کلتور او هنر

د عامرخان ۵۳مه کلیزه او ورته د مبارکۍ پیغامونه

لیکنه: ابوبکر علیزی بالیوډ کې د ډېرو زړونو ګټوونکی اکټر عامر خان پرون د ژوند ۵۳ کلونه پوره کړل او په دغه موده کې یې په ډېرو زړونو راج وکړ او لا يې هم کوي. د عامر د ۵۳ مې کلیزې په مناسبت د دغه اداکار مینوالو، کرکټرانو، د بالیوډ مشهورو لوبغاړو او د نورو برخو مخکښو له خوا عامر خان ته د مبارکۍ پيغامونو لړۍ روانه ده. د بالیوډ مشهورې اداکارې پريټي زینټا د … نور ولولئ
ژوند بڼه

ښځې ولې له ماشومتوبه تر زړښته نکریزې خوښوي؟

که رښتیا ووایو تاسې نارینه وو کې به هم داسې کسان وي چې په کوچنیوالي کې يې په پښو غټې غټې نکریزې ایښي وي، دا ځکه چې هلته همداسې دود وو، او دا هم راسره ومنئ چې مور او خویندې به درته نکریزې نه ایښودې بیا به مرور وای او غوښتلې به مو. خو ځه خیر، دا هر څه به پریږدو، په دې به وغږیږو چې یوه میرمن د عمر له پیله تر پایه نکریزي … نور ولولئ
ټیکنالوژي

سټېفن هاوکنګ څوک و؟

سټېفن هاوکنګ د نن څخه ۷۶ کاله وړاندې د ۱۹۴۲ زيږيديز کال د جون د مياشتې په اتمه د انګلستان د اکسفورډ ښار کې وزېږېد، خپل ماشومتوب او د ښوونځي لومړني کلونه يې هملته تېر کړل او له همغه وخت نه يې د رياضياتو سره بې کچې مينه وه او دا يې هيله وه چې لوی ساینسپوه شي. نوموړی په ښوونځي کې خودسره، شوخ او د خراب ليک درلوددونکي زده کونکی و او هېڅکله به … نور ولولئ
ټیکنالوژي

مشهور فزیک پوه سټیفن هاوکینګ ومړ

د انګلستان نوموتی او پیاوړی فزیک پوه او فضا پیژندونکی سټيفن هاوکینګ نن سهار وختي د ۷۶ کلونو په عمر ومړ. د برتانیا مطبوعاتي ډلې د هاوکینګ د اولادونو له قوله لیکلي، چې نوموړی نن سهار وختي د انګلستان په کمبریج کې په خپل کور وکې ومړ. سرچینې د سټيفن هاوکینګ د اولادونو له قوله لیکلي: “موږ ډير خواشیني یوو، چې زموږ خوږ پلار ومړ.” د نوموړي اولادونه وايي، سـټيفن هاوکینګ وتلی ساینس پوه او … نور ولولئ
کلتور او هنر

مشهوره خویندې، کرینه کپور او کرشمه کپور؛ بالیوډ کې خپلولي نه پالل کیږي

لیکنه: ابوبکر علیزی د خویندو مشهورې جوړې کرشمه کپور او کرینه کپور په بالیوډ کې د خپلوۍ پاللو اوازې رد کړي او وایي چې په فلم جوړونه کې خپلوي په نظر کې نه نیول کېږي، بلکي د فلمي لوبغاړو مخکې تګ د هغوی د محنت پورې تړلی. په بالیوډ کې د خپلولۍ پاللو بحثونه نوي نه دي، دا بحثونه تیر کال شروع شول چې په کې بیلابیلو فلمي لوبغاړو جلا جلا نظريې لرلې. خو اوس … نور ولولئ
کلتور او هنر

د (دبنګ۳) لپاره د ارباز پر ځای پرابهودیوا ډائریکټر اعلان شو

لیکنه: ابوبکر علیزی د بالیوډ کامیاب فلم (دبنګ۳) لپاره تیاریانې روانې دي، خو دا ځل د دغه فلم د ډایریکټرۍ رول پرابهودیوا په غاړه لري. تر دې وړاندې د دغه فلم د لارښوونې مسؤل د سلمان خان ورور ارباز خان وه. دغه فلم(دبنګ۳) د دبنګ د فلمونو دریم دی، تر دې وړاندي (دبنګ۱) او (دبنګ۲) هم بازار ته راغلی وو چې خورا ډیر مینه وال یې لرل. د فلم اصلي رول سلمان خان په غاړه … نور ولولئ
کلتور او هنر

بالیووډ کې قیمتي جینۍ څوک ده؟ کنګنا، پرینکا، که ډیپیکا؟

په هندي سینما کې د نجونو ترمینځ سیالي او ښځینه فلمي ستورو ته د فلم جوړونکو خاصې پاملرنې د هغوی قیمت لوړ کړی دی. له دې سربیره، کله چې د ښځینه فلمي ستورو فلمونه پرله پسې کامیابیږي او ښه بازار مومي، دوی هم له یو فلم څخه بل فلم ته لا ډیرې پیسې غواړي. کله خو داسې هم شوي، چې په یوه فلم کې ښځینه اداکاره له نارینه اداکار څخه زیاتې پیسې اخلي. موږ دلته … نور ولولئ
کلتور او هنر

اجي دیوګن له خپلې میرمنې سره په فلم کې له کار کولو انکار وکړ

د بالیوډ مشهور لوبغاړي اجی دیوګن د خپلي ښځې او فلمي ستوري کاجل سره په یوه فلم کې له کار کولو انکار کړی. بالیوډ کې د دواړو د میني کیسي له وړاندې مشهوري دي خو له واده یې هم کلونه کیږي اما تر واده وروسته دوی دواړه په یوه فلم کې نه دي راښکاره شوي. اوس رسنیو سره اجې دیوګن هغه راز افشا کړ چې ولې نه غواړي د کاجل (خپلې مېرمنې) سره په یوه … نور ولولئ
کلتور او هنر

د سنجي دت یوې ښځینه مینه والې تر مرګ مخکې خپل ټول شته د نوموړي په نوم پريښي

د هندي سینما د مشهور اکټر سنجي دت یوې مینه والې له مړینې مخکې د خپل بانک اکاونټ او قیمتي وسایل د نوموړي په نوم کړي دي. خپله سنجي دت ویلي، هغه میرمن چې دده په نوم خپل ټوله شته پرېښي دي، ده نه پیژندله. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د ممبيي اوسیدونکې ۶۲ کلنه نیشي تریپاتهي د سنجدت مینه واله وه چې د جنورۍ په میاشت کې مړه شوه. تیره اونۍ بانک … نور ولولئ
کلتور او هنر

شارخ خان په ډان۳ او سلمان خان په دبنګ۳ فلم کار کوي

د بالیووډ باچا شارخ خان د ډان فلمونو دریمه برخه جوړوي. د ډان فلم دوهمه برخه پوره ۷ کاله مخکې شارخ خان او پرینکا چوپړا په ګډه جوړه کړې وه. د فلم پروډیوسر ریتش سیدواني ویلي، چې ډان۳ فلم سکریپټ تیار دی او شارخ خان به د فلم هیرو وي؛ خو دا ځل به پرینکا چوپړا په دې فلم کې نه وي. داسې خبرونه هم ورکړل شوي وه، چې شاید ډیپیکا پاډوکون د پرینکا چوپړا … نور ولولئ