل سوې. پرابهاس د هند د جنوبي سېنما مشهور ستوری دی، په ۲۰۰۲ز کې يې فلمي نړۍ ته مخه کړه،خو کله چې يې باهوبلي فلم ريلېز سو نو په افغانستان کې يې هم زيات شمېر مينوال پيدا کړه. د K په نامه فلم په … نور ولولئ
سینما او موسیقي

اديتيا رای په يوه فلم کې په ۲ څېرو را څرګندېږي.

اديتيا رای کپور په هغه فلم کې راڅرګندېږي چې مخکې سيدارت ملهوترا ورته انتخاب سوی وو. دا فلم د “تادم” په نوم دی ،په ۲۰۱۹ز کې د هند په جنوبي سېنما کې په تامل ژبه خپور سو،پروډيسور يې اندر کمار وو،اروون ويجی،تانيا هوپ او ويديا پراديپ يې مرکزي لوبغاړي وه. هماغه فلم په سېنماوو کې د پام وړ وو او ښه پيسې يې هم وګټلې نو ځکه د باليووډ سېنما غواړي يو ځل بيا دا … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د هند په فيسټوال کې د لينا علم مهم مسوليت

د افغان فلم مشهوره اداکاره او موډله د هندوستان له لورې په يوې معتبرې نندارې کې د قاضي په حيث را څرګندېږي. لينا علم چې په نړيواله کچه د افغانستان په نمايندګۍ نندارو کې ګډون کوي ، اوس د پرمختګ يو بل قدم اخلي. د امجن انډيا فلم په نامه دا ننداره د سپټمبر د ۲۴مې څخه بيا د اکتوبر تر نهمې د هسپانيې په مادريد ښارکې ترسره کېږي. ددې جشنوارې لپاره د ۱۷ هيوادونو … نور ولولئ
افغانستان

د اسد ۷مه، د ملي بیرغ ورځ؛ رنګونه یې څه مانا لري؟

د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځ په ټول هېواد کې نمانځل کيږي. په دې ورځ خلک درې رنګه ملي بيرغ سره خپله هېوادنۍ مينه څرګندوي. د افغانستان په اساسي قانون کې ويل شوي دي. نولسمه (۱۹) ماده، لمړۍ فقره: د افغانستان (بیرغ) له: درېیو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دی. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له کیڼ نه ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي. ملي بيرغ د … نور ولولئ
روغه سټه

د (زندان څخه تېښته) سريال مرکزي لوبغاړی وايي چې په اوتیزم ناروغۍ اخته شوی

امریکايي فلمي لوبغاړی ونټورث میلر وايي چې تېر کال ډاکټرانو د هغه په وجود کې د اوتیزم ناروغي نښې موندلي دي. دغه بريټانياوي الاصله فلمي لوبغاړي چې له زندان څخه تېښته په سريال کې یې د “مایکل سکافیلډ” نقش ولوباوه او شهرت ته ورسید په لوړ عمر کې په اوتیزم د اخته کېدو په اړه خپلو مینوالو ته وويل چې: اوتیزم داسې څه نه ده چې زه یې بدل کړم… اوتیزم زما د پېژندګلوۍ اصلي … نور ولولئ
رسنۍ

افغان سياستوالو د خاشه “ځوان” وژنه غندلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نظر محمد مشهور په خاشه ځوان وژنه چې طالب وسلوالو يې پړه په غاړه اخيستې، په ډېرو کلکو ټکو وغندله. حامد کرزي د طالبانو دغه کړنه د بشري حقونو د موازینو خلاف او د اسلام دين ضد وبلله او يو ځل بیا یې د افغانې جګړې له دواړو خواوو وغوښتل چې د هېواد د ژغورنې لپاره له روانې جګړې چې په څرګنده توګه د پرديو په نفع ده، … نور ولولئ
ادبیات

د نظم، شعر او نثر ترمنځ توپیرونه

موږ ټول په دې پوهېږو چې ادبيات د څرنګوالي له مخې په دوو ډلو ويشل شوي دي چې يو یې نظم او بل یې نثر دی او باید په دې پوه شو چې د نظم او نثر ترمنځ خورا ډېر توپیرونه شته، له همدې امله ما خپله دغه لیکنه د نثر او نظم د توپیرونو د سرلیک لاندې جوړه کړې ده. د دغې لیکنې په پيل کې مې د نظم او نثر بېل بېل تعريفونه … نور ولولئ
رسنۍ

خاشه “ځوان” او په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه

د هېواد په سوېلي ولایت کندهار کې نوموتی کمیډین نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهوره و، د طالبانو له لوري وژل شوی دی.خاشه ځوان په یوه وېډيو کې ښودل کېږي طالبانو په يوه موټر کې کښېنولی او په څپېړو یې پرمخ وهي. د طالبانو دغه کار ټولنیزو رسنیو کاروونکو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د کندهار امنیتي چارواکو څو ورځې وړاندې و ویل چې وسلوالو د پنجشنبې پر ورځ د چنګاښ پر ۳۱مه نېټه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ولسمشرغني د افغانستان “جمی کارټر” یا “مهاتما ګاندهي” دی، خو هغه د ګاندهي په څېر ارام نه دی

  امریکایي خبریال “جورج پیکر” د اشرف غني بابا په اړه وايي: ” ولسمشر ‘محمد اشرف غني’ یوازې څلور ساعته خوب کوي او د لمر خاته نه مخکې پاڅېږي. هغه هر سهار له دوه څخه تر درېیو ساعتونو پورې مطالعه کوي.د سرطان له امله یې د معدې له نیمایې ډېره برخه بېکاره ده، چې ډېر کم خوراک کوي، د هغه په ​​رژیم کې یوازې یو څو کجورې او يو څه يخني شامله ده . دی … نور ولولئ
په زړه پورې

د اختر په زړه پورې دودونه؛ څو یې دلته ولولئ

  اختر د هغې ورځې نمانځلو ته وايي، چې د نړۍ ټول مسلمانان يې د کال په اوږدو کې د درې ورځو په ترڅ کې نمانځي. زموږ په افغاني ټولنه کې هم په خورا جوش او له ګڼو دودونو سره لمانځل کېږي. افغانستان کې د اختر د نمانځلو دود په هره سيمه کې تو پير کوي، عموما په کليوالي سیمو کې خلک د اختر په سهار کليوال په ګډه مسجد يا حجرې ته چای وړي، … نور ولولئ