سپورټ

د مجیب ځدران لپاره بل زیری؛ د انګلستان په ۲۰ سیالیو کې یې د لوبیدو خبر ورکړل شو !

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی مجیب ځدران، چې په دې وروستیو کې په نړیوال کرکټ کې ښه وځلید؛ د هندوستان د «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د ګډون وروسته یې د انګلستان په کورنیو ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې یې د لوبیدو خبر ورکړل شو.  په انګلستان کې د همپشایر لوبډلې خبر ورکړ، چې د ځوان افغان لوبغاړي مجیب ځدران سره یې د لوبیدو تړون لاسلیک کړی دی او ډیر ژر … نور ولولئ
رسنۍ

د روژې دنياوي او اخروي ګټې؛ ځینې یې دلته ولولئ

راټولونکې: مریم محمدي روژه نيول په مسلمان فرض ده. الله تعالى فرمائي: ژباړه: (اى مومنانو! فرض شوې ده په تاسو روژه لکه چې په مخکنيو مسلمانانو فرض شوې وه. ددې لپاره چې په تاسې کې تقوا او پرهيز ګاري پيدا شي.) رسول الله (ص) فرمائي: چې په روژه کې د انسان د هر نيک عمل په مقابل کې نيکي زياتېږي. د يوې نيکۍ په مقابل کې لسو څخه تر ٧٠٠ ځلو پورې نيکۍ زياتېږي. کله … نور ولولئ
کلتور او هنر

د هند سترې محکمې د سري دیوي د مرګ په تړاوو د پلټنو وړاندیز رد کړ

د هندوستان سترې محکمې هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې د بالیوډ د پخوانۍ ستورې سرې دیوي د مرګ د پلټنو په تړاوو شوی و. سرې دیوې چې په فلمي ستورو کې زیات احترام څښتنه وه، موده وړاندې په متحده عربې اماراتو کې مړه شوه. په لومړیو کې د نوموړې د مرګ په تړاوو جلا جلا رپوټونه ورکړل شول، چې ځينو ویلي دغه فلمي ستورې په مرګ نه بلکې په لوی لاس وژل … نور ولولئ
کلتور او هنر

په شمشیره فلم کې د بالیوډ ښکلې اداکارې ته د کار موقع ورکړل شوه

د رنویر کپور په نوی فلم (شمشېره) کې د بالیوډ ښکلي اداکارې واني کپور ته چې په خپلو وروستیو فلمونو کې یې کامیاب رول لوبولی موقع ورکړل شوه. شمشېره فلم د مرکزې رول لپاره هندي ستوری رنویر کپور غوره شوی او هيروئني رول یې واني کپور ته ورکړل شوی. له کله چې رنویر کپور د بالیوډ پخواني ستوري چې تر اوسه هم په فلمونو کې کارکوي د سنجي دت په ژوند په جوړ شوی فلم … نور ولولئ
کلتور او هنر

د اردو ژبې مشهور لیکوال حسن سعادت پر ژوند د جوړیدونکي فلم، ټریلر خپور شو

د اردو ژبې په مشهور ډرامه لیکوونکي سعادت حسن منټو په ژوند د بالیوډ سینما فلم د جوړیدونکي فلم ټریلر خپور شو. ټریلر تر فلم وړاندې د فلم لنډه برخه ده چې فلم ته د ښه مارکیټ یا بازار په خاطر د سینما پر پردو او پر انټرنیټ خپریږي، تر څو لیدونکي یې وګوري او د فلم د لیدو لپاره تلوسه پيدا کړي. کله چې یو فلم ښه ټریلر ولري او زیات وګړي په تلوسه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه نښې چې پر ټولنیزو شبکو د روږدي کېدو ښکارندویي کوي

لیکواله: الناز طرزمني ژباړه: حمیدالله حمیدي ټولنیزو شبکو نن سبا د انسانانو په ژوند کې د پام وړ بدلونونه او اسانتیاوې را منځ ته کړي دي او د میلیونونو کسان تر منځ د اړیکې د پل په څېر دنده تر سره کوي. خو له ګڼو ښېګڼو سره سره پر دغه شبکو د روږدي کېدو له کبله د ګڼ شمېر کسانو ژوند یو ډول پاشل شوی دی. د دې پر ځای چې ګټه ورته ورسوي، پر … نور ولولئ
کلتور او هنر

سلمان خان، سونم کپور ته واده کې قېمت ترېنه ډالۍ ورکړې

هند په سینما راج چلوونکي ستوري سلمان خان د همدغې سینما یوې بلې ستورې سونم کپور واده ته ورغلی و او له ځانه سره یې ډېره زیاته قېمته ډالۍ هم ورکړې وه. د سلمان خان دغې ډلې خلک حیران چې څنګه څوک چاته د لسګونه لکه روپۍ ډالۍ ورکولی شي. سونم کپور د هندي فلمي ستوري انیل کپور لور ده او څو ورځې وړاندې یې په هندوستان ممبيي ښار کې واده وکړ. کپور د خپل … نور ولولئ
کلتور او هنر

بالیوډ کې د ودونو توده لړۍ؛ سندر غاړي همیش ریشمیا له سونیا کپور سره واده وکړ!

د هندوستان نامتو سندر غاړي او د موسیقۍ لارښود همیش ریشمیا د خپلې پخوانۍ ملګرې سره دوهم واده وکړ. همیش ریشمیا وړاندې تر دې مېرمنه لرله، خو د یو څه مشکلاتو او ستونزو له امله یې له یو بله طلاق واخیسته او سره جلا شول. اوسنۍ مېرمن یې د فلمونو ستوري سونیا کپور ده، چې دواړو له ډېره وخته سره د ملګرتیا اړېکې لرلې. تر بل هر وخت زیات اوس مهال په دې ورځو کې … نور ولولئ
کلتور او هنر

د هندي سینما ستوري نیها دهوپیا هم واده وکړ، خو په پټه یې کړی

د سونم کپور له واده وروسته د بالیوډ بلې مشهورې فلمي ستورې نیها دهوپیا هم د واده ارمان پوره شو. د رواني میلادي مئ میاشتې په ۸ نېټه د انیل کپور لور او د بالیوډ ستوري سونم کپور د خپل ملګري انند اهوجا سره واده وکړ، خو د دوی له واده فقط څو ورځې تیرې دي چې فلمي ستوري نیها دهوپیا په خاموش ډول سره واده وکړ. د فلمي ستورو واده داسې په پټ نه … نور ولولئ
کلتور او هنر

سلمان خان وايي، د نوي فلم ( ریس 3) ټریلر به یې زر خپور شي

د بالیوډ ستوري سلمان خان د نوی اکشن فلم ريس۳(Race3) د ټریلیر د خپریدو نیټه اعلان شوه. هندي رسنۍ وايي، چې د سلمان خان مینه وال د نوموړې دې فلم ته شېبې شمیري. ویل کیږي له هغې وروسته چې د سلمان خان(ټیوب لائټ) فلم ناکام شو او ډېر لېدونکی او ګرم بازار یې پيدا نه کړ نو اوس سلمان خان د فلم په ټاکنه زیات محتاط شوی دی. سلمان خان اوس مهال ۵۱ کال عمر … نور ولولئ