افغانستان

د باچا خان بابا مزار او ننګرهاری بازاريتوب

لیکنه: خالد یوسفزی اول خو راځئ دا ومنو چې د بابا مزار يواځې هديره نده بلکه په برې پښتونخوا کې د عدم تشدد د فلسفې مرکز او درسګاه ده. د پښتنو د لر او بر د اتصال نقطه ده. د پښتانه کلتوري کور دی. هلته دا نن هم کتابتون او د غونډو تالار موجود دی. له دې ځايه هغه توقع کول چې يواځې دې پکې فاتحې واخيستل شي، د دغه ستر شخصیت سره زياتی دی. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه ماشومان چې نړۍ یې بدله کړه

ژباړه هغه کسان چې دلته درپېژنو، ثابته کړې یې ده چې ماشومان هم کولی شي نړۍ بدله او ستر ستر کارونه وکړي. ۱-ملاتي او ایزابل ویجسن: دا هغه دوې خویندې وې چې د دوی د هڅو په پایله کې د پلاستیکي کڅوړو کارونه په اندونیزیايي سیمو کې بنده شوه او اوس یې پر ځای باندې کاغذي کڅوړې کارېږي. ویل شوي دي چې د ۲۰۲۱م په بهیر کې به د اندونیزیا په ټولو ځایونو کې د … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د باليووډ پر لوبغاړو ، د کرونا وېروس اغېز

کرونا وېروس يو ځل بيا پر باليووډ سېنما اغېز کړی. تېر ۲۰۲۰ز د نورو کارونو او ورزشونو تر څنګ پر سېنما هم اغېز وکړ او سخته ضربه يې ورکړه. د هاليووډ څخه تر باليووډ پورې مشهور اداکاران او ادا کارانې په کرونا وېروس اخته سوه،شوټينګونه په ټپه ودرېدله او سينماوو ته د خلکو پر تګ بنديز ولګېدی. په تېرکال کې داسې فکر نکېدی چې د کرونا وېروس له کبله به په راتلونکو نيږدو کلونو کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

جول اوستین: ژوند یو ځل نه، بلکې هره ورځ پیل کیږي

ژباړه منطق وایي ترڅو چې خپل په سترګو ونه ګورم باور نه کوم، خو کوم زړه کې چې ایمان وي؛ وایي لومړی باور کوم د هغه وروسته به وګورم. هر هغه څه چې مو ژوند ته راځي ډېر ژر یې مه قبلوئ، ځکه تاسې دې نړۍ ته راغلي یاست ترڅو بریالي شئ. هېڅکله خدای تاسو د داسې ستونزې سره نه مخامخ کوي چې تاسې ونه کولای شئ د هغه لپاره ووځئ؛ ځکه خدای پوهیږي چې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

فراه خان ته ايوارډ او د ۲۰۲۱ز فلمفير نوماندان

د ۶۶م پړاو فلمفير ايوارډ لپاره د نوماندانو ليست اعلان سو. د فلمفير معتبر ايوارډ چې د شپږو پېړيو راپدېخوا هرکال د باليووډ سېنما په بيلابيلو برخو کې جائزې ورکوي د نوماندانو نوملړ يې اعلان سو. ددې نندارې تر ترسره کېدو وړاندې مشهوري ډايريکټري فراه خان ته د سوشانت سينګ راجپوټ فلم د دل بېچاره سندري د نڅا پخاطر ځانګړی ايوارډ ورکړل سو. فراه خان پر خپل انسټاګرام د يو احساساتي پوسټ په کولو سره … نور ولولئ
سینما او موسیقي

شريا ګوشال د لسيزې د غوره سندرغاړې ایوارډ وګټی

د هندوستان مشهورې سندرغاړې شريا ګوشال د لسيزې د غوره سندرغاړي معتبره جائزه وګټله. شريا د هندوستان دننه او په نړيواله کچه په ميليونونو مينوال لري،د جادوګر ږغ تر څنګ ځانګړې څېره هم لري او د استادۍ ترمقامه رسېدلې ده. دې د ميرچي ميوزيک ايوارډ په ۱۳م پړاو کې د ارجيت سينګ،کې کې،انکېت تيواري،مصطفی زاهد،تلسي کمار او پلک مچل په ګډون د لسيزې د ښځينه ږغ جائزه ګټلې. همدارنګه د عاشقي۲ فلم د سندرو البوم … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې په ډله یېزه توګه د ٢٨٠ ناويانو او زومانو واده ترسره شو

نن د جمعې په ورځ ٢٨٠ زلمو او پیغلو په کابل کې, په ډله يېزه توګه د يو بل د ژوند ملګرتيا ته “هو” وویل. د دغه ډله یېزو ودونو لمانځنې لګښت د “ابوالفضل” کلتوري بنسټ لخوا پرې کړل شوى وو. دا جوړې وايي، چې دوی د بېلابېلو دلايلو له مخې ودونه په انفرادي ډول نشو کولی، چې ډېرو دغو ځوانانو د ودونو لوړ لګښت ته اشاره کوله. “يحى” هغه زلمى دی، چې دى هم … نور ولولئ
کلتور او هنر

«که زموږ کلتور او دود ونه منئ، نو له موږ څخه نه ياست»

ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ دا هغه څه دي چې موږ ټولو اوريدلي او ليدلي دي. موږ ډير وخت زړه نا زړه يو چې څه وکړو او په څه پسې لاړ شو؟ آيا په دين پسې لاړ شو او كه په كلتور پسې؟ اسلام زموږ د ورځني ژوند د هر ډول ستونزو د هوارۍ لپاره لارې لري او له بلې خوا، دودونه هغه روايات او ارزښتونه دي چې په ټولنه کې خپاره شوي دي. كلتور … نور ولولئ
پوهنه

مدنیت څه ته وايي؟

راټولونه نن سبا د تمدن، مدنیت، مډرنیزم او مدني ټولنې اصطلاحات ډېر کارول کیږي تمدن یا مدنیت د لاتیني کلمې Civis څخه چې د ښاري یا د یوې ټولنې د غړي (تابعیت) مانا لري اخستل شوی دی. تمدن د یوې ټولنې د افرادو د ژوند ظریف، ښایسته، د ژوند د اسانتیاوو لرونکي او مرفه شکل ته ویل کیږي، چې د علمي او تخنیکي بریاوو او کارولو له کبله یې د ژوند کولو بهتره مادي او … نور ولولئ
سینما او موسیقي

سوشانت سينګ ته تر مرګ وروسته د هند ملي جائزه ورکړل سوه

د هند د ملي ايوارډ ۶۷ کلنه ننداره غوره اداکارانو او فلمونو ته په جائزې ورکولو سره ترسره سوه. ملي جائزه د هندوستان د دولت له لورې يو قوي او معتبره ايوارډ دی چې هرکال په مختلفو ژبو او مختلفو برخو کې هنري اثار تقديروي ، هنديان ورته په خورا درنه سترګه ګوري. سږکال د ترټولو غوره هندي فلم جائزه د سوشانت سينګ راجپوپ په اداکارۍ چيچوري فلم ته ورکړل سوه. چيچوري يو بهترين فلم … نور ولولئ