ټولنیز ژوند

کابل او ننګرهار کې څلور چاودنې شوي؛ یوه چاودنه پر خبریالانو شوې

نن سهار د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په شهرا څلور لارې کې دوه پرلپسې چاودنې شوي چې له امله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. راپورونه وايي؛ په دې چادونو کې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ جنايي آمر نصیر احمد حقیار او یو پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ولسوالۍ مرستیال، یو پولیس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي. ننګرهار کې د هدفي وژنو تر څنګ په وروستیو کې ځانمرګو او بمي … نور ولولئ
سپورټ

هغه کرکټران چې په مينه يې واده کړی؛ د ګیل او ډوني د ودونو کیسې هم په کې شته

ژباړه: مدثردعوت کرکټ په نړۍ کې يو له مينه ناکه ورزش څخه دی، بل هيڅ ورزش ورسره پدې برخه کې مقابله نشي کولای. کرکټران ډېر مينه ناک خلک دي. په نړيواله سطحه تر فلمي لوبغاړو وروسته خلک د کرکټرانو سره ډېره مينه کوي او احترام يې کوي. هرڅوک په کرکټ کې ځانته د خوښي ځانګړی لوبغاړی لري، چې هيڅکله د هغه يوه لوبه هم بې له کتلو نه پرېږدي او خوند ورکوي چې په اړه … نور ولولئ
سپورټ

د هالیوډ وتلی ستوری په یوه لوبغاړې د جنسي تیري کولو په تور په بند محکوم شوی

د رپوټونو له مخې کوسبي به زندان ته تر تګ وړاندې د ضمانت په ډول هم باید پیسي لکونه پیسې تحویل کړي. بل کوسبي امریکایي دی او پر نوموړي د یوې ورزشکارې سره د جنسي تیري تور دی چې اوس مجرم پیژندل شوی، خو وکیل یې وایې چې بل کوسبي په دې قضیه کې ملامت نه دی او د محکمې د پرېکړې په خلاف به غوښتنه کوي. د امریکې یوې محکمې دغه مزاحیه فلمي ستوری … نور ولولئ
کلتور او هنر

کرینه کپور وايي د سنجي دت رول تر رنبیر کپور پرته بل هیچا داسې نه شو لوبولی

له هغې ورځې چې د سنجي دت پر ژوند د جوړ شوي ” سنجو “ فلم بیلګې خپرې شوې دي، خلک د بالیوډ د چاکلیټي هیرو رنبیر کپور هغې اداکارۍ حک پک کړي چې په دې فلم کې یې د سنجي دت رول ترسره کړی دی. هم لیدونکو او هم د سینما ستورو د رنبیر کپور کار ستایلی دی. په سنجو فلم کې دیا میرزا د سنجي دت د میرمنې رول ترسره کوي. په فلم … نور ولولئ
کلتور او هنر

سلمان خان کشمیر ته تللی، هلته د ريس۳ فلم د یوې سندرې لپاره ویډیو برابروي

د بالیوډ وتلی ستوری چې د فلم په نړۍ کې په خان، سلطان، او دبنګ خان مشهور دی او زیات مینوال یې ورته له میني سلو هم وایي، د نوې فلم ريس(RACE3) د شوټینګ لپاره کشمیر ته رسیدلی. سلمان خان اوس وخت په اکشن او رومینټیک فلم ریس۳ (Race3) په جوړولو بوخت دی. تر دې وړاندې د دغه فلم دوه برخې ریس (RACE) او ریس ټو(Race2) هم ننداره شوي او زیات مینوال یې لرل چې … نور ولولئ
کلتور او هنر

اکشي بل تاوان هم وکړ؛ د فلم د شوټینګ پرمهال اورلګیدنې یو اپارتمان سوځولی

د بالیوډ مشهور فلمي ستوري اکشي کمار د نوي فلم د شوټینګ پر مهال د اور لګېدنې پېښې په کروړونو روپیو تاوان پېښ کړی. اکشي اوس مهال د یوه جنګي یا اکشن فلم په جوړولو بوخت دی چې دا یې په دا یوه اونۍ کې دویم زیان دی چې ګوري یې. تر دې پېښې وړاندي اکشي کمار خپله د فلمي صحنو ډکولو پر مهال سخت ټپي شوی و چې بیا ورته د ډاکټر له خوا … نور ولولئ
کلتور او هنر

امتابهـ بچن له رنبیر کپور زیات متاثره شوی

د هندی سینما پخواني ستوری امتابهـ چن چې لا هم په زیاتو زړونو بادشاهي کوي وایي د بالیوډ له یوه نوي فلمي ستوري متاثره شوی. امتابهـ چن وایې دی د فلمي نړۍ د ځوان استعداد رنبیر کپور مینوال دی او له هغه زیات متاثره دی. هندۍ رسنۍ وایي لا هم امتابهـ چن په کروړونو زړونو بادشاهي کوي او نه یوازي په هندوستان بلکي له دغه هېواده بهر هم زیات مینوال لري، خو خپله د نوي … نور ولولئ
کلتور او هنر

په کندز کې د شمال دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

راپور: محمد عزیز پردیس – کندز سږنۍ د ۱۳۹۷ کال شمال دوديزه کلنۍ مشاعره په کندز کې د امن او ورورګلوۍ په فضا کې ترسره شوه. ياده مشاعره وروسته د ريدي ګل ملي او سترې مشاعرې څخه دويمه لويه او دوديزه مشاعره ده چې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې په نوښت او د ځينو فرهنګي ټولنو او کندز فرهنګپالو په همکارۍ د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ترسره کېږي. مشاعره پرون ماسپښين … نور ولولئ
کلتور او هنر

سلمان خان د محکمو او زندانونو له چکر وروسته بیرته کار ته ستون شو

کله چې سلمان خان په وروستیو کې په ناڅاپې توګه د محکمې له خوا په بند محکوم شو نو د ”ریز ۳“ فلم لپاره شووټینګ نیمګړی پاتې شو. نوموړې د نایابو هوسیو د ښکار په جرم په پنځه کاله بند محکوم شو او دوه شپې یې د جوده پور په زندان کې هم تیرې کړې. خو وروسته په ضمانت خوشې شو او اوس بیرته د ریز۳ فلم په شوټینګ بوخت دی چې جاکولین فیرننداز ورسره … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د بیل ګیټس د ژوند ځینې عجیب اړخونه

د هارورډ کې د پوهنتون له پرېښودلو، د مایکروسافټ تر میلیاردرۍ او بیا په نړیواله کچه تر بشردوستانه کارونو پورې بیل ګیټس له لوړو ژورو ډک ژوند درلود. هغه د یو سخت سري مدیر، وتلي مفکر او د یو داسې چا په توګه مشهور دی چې په ډیره ساده ګۍ د لوښو له وینځلو خوند اخلي. دلته درسره د بیل ګیټس د ژوند ځینې داسې څو کیسې شریکوو چې ښايي ډیرو ته نوې وي. دا … نور ولولئ