افغانستان

د لومړي مرستيال امر پر ځای او پارک سینما ونړول شوه

ژباړه: عایشه حیدري د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د ډېرو فرهنګیانو نیوکو او غبرګونونو سره سره، د کابل ښاروالۍ د پارک سینما چې د کابل له فرهنګي اثارو څخه شمېرل کېږي ویجاړه کړه. د پارک سینما د نړولو پرېکړه د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په ریاست د سهار ۰۶:۳۰ دقیقو ناسته کې شوې وه. د‌کابل ښاروالۍ وياندې سمیرا رسا وويل، د پارک سینما ويجاړه شوه او د دغې سینما پر ځای د جوړېدونکې … نور ولولئ
رسنۍ

پاکستان د زيمبابوې کريکټ لوبډله خالي لاسونه رخصت کړه

خبريال: مدثر دعوت پاکستان د زيمبابوې څخه شل اووريزو لوبو لړۍ هم وګټله. د زيمبابوې کريکټ ملي لوبډله پاکستان ته د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو د لړيو لپاره تللې وه خو بيرته خپل هيواد ته تش لاسونه ستنه سوه. پاکستان د زيمبابوې څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ څخه دوې لوبې وګټلې او یوه لوبه زيمبابوې وګټله. د يو ورځنيو لوبو تر سيريز وروسته پاکستان د شل اووريزو لوبو سېريز هم وګټی، زيمبابوې … نور ولولئ
افغانستان

امرالله صالح ته د فرهاد دریا پرانیستی لیک

ژباړه: عایشه حیدري د هېواد مشهور سندرغاړي فرهاد دریا په یوه پرانیستي لیک کې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح سره د هغې پرېکړې له امله مخالفت څرګند کړی، چې له مخې به یې د کابل د نوي ښار د پارک سینما ویجاړېږي، فرهاد دریا لیکلي دي، د پارک سینما ويجاړول د بودا د تاریخي مجسمو د ویجاړولو سره کوم توپیر نه لري. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د فرهاد دریا په پرانیستي لیک … نور ولولئ
په زړه پورې

ټرامپ د امریکا د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ

واشنګټن: د متحده ایالاتو برحاله ولسمشر ټرمپ د دفاع وزیر ” مارک ایسپر” له دندې ګوښه کړی. ټرمپ دا پرېکړه په ولسمشرۍ ټاکنو کې د جوبایډن پر وړاندې د ماتې وروسته وکړه. د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې د دفاع وزیر “مارک ایسپر” د لرې کولو اعلان وکړ، چې وروسته له هغه به د تروریزم ضد ملي مرکز رییس “کریسټوفر میلر” د دفاع سرپرست وزیر شي. د رسنیو د راپورونو له … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له کوره د نجونو د تېښتې یو لامل، جبري واده دی

ليکنه:شپنه سلګۍ په دې وروستیو کې د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو یا نورو ستونزو له امله ځینې نجونې د خپلو کورونو څخه تېښتې ته اړ شوې دي. بل خوا د اسلام په رڼا کې، د هلک او نجلۍ خوښه د نکاح لپاره شرط ده له هغې پرته د نجونو په زوره ودول د اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي. ځینې ناوړه دودیز رواجونه، نالوستوب، د ځوانانو له خوا د نجونو له احساساتو څخه ګټه … نور ولولئ
رسنۍ

په سږکال ای پي ايل کې د راشد او نبي لاسته راوړنې

خبريال: مدثر دعوت په ۲۰۲۰ز ای پي ايل ليګ کې راشدخان خورا ښه وځلېدی خو محمدنبي د خپل بخت څخه ناهيلی وو. سنرايزر حيدراباد لوبډله چې د ۴ کلونو راهيسې ورسره دوه افغان لوبغاړې راشدخان او محمد نبي لوبېږي، سږکال يې تر پلې اف پورې ځان ورسوی،خو په نيمه پايلوبه کې يې د ډهلي په وړاندې ماته وخوړه او د پايلوبې څخه پاته سوه. محمدنبي سږکال يوازې يوه لوبه کې ولوبېدی،په څلورو اوورونو کې يې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

حکومت د کابل تاريخي سېنماوې له منځه وړي

خبريال: مدثر دعوت د کابل ښاروالۍ د ولسمشر د لومړي مرستيال په هدايت سره د کابل د ۲ مشهورو سينماوو د له منځه وړلو کار پيل کړی. د پارک سېنما چې د شهر نو په پارک کې موقعيت لري د له منځه وړلو چارې يې پيل سوي او ورسره سم مدني فعالانو، فرهنګيانو او بيلابيلو چارواکو ددې سېنما د ورانولو په اړه غبرګونونه ښودلي. د پارک سېنما د ۵۰مې لسېزې په وروستيو کې د سردار … نور ولولئ
رسنۍ

ډهلي لوبډله پايلوبې ته ولاړه او حيدر اباد کورته

خبريال: مدثر دعوت ډهلي په دويمه کواليفایر لوبه کې حيدراباد ته ماته ورکړه،او پايلوبې ته يې لار پيدا کړه. د لوبې پچه ډهلي وګټله، د توپوهنې پريکړه يې وکړه او ۱۹۰ منډې هدف يې وټاکی. شيکر داون ۷۸، هيټماير ۴۲، سټونيس ۳۸ او شرياس اير ۲۱ منډې وکړې. د حيدر اباد لپاره په توپ اچوونه کې راشدخان،سنديپ شرما او جېسن هولډر يوه يوه ويکټه واخيسته. په نيمه پايلوبه کې ۱۹۰ منډې هدف ډېر لوړ وي،ځکه … نور ولولئ
ادبیات

لیکوالي تمرین غواړي

لیکنه: عبدالوهاب مومند لیکوالي مشق او تمرین غواړي. هر څوک چې غواړي لیکوال شي، نو باید د اطلاعاتو د زېرمو ترڅنګ خپل د لیکلو مشق او تمرین هم دوامداره وساتي. لیکوالي لکه شاعري غوندې کومه فطري پدیده نه ده، بلکې لیکوالي د مسلک په توګه کسبي پدیده ګڼل کېږي او هر څوک چې غواړي لیکوال شي، نو باید خپل د لیکلو لړۍ په مشق او تمرین سره دوامداره وساتي. همدارنګه د مشق او تمرین ترڅنګ … نور ولولئ
افغانستان

د کابل د نوي ښار پارک سینما ويجاړول پيل شول

ژباړه: عایشه حیدري وړاندې تر دې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح، ويلي و چې د نوي ښار سینما به په همدې اونۍ کې ويجاړه شي او پر ځای به یې جوړه شوې طرحه هم پلې شي. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د کابل د ښاروالۍ وياندې سميرا رسا وويل، چې د دغې سینما ودانۍ د‌ بیارغونې شونتيا نه شته، نو ځکه ويجاړېږي خو پر ځای یې د بلې ټاکلې طرحې په اړه تر … نور ولولئ