په زړه پورې

د نړۍ ترټولو لوړه مجسمه نن په هند کې پرانېستل شوه

راپور: محمد عزيز پردېس یاده مجسمه د هندوستان د خپلواکۍ رهبر سردار والاباه باهی پاتل د يادښت په موخه جوړه شوې چې لوړوالی يې ۱۸۲ مترو ته رسېږي. د نوموړې مجسمې کار پنځه کاله وړاندې د هندوستان په سادو جزيرې کې چې د نارمادا اوبو په منځ کې موقعيت لري، پيل شو چې د سلهاو چينايي کارکوونکو په شمول پکې شاوخوا ۲۵۰۰ کارګران په کار بوخت و. دا مجسمه د امريکا د آزادۍ مجسمې دوه … نور ولولئ
کلتور او هنر

ارجن کپور له خپله ځانه مشرې سره واده کوي‎

هندۍ رسنۍ وایي وتلی فلمي ستوری ارجن کپور او همدې سینما د مشهور اداکار ارباز خان پخوانۍ مېرمن ملائکه اروړا به ډېر ژر د یوه بل سره واده وکړي. ملائکه اروړا شاوخوا ۴۳ کلنه ده، د فلمي لوبغاړي ارباز خان پخوانۍ مېرمن ده چې اوس یې جلا شوي دي خو لا هم سره ښه دوستان دي. په دې وروستیو کې د دوی دواړو د مینې کیسې زیاتره د رسنیو سرټکي وي خو خپله دواړو تر … نور ولولئ
کلتور او هنر

ګلزار عالم؛ د پاکستان هغه پوځي چې د پښتنو د انقلاب هنرمن شو

ګلزار عالم د پښتو مشهور سندرغاړی دی. هغه د نورو ګڼو مشهورو سندرو ترڅنګ په کوزه پښتونخوا کې د پنجابي استبداد پر وړاندې د فخر افغان پاچاخان په مشرۍ د پښتنو د انقلاب ترټولو ډېر ځلیدلی هنرمن دی. په دې لیکنه کې د ګلزار عالم د ژوند او فن د معلوماتو ترڅنګ د دې معلومات درکوو، چې هغه څنګه د پاکستان له پوځه جلا او د پښتنو د انقلاب په مشهور هنرمن بدل کړ؟ هنر … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه نړیوال فلمونه چې د واقعیت په اساس جوړ شوي

تاسې به ډېر فلمونه لیدلي وي، خو په دې به نه پوهیږئ چې کوم یې خیالي او کوم یې واقعي کیسه لري. په دې مطلب کې ځینې هغه فلمونه درپېژنو، چې داستانونه یې واقعیت لري: The Aviator https://www.youtube.com/watch?v=fTgCeBjNDCk دا فلم د یوه مخکښ پیلوټ او فلم جوړونکي هاوارد هاکس د ژوند كیسه ده. هاوارډ په ۱۹۲۷ – ۱۹۴۷ کلونو کې بریالی فلم جوړونکی شو، خو د وسواس له وجې ې سخته دوره شاته پریښوده. یاد … نور ولولئ
په زړه پورې

د تازه مسلمانې شوې ایرلینډۍ سندرغاړې په شمول څو نوموتي کسان چې اسلام یې منلی

ایرلینډۍ مشهوره سندرغاړې شنیډ اوکونر د اسلام په مبارک دين مشرفه شوه او ویې ویل چې اوس یې د حق لاره ونیوله. په ۱۹۹۰مو کلونو کې د خپلې (نتهنګ کمپیئرز ټو یو) له امله مشهوره شوې سندر غاړې په خپل ټویټ لیکلي چې نوم یې بدل کړی او اوس یې نوم (شهداء ډيوټ) ده. په ټویټر کې نوموړې نوې مسلمانې شوې مېرمنې د مسلمانانو مننه اداء کړې او په خپله پاڼه یې یوه ویډیو خپره … نور ولولئ
کلتور او هنر

هغه کسان چې د ډپيکا او رنویر په واده کې به ځانګړي میلمانه وي

راتلوونکې نومبر میاشت د بالیوډ د مشهورې او ښکلې جوړې ډپیکا پډوکون د واده نېټه ټاکل شوې خو دا ځل ځکه د ټولو باور شوه چې د واده کارتونه یې په ټولنیزه مېډیا کې خپاره شوي. وړاندې ویل شوي ول چې ډپيکا پډوکون او رنویر سنګهـ په خپل واده کې یوازې ۳۰ مېلمانه غواړي او واده به یې هم د ايټالیا هېواد په یوه ښکلي ځای کې وشي. دواړو ډپيکا پډوکون او رنویر سنګهـ د … نور ولولئ
کلتور او هنر

کوژدن شوې ډپيکا پډوکون د فواد خان پر سترګو مئینه شوې !

د هندوستان د وتلي سینمایي ستورې ډپیکا پډوکون د بالیوډ د مشهور فلم لوبغاړي فواد خان سترګې خوښې شوي دي. ډپيکا پډکون ویلي، فلم لوبغاړی فواد خان خماري او زیاتې ښایسته سترګې لري. فواد خان د پاکستان د کامیابو فلمي ستورو څخه دی، چې نه یوازې په پاکستان بلکې په هندي فلمونو کې هم ډېر لیدونکي لري. تر پرنیتي چوپړا وروسته ډپیکا پډوکون دویېمه فلمي لوبغاړي ده چې د فواد خان مینواله معلومیږي. وړاندې تر … نور ولولئ
رسنۍ

نن د بنګله دیش د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د پیرلو بولي کیږي: ډېوېډ وارنر سېلهېټ لوبډلې سره لوبېږي

د بنګله دېش سوداګریزې سیالۍ، چې د ۲۰۱۹ م کال په جنوري میاشت کې پېلېږي، د لوبغاړو د اخېستلو او بولۍ مراسم یې د اکټوبر په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کېږي. په دغو لوبو کې مخکې له افغانستان څخه محمدنبي عیسی خېل، سمیع الله شینواری، شاپور ځدران، حمیدحسن، شهزاد او مجیب ځدران اخېستل شوي وو او سږ کال هم ښایي ډېر افغان لوبغاړي پکې وپېرل شي، خو دا به د یکشنبې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

2018 کال کې فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوښ او بورونډي تر ټولو ناخوښ هیواد

هر کال د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیا د حل لارو شبکه د نړۍ د خوشحالۍ راپور (World Happiness Report) وړاندي کوي چي په هغه کې د نړۍ په هیوادونو کې د خلکو د خوښۍ او هوساینې پر بنسټ هیوادونه درجه بندي کوي. ددې درجه بندۍ لپاره د ملي ناخالص تولید، د اوسط عمر د هیلمندۍ او خلکو ته برابرو شویو سهولتونه معیارونه په پام کې نیول کیږي. د نړیوالي خوښۍ/نېکمرغۍ په سږني راپور کي، … نور ولولئ
سپورټ

سمیرا اضغري ؛له اسیا څخه د المپیک د نړیوالې کمیټې تر ټولو ځوانه افغانه غړې

افغانستان هره ورځ له بدو خبرونو سره په څنګ کې ښه خبرونه هم لري. په دي خبرونو کې یوه موضوع، چې څو اونۍ د مخه باید زموږ د افغاني رسنیو او ورزشي قشر یو تر ټولو مهم خبر وای، خو له پامه لویدلی، دلته یې جزیات شریکوو: یوه څلیرویشت کلنه افغانه ښځه د نړیوالې المپیک کمېټې د نوې غړې په توګه ټاکل شوې ده. دا څوک ده؟ دغه مېرمنه سمیرا اضغري نومیږي. هغې له څو … نور ولولئ