بریا او پرمختګ

منظور پښتین؛ پولیس مو په لار کې ځوروي، خو چې هر ډول وي د کراچۍ غونډې ته به ځان رسوو

راپور: محمد عزيز پردېس منظور پښتين شېبه وړاندې د خپل فېسبوک ادرس څخه په يوه لنډه لايو ويډويي پيغام کې ټولو پښتنو ته ډاډ ورکړ چې د کراچۍ غونډه که په هر ډول وي؛ ترسره کېدونکې ده. منظور پښتين په دې لنډه دوه دقيقه يي ويډیو کې په ټولو پښتنو غږ وکړ، چې نه دې ناهيلي کېږي. هغه وويل: «زمونږ نيکونو تر دې ډېرې ستونزې ليدلي، خو ناهيلي شوي نه دي، پکار ده چې مونږ … نور ولولئ
مخکښان

د کراچۍ په ستره غونډه کې منظور پښتين ته ټکټ ورنکړل شو؛ اوس په اوږده ځمکنۍ لار سره له پلویانو روان شو

راپور: محمد عزيز پردېس تمه ده سبا درېيم د مۍ په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري ستره او تاريخي غونډه ترسره شي. د يادې غونډې لپاره له څو اونيو راهيسي د لر او بر پښتنو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مېشتو پښتنو له لوري پراخ کمپاينونه دوام لري. د ځينو شنونکو په وينا د کراچۍ ښار به په خپل تاريخ کې د لومړی ځل لپاره د پښتنو له … نور ولولئ
کلتور او هنر

مونا بهايي ایم بي بي ایس ، بیرته راستنیږي

دې ورځو کې د سنجي دت مینه والو ته دوه ښه خبرونه دي. یو خو دا چې د راج کومار هیراني له خوا د سنجي دت پر ژوند جوړ شوی ” سنجو“ فلم چې رنبیر کپور په کې د سنجي دت حیرانونکی رول لوبولی په نژدې ورځو کې خپریږي. بل دا چې د همدې فلم جوړونکي ښاغلي هیراني تایید کړې چې (مونابهايي ۳ ) به یې د سنجو وروسته بل فلم وي. فلم جوړونکی وايي … نور ولولئ
سپورټ

حمزه هوتک د فرسټ کلاس سیالیو کې په ګډون د سلیکشن کمیټې ته ځواب ورکړ

د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس ۴ ورځینیو سیالیو په دویم پړاو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي سلو یا سوکه توپ اچوونکي امیر حمزه هوتک د مخکښ ویکټ اخیستونکي لقب خپل کړی. حمزه هوتک په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ بورډ د سلیکشن کمیټې یا د لوبغاړو د غوراوي ډلګۍ د نظر څخه ګوزار شوی دی او پر ځای يې شراف الدین اشرف ته په لوبډله کې ځای … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

بد وضعیت مو په دې ۳ لارو په ښه او روغ حالت بدل کړئ

لیکنه: هینریک اډبیرګ ژباړه: غازي عابد زه د تل لپاره هڅه کوم چې د هرې ورځې د پيل لپاره لارې چارې ولټوم؛ څو هر وخت او هره ورځ روغه پيل او ښه پای ته ورسوم. یوه ټولنیزه، له انرژۍ ډکه او یو نوی پيل د ټولو لپاره اړین دی. ځیني وخت شاید موږ یو ښه پيل و اغاز ونه لرو؛ یعنې له یو ډول سرګردانۍ سره مخ یوو؛ کیدای شی دا ځیني عوامل ولري. مثلاً … نور ولولئ
کلتور او هنر

سرې دیوي ته له مرګ وروسته د ښې اداکارې مډال ورکړل شو

د هندوستان د سینما ستورې چې څه موده وړاندې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، ورته د ښې اداکارۍ له مله هندي ملي مډال ورکړل شو. سرې دیوي د هندي فلمونو پخوانۍ اداکاره ده چې څه موده وړاندې په متحده عربي اماراتو د مرګ خبرونه خپاره شول. خو له مرګ وروسته اوس ورته په یوه فلم(موم) کې د مور د رول د ښې اداینې له امله جائزه ورکړل شوه. هندوستان په نوي ډیلي کې … نور ولولئ
کلتور او هنر

نازیه اقبال د سندرو ویلو د پرېښودو پرېکړه کړې!

د پښتو مشهورې سندر غاړي نازیه اقبال وايي پرېکړه یې کړې چې د سندرو ویلو هنر پریږدي او ورسره د تل لپاره خدای پاماني وکړي. نازیه اقبال د پښتو ژبې مشهوره سندر غاړې ده چې له ډېر وخت راهېسې یې د سندرو ویلو په ډګر کې تېر کړي. نوموړې په خپل یو تازه ویډیويي پیغام کې ددې پر ماشومو لوڼو د جنسي تیري، او سندرو ویلو د هوډ په اړه څرګندونې کړي دي. په وروستیو … نور ولولئ
سپورټ

ډیویډ وارنر: له هغې ورځې چې له کرکټ لرې شوی، ارزښتناک درس مې ترلاسه کړی

د استرالیا د کرکټ پخواني مرستیال کپیتان ډیویډ وارنر له خپل وروستي احساساتي خبري کنفرانس څخه چې په کې یې اوښکې توی کړې، کابو یوه نیمه میاشت وروسته تازه څرګندونې کړي. نوموړي وايي د مارچ په میاشت کې د جنوبي افریقا په وړاندې په سیالۍ کې د توپ د توږلو له رسوایۍ را وروسته ” په دې موده کې یې ارزښتناک درس ترلاسه کړ.“. په کیپ ټاوان کې د کرکټ د لوبې پر مهال د … نور ولولئ
سیاست

فتنې ته بستر سازي- نعمان دوست

د تایمني پر واټ یوې هټۍ ته ننوتلم. یو سپین ږیری پکې ناست و. د ږیرې ویښتان یې په اسانه شمارل کیدل. د کوچنیو سترګو لاندې ځایونه یې پړسیدلي وو. یو ګیلاس سړې اوبه مې ور سره وڅښلې او بیا مو ورو- ورو مجلس پیل کړ. بوډا د تنظیمي انډوخر کیسې کولې او د هغه وخت وحشتونه یې یادول. کله به یې سترګې په مخ کې بیخي ورکې شوې. د لنډو بڼو سر ته به … نور ولولئ
کلتور او هنر

کرشما کپور د سلمان خان سره پر خپلو پخوانیو اړېکو خبرې کړي

د تیر وخت مشهورې او ښکلې فلمي ستورې کرشما کپور د باليوډ د سلطان او دبنګ خان سره د خپلو پخوانیو اړېکو په تړاوو له ځينو رازونو پرده پورته کړه. نوموړي هندي رسنیو ته د خپل او سلمان خان د اړېکو په تړاوو ویلي دي چې ګنې سلمان خان له دې سره څه ډول اړېکې لرلې. کرشما کپور دغه راز په خپلو خبرو کې د خپلې خور کرینه کپور په تړاوو هم غږېدلي ده او … نور ولولئ