ټولنیز ژوند

هغه خوندونه چې ټیکنالوژۍ ترې بې برخې کړي یوو

لیکنه: بشر دروېش هره پدیده خپلې ښیګڼې او بدګڼې لري. ټیکنالوژۍ که له چټک پرمختګ سره د انساني ژوند لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، منفي اغېزې یې هم شته. له ټیکنالوژیکې ودې مخکې ژوند ډېر داسې خوندونه لرل، چې اوس ترې بې برخې یوو. البته په افغانستان کې به د دې خوندونو شمېر زیات وي، ځکه موږ یوه دودیزه او د خاصو ارزښتونو لرونکي خلک یوو. په دې مطلب کې هغه بایللي خوندونه یادوو، چې … نور ولولئ
سپورټ

سټایلیش بیټسمین هاشم امله؛ اصلي هیواد، ژوند او کرکټ ته راتګ یې

د سهیلي افریقا پیلوونکی مسلمان توپ وهونکی هاشم امله د نړۍ په کچه ډېر مشهور لوبغاړی دی، زیاتره خلک یې په اړه فکر کوي، چې امله اصل د پاکستان دی؛ خو داسې نه ده په دې راپور کې به راسره د هاشم امله په اړه بشپړ معلومات ولولئ! عمر، کورنۍ او اصلي ټاټوبی هاشم امله له نن نه ۳۵ کاله وړاندې د سهیلي افریقا په ډوربن سیمه کې د انصاري په نامه مسلمانه کورنۍ کې … نور ولولئ
کلتور او هنر

علي بابا خان؛ هغه هنرمن چې سندرې ته یې ټوپک خرڅ کړ!

لیکنه: بشیر درویش علي بابا خان په پښتو موسیقۍ کې نوی، خو انقلاب راوړونکی سندرغاړی دی. د پښتونخوا په چارسده کې زیږیدلی دا هنرمن د عدم تشدد د سترلاروي پاچا خان د فکر لاروی دی. علي بابا له لوی اختر نه مخکې شمشاد تلویزون کابل ته بللی و، ده هلته د پښتو موسیقۍ په تاریخ کې په لومړي ځل د صوفیانه سندرو کنسرټ وړاندې کړ. د علي بابا دې کنسرټ ته د لوړې موسیقۍ ډېری … نور ولولئ
سپورټ

د بزګر د لور خاوند له لوبو سره مخه ښه کوي

د کوک له استعفا سره د انګلستان توپ وهنه ننګول کېږي. د انګلستان د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو پخواني لوبډلمشر او د ټېسټ لوبو پیلوونکي لوبغاړي الېسټېرکوک له لوبو سره مخه ښه وکړه. نوموړی د هندوستان خلاف وروستی ټېسټ لوبوي او له هغې وروسته نور د انګلستان لپاره په ټېسټ لوبوکې نه لوبېږي. د کوک پوره یا بشپړ نوم الېسټېر نتن کوک دی، په ۱۹۸۴ م کال کې د ډېسمبر په ۲۵ مه نېټه … نور ولولئ
سیاست

پېلوټه خو نه شوه؛ انارکلي هنریار بل څه ارمان لري؟

انارکلي هنریار د افغانستان د سیاست یوه مطرحه څېره ده. هغه په مشرانو جرګه کې د هندو باورو په سهم انتصابي سناتوره ټاکل شوې. انارکلي سره له دې، چې هندو باورو ته منسوبه ده، خو ډېری افغانان یې له دې کبله ستایي او په ښه نظر ورګوري، چې په خبره یې وطن پاله او په وطن مېنه ده. د هغې یوه ویډیو څو کاله مخکې په ټولنیزو رسنیو کې خورا ډېرمینه وال وموندل. په دې … نور ولولئ
په زړه پورې

ټولنیزې رسنۍ؛ هغه نوې وسله، چې فلسطین پرې اسراییل ماتوي !

لیکنه: بشر دروېش د نړۍ ۲۰ مشهورو هنرمندانو په اسراییلو کې د موسیقۍ له یوه مشهور فستیوال سره بایکاټ وکړ. د متئوراسراییل په نوم د سندرو دا فستیوال په لوړه کچه هرکال ترسره کیږي، چې د نړۍ له مختلفو برخو خاص او د حساب وړ هنرمندان وربلل کیږي. لانا دل ري څه وایي؟ لانا دل ري د امریکا یوه مشهوره سندرغاړې او کمپوز جوړونکې ده. هغې د سپتمبر له شپږمې تر اتمې په جوړیدونکې دغه … نور ولولئ
سپورټ

ریکارډ جوړونکی کریس ګیل

د کرکټ کارپوهان وایي، چې کرېس ګېل د کرېکېټ په نړۍ کې له انګلستاني مورګن څخه وروسته دوهم کرکټ توپ وهونکی دی، چې دروند وزن لرونکی بېټ کاروي. د دروند بېټ په کارولو کې دریم لوبغاړی هندی ایم ایس ډوني دی. خو کرېس ګېل هغه لوبغاړی دی، چې ډېره پورې لوبه له مړوند یا رېسټ څخه نه کوي، هغه ډېره توپ وهنه د بدن یا باډي په زور کوي. هغه هیڅکله هم د مړوند یا … نور ولولئ
په زړه پورې

د هوټل دوه کارمندان د ګډ چای څښلو په تور نیول شوي

لیکنه: بشردروېش په سعودي عربستان کې یو مصری له دې كبله پولیسو نیولی او بندي کړی، چې له خپلې سعودي همکارې سره یې د سهار چای په ګډه څښه. د سعودي عربستان د کار وزارت اعلان کړی، چې دغه مصری او همکاره یې دواړه د یوه هوټل کارکوونکي وو. کیسه له کومه پيل شوه؟ کیسه له دې ځایه پيل شوه، چې چا د دغو دوو همکارانو د ګډ چای څښلو ویډیو کړې او په ټولنیزو … نور ولولئ
سپورټ

د کرېکېټ پیری؛ ای بي ډیویلرس مسلمان دی که عیسوي؟

د نړۍ په کچه د کریکېټ د هغه لوبغاړي په اړه درته معلومات درکوو، چې ډېری وخت ورته د کرېکېټ د پیري نوم اخېستل شوی دی. بېنجامېن ابراهم ډېویلیرس، هغه لوبغاړی چې د کرېکټ په نړۍ کې یې په خپلې بې سارې توپ وهنې ۳۶۰ درجې لوبغالی بوخت ساتلی و. ای بي ډیویلیرس د سهیلي افریقا نامتو توپ وهونکی، چې ۱۴ کلونه یې د کرېکټ نړۍ ګرمه وساتله. هر څوک چې د کرېکېټ لوبې سره … نور ولولئ
سیاست

استاد ګل زمان او هنري ژوند یې؛ مسعود ته یې ولې سندره ویلې؟

لیکنه: بشیر دروېش له پرون راهیسې د احمد شاه مسعود مخالفین د افغان سندرغاړي استاد ګل زمان په مخالفینواو پلویان یې په پلویانو بدل شوي. مخالفین یې مسعود ته د اوولسم تلین په مناسبت د ګلزمان سندرې په غوسه کړي، خو د مسعود پلویان بیا دا کار له تعصبه لیرې د ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره هڅه ګڼي. په دې لیکنه کې استاد ګل زمان او هنري ژوند ته یې د کتنې ترڅنګ دا څېړو، … نور ولولئ