په زړه پورې

یوې جلۍ هلک ته د سترګک په وهلو نړیوال شهرت پیدا کړ

سترګې وهل مې درنه زده کړل اوس راته ښایه د بڼو اشاراتونه دا لنډۍ خو به مو ډېره اوریدلې وي، له دې ښکاري چې سترګې وهل په افغاني ټولنه کې هم د دوه مینانو ترمنځ په اشارو، د خبرو کولو او مینې اظهارولو وسیله بلل کیږي، ځکه خو په پښتو لنډیو کې د سترګې وهلو یادونه ډېره شوې ده. یوازې په افغاني ټولنه کې نه بلکې، په ځينو نورو هیوادونو، فرهنګونو او ټولنو کې هم … نور ولولئ
ژوند بڼه

سلمان خان غوښتل د نړۍ یو غوره اس واخلي، خو ارمان یې پوره نه شو

د بالیووډ سلطان (سلمان خان) سره که څه هم د دولت او شهرت کمی نشته دی، خو د نړۍ د هغو کسانو په ډله کې شمېرل کیږي چې د ځانګړو ( نادرو) شیانو په لټه کې دی. سلمان خان دا ځل د اس اخیستلو شوق کړی دی. هغه په خپلو ځينو فلمونو کې هم په تېزو ځغلیدونکو اسونو سورلي کړې ده. خو خان غوښتل چې په اصلي ژوند کې هم د ځانګړي نسل لرونکی اس … نور ولولئ
کلتور او هنر

ډیپیکا پاډوکون اعتراف وکړ چې یو فلم یې ډیر خراب دی

د بالیووډ نوموتې ستورې ډيپیکا پاډوکون خپل هغه فلم په ګوته کړی، چې ددې په باور تر ټولو خراب او بې مزې و. په هندي سینما کې دا ډیره نادره ده، چې یو فلمي ستوری دې دومره په اسانه خپل ټول فلم د خپل مسلکي ژوند تر ټولې بې مزې فلم یاد کړي. ډیپیکا پاډوکون د خپلې خور انوشا پاډوکون سره یو ځای په یوه مرکه کې دا منلې، چې (چندني چوک ټو چینا) ددې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا څنګه ازادي ده؟ ترانه څنګه د اعتراض سندره شوه؟

”ځوانان مو قتل کیږي، دا څنګه ازادي ده؟ “دا هغه ترانه وه چې په اسلام اباد کې یې د پښتنو وروستی لاریون ته ژوند ورکړ او اوس په ټوله کوزه پښتونخوا کې د روان حالاتو څخه د ناراضه پښتنو ځوانانو د اعتراض په نعره بدله شوې. خو دا ترانه څنګه جوړه شوه؟ او څنګه ددې لاریون په غږ بدله شوه؟ ځوان سندرغاړی شوکت عزیز ددې ترانې جوړونکی او ویونکی دی. د شوکت عزیز د اعتراض … نور ولولئ
ژوند بڼه

د پياوړو او کمزورو خلکو نښې او توپيرونه

لیکنه: یانیک ډچشیر ژباړه: غازي عابد راځئ له دې خبرو او صفاتو مو ځان معلوم کړئ، چې کمزوري یاست او که پیاوړي. که تاسې ته مناسب ښکاریدل، نو هڅه وکړئ چې سره له اوسه د پیاوړو عادتونه خپل کړئ: – کمزوري ډاریږي. پياوړي په حالاتو خپل همت سره بریالي کیږي. – کمزوري نه غواړي چې په خپل وخت خوب وکړي. پیاوړي پوهیږي چې په خپل وخت خوب ته تلل ددوی له سبا سره مرسته کوي. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ماشومانو په ذهني بدلون کې رسنۍ څومره رول لري؟

که یو خوا “قلم” او بله خوا “پلاستیکي وسله” وي، نو ماشوم به کوم یو انتخاب کړي؟ ښایې ستاسې په نظر، هم پوښتنه عجیبه غریبه وي او هم یې ځواب. خو یاده پوښتنه په چاپېریال کې مختلف ځوابونه لرلی شي. ښایې په یوه چاپېریال کې ځواب “پلاسټيکي وسله” او بل کې “قلم” وي. د یو شمیر کارپوهانو له انده، چې چاپېریال کې شته څیزونه د ماشوم په ذهن کې انتخاب انځوروي او جوړوي. دوه فرضیې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

خلکو ته د ښې وینا (خبرو) کولو ۳ مهارتونه

لیکنه: براین ټراسي ژباړه: غازي عابد ډیر کله ځیني خلک په وینا او خبرو کې ویره لري او یا له ویرې بیخې خبرې نه کوي. په امریکا کې دغسې خلک ۵۴ سلنه ښودل شوي دي. که چیرته تاسې په دې پوه نه شئ چې څرنګه یوه عامه وینا وکړئ، په حقیقت کې به خپل مسلک او شخصي ژوند کې له ډیرو ستونزو او ضررنو سره مخ شئ. دا چې څنګه کولی شو د وینا پرمهال … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نړۍ ۱۲ بريالي او مالداره کسان په ۲۵ کلنۍ کې په څه بوخت ول؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس د لاندې ۱۲ برياليو کسانو څخه يو يې هم په يو دم يا يو وار شتمن شوي نه دي او يا هم په يو ځل نه دي بريالي شوي، ستونزې يې ليدلې، لوړو او ژورو سره مخامخ شوي او ربړې يې ګاللي دي. مونږ به په دې مقاله کې تاسو ته د نړۍ هغه ۱۲ بريالي او شتمن کسان در وپېژنو چې دوی د ځوانۍ په جوش، يعنې ۲۵ کلنۍ کې … نور ولولئ
کلتور او هنر

ما نجلۍ ومونده ، سلمان خان

سلمان خان د هندي د سینما د مینه والو په زړونو کې خاص ځای لري. خو د سینما دا ۵۲ کلن اکټر لا هم مجرد او بې واده ګرځي او دې مجردۍ ته که خپله سلمان خان پریشانه نه دی، دده یو شمیر مینه وال ورته اندېښمن دي. ځکه خو د سلمان خان مجردي او د واده امکان ډیر کله د هندي رسنیو او دده د مینوالو د بحث توده موضوع وي. خو وړمه ورځ … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د ښې او معیارې لیکنې ۷ مهارتونه

لیکنه: سوبها صادق ژباړه: غازي عابد ۱- ډیر لوستل وکړئ. د ښې لیکنې لپاره اړتیا ده چې په ښه ډول لیکل شوې مقالې او کتابونه ولولئ. د مشهورو بلاګ لیکونو انلاین بلاګونه ولولئ. څومره چې ډیر لوستل کوئ، هماغمره ډاډه کیږۍ او دا ډاډ مو په لیکلو تاثیر لري. ۲- ډیر لیکل وکړئ. که تاسې څومره هم ډیر لیکل کوئ په هماغه ډول سره به مو د لیکلو مهارت قوي کیږي. که هره وخت یو … نور ولولئ