کلتور او هنر

د امیر علي شیر نوای نړیوال کنفرانس؛ د ۱۰ هیوادونو متخصصینو په کې ګډون کړی

په افغانستان کې د تیموریانو دورې سیاستوال, سياست پوه او اديب ، د “امیر علي شیرنوای”  د افکارو لوستلو درې ورځنی نړیوال کنفرانس پرون (چهارشنبه ، د حمل ١٨ چې د اپریل ٧ سره سمون خوري) په هرات ولایت کې پرانستل شو. دغه کنفرانس د “علي شیر نواي” د زیږون ٥٨٠ کلیزې په وياړ جوړ شوی دى، چې د تنظیم کونکو په وینا د ازبکستان، ترکیې او تاجیکستان په ګډون د سیمې د لسو هېوادونو … نور ولولئ
روانې سلامتي

د روغتيا نړيواله ورځ او د ښه صحت لپاره د کاجل ديوګن لارښوونې

د ۲۰۲۱ز د اپريل ۷مه د روغتيا د نړيوالې ورځې سره برابره ده،دا ورځ په نړيواله کچه په رسمي او غير رسمي ډول لمانځل کېږي. د ۲۰۱۹ز راهيسې د کرونا وېروس اغېز په ټوله نړۍ کې خورا زيات دی او په ميليونونو کسان پدې ناروغۍ اخته سوه ،لاهم اخته کېږي،مړه کېږي او جوړېږي. په هرصورت،په دې هم ښه خبر يوو چې د هرڅه ترڅنګ سېنما هم د کرونا وېروس له امله وځپل سوه او ډېر … نور ولولئ
افغانستان

د شګوفه نورزۍ د ژوند اړخونه: سردار داوود له سیاست اغیزمنه یم

شګوفه نورزۍ د ښاغلي حاجي ولي جان نورزي لور د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې په ۱۳۷۲کال د ګرمسیر په حسین اباد کلي کې زېږېدلې ده. شګوفې په ماشومتوب کې د خپلو دینې زده‌کړو تر بشپړولو وروسته له خپل پلار سره لشکرګاه ته لاړه، او هلته یې خپلې عصري زده کړې پیل کړې. نورزۍ په ۱۳۹۲ کال کې له ښوونځۍ څخه د فراغت وروسته د هلمند ولایت حقوقو پوهنځي ته بریالۍ شوه، … نور ولولئ
کلتور او هنر

اکیتو پخوانی رسم خو اوسنیو ځوانانو لا هم ژوندی ساتلی

زموږ ټولنه کې ښایې داسې ډېرو کلتورو سره مخ شئ چې له نیکونو راپاتې وي، خو مذهبي او کلتوري ټولنې خپله لمن پر غوړولې ده. خو لا هم داسې ټولنې شته چې د مذهبي او کلتورو ستونزو ورهاخوا د خپلو نیکونو رسم و رواجونه یې ژوندي ساتلي اونني ځوانان یې تر نورو نسلونو د بقا په خاطر لمانځي. یو له دغو لرغونو کلتورونو د اکیتو اختر دی، چې د نړۍ په بشریت کې تر ټولو … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د باليووډ پلار تر واکسين وروسته بيرته سېنما ته راځي

د هندي سېنما محبوب لوبغاړي اميتابچن پر ټولنيزو رسنيو سېنما ته د خپل راتګ خبر ورکړی. بچن د کرونا وېروس ضد واکسين لومړنی دوز ترلاسه کړی او يو ځل بيا د سېنما پر پردې د څېرې ښکاره کولو اراده لري. دا ۷۸ کلن اداکار چې تېر کال په کرونا وېروس اخته سوی وو په هغه ډله کې دی چې تر نورو مخکې يې د کرونا وېروس ضد واکسين لګولی دی،پداسي حال کې چې بېله دده … نور ولولئ
خواړه

افغان نندارتون په هندوستان کې

د هند په حيدراباد کې د افغان خوړو په نامه لس ورځنی فيسټيوال پيل سو. دا نندارتون د اپريل مياشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان د سفارت له لورې او د ډهلي بسډ موسيسې په ملاتړ پيل سويدی چې د همدې مياشتې تر لسمي نېټې پوري به دوام ولري. پدې فيسټوال کې د افغاني خوړو ترڅنګ مېوې هم نندارې ته وړاندې سويدي او ددې ترڅنګ د افغاني جامو ننداره ترسره کېږي . په حيدراباد کې … نور ولولئ
کلتور او هنر

په پښتو ولسي ادب کې ولې د ښځو ونډه زیاته ده؟

کله چې د پښتو ادبياتو په خوند او ارزښت خبره کيږي لنډۍ يې په سر کې وي، او په لنډيو کې لويه برخه ښځو اخيستې. په دې اساس ويلی شو چې په پښتو ادب کې ښځو  پراخه ونډه اخيستې او زموږ د ادب د ناوې په لمن او ټټر يې د لونګو ځونډی ټومبلی دی، د ښځو له خوا کاکړۍ، ببولالې او سروکي ويل شوي چې ډيره برخه يې لنډۍ دي. د لنډیو ښه پرېمانه … نور ولولئ
سینما او موسیقي

لينا علم د لومړي ځل لپاره په امريکايي سېنما کې رول ادا کړ

د افغان سېنما مشهورې اداکارې لينا علم د لومړي ځل لپاره د مجازي نړۍ له لارې په امريکايي تياتر کې رول ادا کړ. پدې پروګرام کې چې د بدلون په نامه وو، لينا د يوې مور په حيث مرکزي رول اجرا کړی دی، چې د امريکايي ښځينه ډايرکټرې ريچل لاپل له لورې نوشته سوی او ډايريکټ سوی وو. پدې ننداره کې په کرونايي حالت کې د يوې امريکايي کورنۍ اقتصادي ژوند څېړل سوی ،لينا پکښې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

شاهرخ خان: د باليووډ قېمت ترين لوبغاړی؟!

د باليووډ سېنما مشهور اداکار به د ګرانبيه اداکار ريکارډ ثبت کړي. شاهرخ خان چې د دريو کلونو راهيسي د سېنما پر پرده ندی راښکاره سوی ،مينوال يې سخت ورته انتظار دي اونوي فلم ته يې شېبې شماري. زيرو فلم يې وروستنی وو چې په ۲۰۱۸ز کې ريلېز سو او د لوی ناکامه فلم لقب يې وګټی. د باليووډ باچا دا ځل د پټان په نامه فلم کې د ډپيکا پاډوکان او جان ابراهيم سره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

انټرنیټي اعتیاد؛ څو زیانونه یې چې شاید تر اوسه مو ورته نه وي پام شوی

ژباړه: تاسې سګرټ نه څکوئ، نصوار نه اچوئ، خو بیا هم معتاد ګڼل کیږئ!! اعتیاد یوازې نشه يي توکي نه دي، چې تاسې پرې روږدي کیږئ. اعتیاد انټرنېټ هم دی. له ګهیځ نه، چې تر ماښام پورې په انټرنیټي ماشینونو کې بوخت یئ، فیسبوک او ټویټر لټوئ او په دفتر، موټر او کور کې ترې ارام نه یئ، بله څه معنا درلودای شي؟ څه فکر کوئ دا انټرنېټي اعتیاد (Internet addiction) نه دی؟!. فیسبوک او … نور ولولئ