بریا او پرمختګ

د ۲۰۲۰م د نوبل طبي جایزه؛ د سپین زیړي وایروس کشفوونکو ته ډالۍ شوه

راپور: نسیمه محمدي دوه آمریکایان او یو انګلیسي‌پوه، چې د هېپټايټ C وایروس کشف کړی، وکولای شول د ۲۰۲۰م د نوبل د طب جایزه وګټي. د راپورونو پر اساس، د سږکال د نوبل د طب فیزیولوژۍ جایزه، آمریکايي پوهانو هاروي آلتر او چارلز رایس او همدارنګه انګلیسي وایروس پېژندونکي مایکل هوتون د هېپټايټ C وایروس د کشفي څېړنو په خاطر ډالۍ شوه. د کارولینسکا طبي انسټیټیوټ د نوبل کمېټې استازو وویل: “په تاریخ کې د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

داسې نجلۍ غواړم، چې په ټولنیزو رسنیو روږدې نه وي

د لویدیځ بنګال څخه یو سړي د داسې ناوې په لټه کې دی، چې د ټولنیزو رسنیو روږدې نه وي یا په بل عبارت، ټولنیزې رسنۍ نه کاروي. د دغه په زړه‌پورې غوښتنې اعلان چې په ورځپاڼه کې ورکړل شوی، یاد خبر په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي. په لویدیځ بنګال کې د «کمار پوکار» له سیمې څخه یو سړي د واده په اعلان کې لیکلي: “زه د یوې داسې ناوې په لټه کې … نور ولولئ
رسنۍ

تاج ملوک عالم: نجيب ترکې سره زياتی کېدی!

خبريال: مدثر دعوت د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې لومړنی کوچ او بنسټ ګر تاج ملوک عالم وايي د نجیب ترکي سره يقيناً زياتي وسو. نجيب الله ترکی چې د روانې اکتوبر په دويمه نېټه د ټکر له امله سخت ژوبل سو د دوشنبې په ماښام يې ساه ورکړه او د سې شنبې په ورځ ننګرهار کې په خپله پلرنۍ هديره کې ښخ کړل سو. د نجيب ترکې په مرګ د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ، افغان سياسيونو،کريکټرانو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

مينه د مغز د لذت مرکز فعالوي

 ژباړه: شپنه سلګۍ هغه چا چې د مینې خوند حس کړی، پر دې ښه پوهېږي چې دغه احساس په انسان څه کوي. خو پوښتنه دا ده چې مینه څه ده؟ آیا کولی شو هغه اندازه کړو او یا یې په بدن کې ووینو؟ پوهان له ډېره وخته راهیسې د دغو پوښتنو په ځوابونو پسې گرځي. ډاکتر جان گري، چې لیکوال او کورنی مشاور دی، په ۱۹۹۲ کې یې یو کتاب ولیکه. د دغه کتاب نوم … نور ولولئ
سپورټ

نجیب ترکی او لوبې یې

نجیب ترکی، چې د افغانستان د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی و، په ۱۹۹۱ م کې زېږیدلی و او د سه شنبې په شپه د ۲۹ کلونو او ۲۴۶ ورځو په عمر ومړ. نجیب ترکي په ۲۰۱۷ کې د افغانستان لپاره یوازې یوه یوورځنۍ لوبه کړې، چې په دې لوبه کې یې په ۱۸ توپونو ۵ منډې کړې وې. هغه د ایرلېنډ خلاف دې لوبه کې د بېري مک کرتي لخوا د ټېم مورته … نور ولولئ
سپورټ

د نجيب الله ترکې لوبو ته لنډه کتنه

خبريال: مدثر دعوت افغان کريکټر نجيب الله ترکی د ۲۹ کلونو په عمر وفات سو. نجيب الله ترکي د نو اکتوبر په دويمه نېټه د ټکر له امله سخت ژوبل سو چې د مرګ تر وخته لاهم په کوما کې وو. که څه هم د نوموړي د روغتيا او درملنې په اړه افغان کريکټ بورډ او ډاکترانو ډاډ ورکوی، خو نور يې د حق داعي ته لبيک ووايه. نجيب الله ترکي خپله وروستۍ لوبې په … نور ولولئ
افغانستان

غني: مذاکراتي پلاوي ته مو صلاحیت او حدود ورکړي دي

راپور: بشر درویش جمهوررئیس غني په قطر کې د رسنیو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي چې باید د سولې پروسې پر ټولو ابعادو بحث وشي. محمداشرف غني دا څرګندونې تیر ماښام د رسنیو له مسوولینو سره چې د قطر په سفر کې یې د هغه ملتیا کوله، د سولې پروسې، د افغانستان د راتلونکي او جګړې پایته رسولو په اړه خبرو پرمهال کړي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه کتنه کې چې په دوحه … نور ولولئ
ادبیات

مین جمهوریت؛ د ټولنې تر ټولو بد انسان، بد چارواکی دی

لیکنه: ملیحه ناصري ناول دی، عبدالهادي احمدزي لیکلی، ۱۶۶مخونه لري. پښتۍ یې ښکلې ډیزاین شوې. پیل یې پر داسې جمله کړی چې د کتاب له پرانیستو سره سم سړی دې ته متوجه کوي چې: لوله یې مه، ورننوځه! دی لیکي: “ډالۍ! هغو ته چې یوازې لیکل لولي نه، ورننوځي هم.“ عبدالهادي احمدزي تر دې مخکې یو بل ناول لیکلی و چې «ځوان زخمي پاچا» نومېده. په همدې ناول یې ځان ته په زړونو کې ځای … نور ولولئ
سپورټ

په آی پي اېل کې ځوان لوبغاړي

د ای پي اېل سوداګریزې کرکټ لوبې چې د سپټمبر په ۱۹ مه په عربي متحده اماراتو کې پیل شوي، پکې د ځوانو لوبغاړو پایله مثبته ده. د مثال په ډول د یو څو ځوان لوبغاړو یادونه کوو. راشدخان ۲۲ کاله عمر لري، په آی پي اېل مطرح لوبغاړی دی او په ښه ایکانومي کې درېیم ځای لري. واشېنګټن سونډر ۲۰ کاله عمر لري او آر سي بي لوبډله کې ښه بالر دی. یس واشي … نور ولولئ
رسنۍ

ډهوني ته د عرفان پټان تاريخي پېغور

خبريال: مدثر دعوت مهندراسينګ ډهوني ته عرفان پټان پېغور ورکړی او هربجن سينګ هم تائيد کړی. مهندراسينګ ډهوني د ۲۰۲۰ز د اګسټ په ۱۵مه نېټه د ۳۹ کلونو په عمر د نړيوال کريکټ څخه تقاعد اعلان کړ . په روان هندوستان پرېمرلېګ کې د چينای سوپرکينګز لوبډلې د څلور لوبو څخه درې بايللي چې نړيوال مبصرين يې پړه پر ډهوني اچوي. د راجستان او ډهلي په وړاندې لوبه کې ډهوني مبارزه وکړه چې لوبه وګټي … نور ولولئ