سینما او موسیقي

د روان کال ترپايه د مشهورو هندي فلمونو د خپريدا نېټې

د ۲۰۲۱ز هندي فلمونو د ريليز نېټې په ډاګه سوې. تېر ۲۰۲۰ز د هندي سينما لپاره د تاريخ ترټولو بدتر او ناهيلی کال وو،له يوې خوا د کرونا وېروس له کبله په سېنماوو کې د فلمونو پرنشر بنديز ولګېدی او د شوټينګ چاري په ټپه ودرېدلې ،له بلي خو بيا باليووډ درې پياوړي اکټران «عرفان خان،ريشي کپور،سوشانت سينګ راچپوټ» له لاسه ورکړه. خو سږکال يوځل بيا سينماوي پرانيستل سوې او د فلمونو کتلو ته خلک … نور ولولئ
کلتور او هنر

زموږ له کلتور سره سم د نجلۍ لپاره ولې باید مهر وټاکل شي؟

مېرمن په خاوند ډېر حقونه لري، چې د مادي او معنوي حقونو تر سرلیکونو لاندې څېړل کیږي. مادي حقوق یې، مهر، نفقه، کالي او ځای دی. معنوي حقوق یې، عدل او برابري، ښه سلوک، ساتنه، کوروالي او خلع( بېلتون چې ښځه یې له خاوند نه د مال په بدل کې اخلي). مهر د نکاح له لومړنیو اثارو څخه دی. مهر، ته صداق او فریضه هم وایي، د ښځې هغه مالي حق چې په مېړه باندې … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ٢٠٢١م کال لپاره د زړورو ښځو نړيوالې جايزې اعلان کړې. څوارلس مېرمنې چې له بلاروس، ميانمار، کامرون، چين، ايران، نيپال، سوماليا، اسپانيا، سريلانکا، ترکيه او وحزويلا څخه دي، دغه جايزې به تر لاسه … نور ولولئ
مخکښان

محمد علي کلې څنګه په یو افسانوي شخصیت بدل شو؟

د شفیق امیرزی راټولونه له مسیر ورځپاڼې هره ورځ داسې ژوند وکړه لکه د ژوند وروستۍ ورځ دې چې وې، ځکه آخر به یوه ورځ له دې نړۍ ځې، خو هیلې دې د تل پاتې ژوند لپاره وغوړوه نه د یوې ورځې د ژوند لپاره. که ذهن یو څه تصور کړي او زړه مې باور ورباندې وکړي ډاډه یم چې هغه څه ته رسېدلی شم. د ۱۹۴۷ کال په جون میاشت کې د امریکا د کنتاکي … نور ولولئ
ادبیات

فریدریش نیچه؛ انسانان د خپلو غوښتنو لپاره نورو سره اړيکې ټينګوي

ژباړه ـ سیاستوالو انسانان په دوو برخو وېشلي: توکي او دښمن، یانې یوازې یوه طبقه پېژني چې هغه هم دښمن دی. ـ زما لوړ پرواز کول هغه دي، چې لسو جملو کې یو څه ووایم چې نور وګړي دا لس جملې په یو کتاب کې وایي. ـ له نورو انسانانو سره اوسېدل خرابوالی رامنځته کوي. ـ باید په دوه ګوني تضادونو کې شک وکړو، د کوم ځای څخه معلومه ده چې دا تضادونه یو بل … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د محسن داوړ د ژوند، سیاست او مبارزې په اړه له هغه سره د شوې مرکې پښتو ژباړه

په اوسني پښتني سیاست کې پښتون ژغورنه یو مهم فکتور دی، او د همدې پي ټي ایم ښی لاس محسن داوړ دی. له نقیب الله محسود پیل شوي غورځنګ په ډېره منډه د یوه پښتني ملي غورځنګ لار خپله کړه او په دې غورځنګ کې یو په زړه پورې لوستی وکیل مهم رهبر شو چې د دې غورځنګ پیغام په خورولو کې یې لویه ونډه واخیسته. د پي ټي ایم د ښکاره پالیسۍ اپوټه یې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

لیکوالي په ټولنه کې څه ارزښت لري؟

لیکوال د یوې ټولنې له پاره څه ارزښت لري او زموږ لیکوالانو تر کومه حده خپله دنده اجرا کړې؟ لیکوال هغه څوک دی، چې د یوې ټولنې د بدلون لامل ګرځي. لیکوال د خپل قلم په واسطه د یوې ټولنې ناخوالې نیمګړتیاوې، حقیقتونه، ضرورتونه، دودونه، هنرونه، تجربې او هر هغه څه چې زموږ په ورځنیو چارو کې را منځته کېږي وړاندې کوي. لیکوال دی، چې په یوه ټولنه کې د ټولنې د وګړو افکارو ته … نور ولولئ
سینما او موسیقي

هغه لوبغاړی چې تر مرګ وروسته يې جائزه وګټله

د بلک پنټر فلم مشهور امريکايي اداکار چادويک بوزمن ته تر مرګ وروسته د غوره اداکار جائزه ورکړل سوه. د هاليووډ سېنما مشهور اداکار چادويک بوزمن چې د تېر کال د اګسټ مياشتې په ۲۸مه نېټه د سرطان ناروغۍ سره تر مسلسلې مبارزې وروسته ومړ،د ګلډن ګلوب په ۷۸مې دورې ننداره کې تر مرګ وروسته د غوره لوبغاړي جائزه ورکړل سوه. بوزمن ته دا جائزه په بلک باټم ماريني فلم کې د ښې اداکارۍ پخاطر … نور ولولئ
رسنۍ

هند له خپلواکۍ راپدېخوا دویمه ښځه په اعدام محکوموي

هند له خپلواکۍ راهیسې دا دویم ځل دى، چې يوه مېرمن باندې د اعدام حکم کوي. په ورستيو ٦٦ کلونو کې په هند کې هېڅ ښځه نه ده اعدام شوي. ۳۸ کلنه “شبنم علي” په ۲۰۰۸م کې د ملګري په ملتیا د خپلې کورنۍ د اوو غړو د وژلو په دليل په اعدام محکومه شوې وه. د “اترپردیش” په یوه زندان کې چارواکي د اغلې علي او د هغې د ملګري “سلیم” د اعدام لپاره … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د اجی ديوګن او سنجی ليلا ملګرتيا بيا تازه کېږي

تر ۲۲ کلونو وروسته اجی ديوګن د فلمي لارښود سنجی ليلا بنسالي په فلم کې بيا را څرګندېږي. د باليووډ سېنما مشهور اداکار اجی ديوګن به د سنجی بنسالي په “ګنګوبای کټيواړي” نامه فلم کې رول ولوبوي چې د شوټينګ چاري يې ډېر ژر پيلېږي. پدې فلم کې اجی ديوګن ته لنډ او تاثري رول ورکول سوی دی. د ګنګوبای فلم اصلي رول د عاليې بټ دی چې په کشرتوب کې فاحشه وي بیا وروسته … نور ولولئ