په زړه پورې

براوو د ډهوني لپاره ځانګړې سندره وايي

خبريال: مدثر دعوت ويسټ انډېزی کرکټر ډواين براوو د هندي کرېکټر مهندرا سينګ ډهوني لپاره سندره وايي. ډواين براوو د کرکټ د نړۍ يو ستر نوم دی چې په نړيواله کچه يې د غوره کرکټر نوم خپل کړي دی. براوو چې په هندوستان پرېمر لیګ کې د مهندراسينګ ډهوني تر لوبډلمشرۍ لاندې په چنای سوپرکينګز لوبډله کې لوبېږي غواړي خپل لوبډلمشر ته د ځانګړي ميني پخاطر سندره ډالۍ کړي. د چنای سوپرکينګز لوبډلې پر رسمي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

وروسته له دې کولای شو، چې واده یا د خوښۍ محفلونه په فضا کې ترسره کړو

ژباړه: نسیمه محمدي داسې ښکاري چې د بالوني سفر دوران، ډېر ژر راګرځي! نوی اسټارټ آپ (Space Perspective) هوډ لري، د ځمکې اوسېدونکو لپاره فضايي بالون چمتو کړي. دا بالون به ۳۰ کیلو مټره لوړ لاړ شي او هبالون کې تشناب او د شرابو میخانه هم، شته. چین د خپل تر ټولو لوی تلسکوب سره د فضايي موجوداتو په لټه ځي، کولای شو ووایو، چې د نپټون – فضايي بېړۍ ده، چې د تمه ده … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پښې یبلی دیوجانس کلبي څوک و؟ د هغه څو حکایتونه

” دیوجانس کلبي” (یو فلسفي رهبر) ۴۱۲ یا ۴۰۴ قبل المسیح سینوپ (ترکذیه) کې زېږېدلی او ۳۲۳قبل المسیح “کورنت ” کې وفات شوی دی. نوموړی د کلبیت فلسفې پیرو او تر یو حده توحیدپرست و. د ده په قول، که د کایناتو ټول څېزونه دیوتا پیدا کړي، نو بیا دا دیوتاوې چا پیدا کړي، چا چې دا دیوتاوې پیدا کړي په اصل کې هماغه د دې کايناتو یوازنی او حقیقي خالق دی او زه هماغه … نور ولولئ
په زړه پورې

آلمان په انټرنټ نفرت او کرکه خپروونکو ته سزا ټاکي

د آلمان دولت په انټرنټي او آنلاین، کرکې خپرولو پر وړاندې د بشپړ نوي قانون کڅوړه په بونډسټاک کې تصویب کړه. که څوک په لیکه او آنلاین نړۍ کې د یو کس سپکاوی کوي، دروغ خپروي، په یو چا تور پورې کوي او یا هم څوک ګواښي، له لیکونکي تر خوښونکي (Like) به ډیرو سختو او کلکو اقداماتو سره مخ شي. “کرېسټینه لامبرېښت” د آلمان د عدليي وزیره وايې: “موږ د جرمي منځپانګو او لیکنو … نور ولولئ
په زړه پورې

پر سلمان خان د سوشانت سينګ راجپوټ د مرګ تور دی.

خبريال: مدثر دعوت د رسنيو د خبر له مخې يو پياوړي هندي وکيل د سلمان خان او کرن جوهر په شمول پر اتو کسانو د سوشانت سينګ راجپوټ د مرګ تور لګولی. دې مدافع وکيل ادعا کړې چې اتو کسانو د ډول ډول توطيو له مخې سوشانت دې ته اړ کړ چې ځانوژنه وکړي نو ځکه يې د دوسيې موضوع ته د قتل نوم ورکړی دی. پدې دوسيې کې د باليووډ اته مشهورې څېرې سلمان … نور ولولئ
ادبیات

د اسد الله ولوالجي کورنۍ د چاودنې ښکار شوه

لیکنه: ملیحه ناصري د افغان لیکوال او شاعر اسدالله ولوالجي کورنۍ پرون د جمعې پر ورځ ۱۳۹۹.۳.۳۰ د چاودنې ښکار شوه. دا پېښه پرون ماښام ۰۷:۴۸ وشوه چې له امله یې د نوموړې مېرمن او لور یې شهیدان او د کورنۍ څلور نور غړي ټپیان شول. پېښه د کابل پغمان ولسوالۍ (عینو) سیمه کې شوې ده. د ښاغلي ولوالجي په (لنډکروزر) موټر پسې مقناطیسي بَم نښلول شوی و چې بالاخره مخالف یې خپلې موخې ته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ارين خان: غواړم شعوري انقلاب رامنځته کړم!

خبريال: مدثر دعوت د افغان سېنما نامتو ستوری او د پاپ موسيقۍ پياوړی سندرغاړی ارين خان وايي غواړم شعوري انقلاب رامنځته کړم. ارين خان د ياران سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د هغو کسانو لپاره چې هنر ته پوله ټاکي،مشرانو ته په زړونو کې کرکه لري،او د وطن سره مينه نلري د ټولنيزو رسنيو له لارې داسي پيغامونه خپاره کړم چې د دوی ذهن او فکر ته بدلون ورکړم،د هيواد او شتمنيو ارزښت … نور ولولئ
ژوند بڼه

آنجلینا جولي: د خپلې لور راتلونکې ته اندېښمنه یم!

ژباړه: نسیمه محمدي مشهوره امریکايۍ فلمي اداکاره «آنجلینا جولي» په امریکا کې د تورپوستو پر وړاندې د توکمیز تاورتریخوالي څخه په اندېښنې وویل، هغه سیسټم چې له ما ساتنه وکړي؛ زما له لور څخه ساتنه ونکړي، د زغم وړ نه دی. دې امریکايي اداکارې او د اُسکار جایزې ګټوونکی، د فلویډ جورج له وژل کېدو وروسته د Harper’s Bazaar سره په مرکه کې د خپلې پنځلس کلنې لور راتلونکې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

زينب محسني: له دايکندي د امريکا تر کانګرس پورې

خبريال: مدثر دعوت د افغانستان له جګړې امريکا ته مهاجره سوې افغانه زينب محسني غواړي د لومړنۍ افغانې په حيث د امريکا سياست ته ننوزي. زينب ۱۷ کلونه وړاندې د خپلې کورنۍ سره يوځای د دايکندي ولايت څخه پاکستان ته مهاجره سوه او له هغه ځايه په ۲۰۰۳ز کې امريکا ته ولاړه،اوسمهال د امريکا د کانګرس لپاره نومانده ده او غواړي د دموکرات ګوند له ادرسه ددې هيواد د نمايندګانو د مجلس غړې سي. محسني … نور ولولئ
ادبیات

د «جګړې هنر په بېلګو کې» لنډ تاثُر

لیکوال: سید انتظار خادم تاثُر: رفیع الله ساحل سید انتظار خادم د کونړ ولایت اوسېدونکی دی. د ګڼو نورو کتابونو تر څنګ یې دا کتاب په بیساري هُنرمند ډول لیکلی او شنلی، خادم دې لا افغان ولس او لوستې طبقې ته خادم پاتې او افغان ټبر دې په دا ډول مؤثرو آثارو ونازوي. اوږد عُمر یې نصیب شه. جګړه یوه ناوړه ټولنیزه پدیده ده، چې دوه اړخونه یا خواوې سره په تقابل کې واقع کیږي … نور ولولئ