په زړه پورې

د نړۍ هغه مشهورې څېرې چې په ۲۰۱۸ کې له دې نړۍ تللي

ژباړه: محمد عزيز پردېس ۲۰۱۸ کال هم د نورو کلونو په څېر پای ته ورسېد او همدرانګه دې کال کې د نورو کلونو په څېر ځينې مهمې پېښې وشوې چې په دې لېکنه کې به تاسو ته هغه مشهورې څېرې در وپېژنو چې د ۲۰۱۸ کال په ترڅ کې له دې نړۍ تللي: جان يانګ د ناسا پخوانی فضانورد چې ۶ ځلې يې فضا ته د فضايي بېړيو په مرسته سفرونه کړي و، د تېر … نور ولولئ
کلتور او هنر

سارا علي خان: ښه دی چې مور او پلار مې سره جلا شوي

د بالیوډ د کشري خان سیف علي خان لور او هندۍ سېنما ځوانه فلم ستورې چې تازه تازه د فلم نړۍ ته راغلې، وايي د خپلې مور او پلار په جداوالي تر اوسه هم خوښه ده. سارا علي خان تر دې مهاله په دوو فلمونو کې کار کړی خو په دغه دوو فلمونو کې د خپل هنر کمال ښودلی او د خپلو مینوالو په زیاتولو بریالۍ شوېده نو په همدې خاطر ورته د رسنیو هم … نور ولولئ
کلتور او هنر

سیف علي خان په خپل راتلوونکي فلم کې منفي رول لوبوي

د هندۍ سېنما کشري خان او مشهور فلم ستوری سیف علي خان هم په خپل راتلوونکي فلم کې د ویلن یا منفي رول لوبوي. سیف علی خان هم منلې چې په راتلوونکي فلم کې به منفي رول لوبوي او په خبره یې چې چمتوالی یې هم ورته نیولی. د هندوستاني رسنیو د رپوټ له مخې، سیف علي خان په نوي کال کې د یوه نوي رول سره راځي چې په کې به د یوه تاریخي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

بخښل داسې زده کړئ

ژباړه: عمران لمر ممکن په ځينو وختونو کې د نورو له خوا زيان ووينئ او يا د نورو له خوا ځورول شوي يئ؛ ممکن د نه جبران کېدونکو زيانونو سره مخ شوي يئ چې هيڅکله يې نه شئ هېرولی؛ په همدې خاطر ممکن چې تل د غوصې او کرکې له وجې تر فشار لاندې يئ. دا پېښې تقريباً له مونږ ټولو سره شوي دي؛ شايد له موره د تربيې د طريقې له وجې خفه يئ … نور ولولئ
افغانستان

متنازع خو وفادار ویاند؛ مرتضوي د غني لپاره د مرچو جوس وڅښه

بشر دروېش د ارګ په مخکینیو او اوسنیو ویاندویانو کې شاه حسین مرتضوي له دې کبله زیات مشهور او متنازع دی، چې د حکومت او شخصا ولسمشر زیاته دفاع او پر منتقدینو یې د نورو حکومتي ویاندویانو برعکس وخت په وخت لفظي بریدونه کوي. په تازه ورځو کې مرتضوي له جدي بحثونو وراخوا د یوه خصوصي تلویزون په یوه تفریحي پروګرام(کاکتوس) کې څرګند او ځینې ناویلې خبرې یې وکړې. په دې لیکنه کې د دې … نور ولولئ
کلتور او هنر

۲۰۱۸ د هندي سينما د خانانو لپاره ناکام کال

پر هندۍ سېنما راج چلوونکي درې واړه خانان په ۲۰۱۸ کال کې ښه ونه ځلیدل او ناکام فلمونه یې پر سېنما روښانه شول. عامر خان، سلمان خان او شارخ خان هغه فلم ستوري دي چې ډېر کله یې سېنما ته کامیاب او د ډېرې ګټې لرونکي فلمونه وړاندي کړي دي. ۲۰۱۸ کال د دغه فلم ستورو لپاره ځکه ښه نه وه چې یو هم ونه شو کولی خپل فلم کامیاب کړي او ناکام شول، په … نور ولولئ
سیاست

د امریکا هغه ولسمشر چې د موچي زوی و

ژباړه: محمد عزيز پردېس ابراهام لېنکلن د يو موچي زوی و. د هغه پلار به د مهمو سياسي څېرو بوټان ګنډل او جوړول. لېنکلن وروسته له کلونو کلونو هڅو څخه په دې وتوانېد چې د امريکا ولسمشر شي. هغه چې کله د سنا مجلس ته خپله لومړنۍ وينا کوله، نو د مجلس استازي ترې په دې خاطر خفه او ناخوښه و چې دی ولې ولسمشر شوی دی. د وينا څخه وړاندې د مجلس يو استازي … نور ولولئ
ادبیات

د دانش خوږه شاعري او د اورولو ځانګړی انداز

دا لور دې سکول ته بوځه ښه، په لور دې سبق ووایه په دې کې غیرت مه ګوره غیرت ته بلا لارې دي په کوزه پښتونخوا کې زما د خوښې شاعرانو له ډلې يو هم پروفیسور “بخت زاده دانش” صیب دی. دانش صیب د ډېرو داسې صفاتو څښتن دی، چې زه نه یوازې ترې متاثره یم بلکې کله کله مې رخه وشي، چې ولې داسې صفتونه زه نه لرم. یو صفت یې د شعر د … نور ولولئ
کلتور او هنر

د بالیوډ هغه ستوري چې اټکل دی روان کال به وادونه وکړي

روان نوی پيل شوی کال لکه څنګه چې د نورو خلکو لپاره د خوښیو او یادونو ډک یو کال وي دغه راز به د بالیوډ سېنما ځينې ستوري هم داسې یادونه او خوښۍ ولري چې د ژوند تر پای به یې یاد ساتي. تېر کال هم په هندي سېنما کې په ډېر شمېر سره مشهور فلم ستورو ودونه وکړل او خپلې مینې یې تر لاسه کړي، لکه: سونم کپور، ډپيکا پډوکون، رنویر سنګهـ، پریانکا چوپړا، … نور ولولئ
کلتور او هنر

عالیه بهټ، خپل پلار سره په یوه فلم کې له کار کولو څخه وېره لري

د هندۍ سېنما ځوانه تکړه فلم ستورې عالیه بهټ وایي، په خپل راتلوونکي فلم کې د خپل پلار یوځای د کارکولو څخه وېره لري. اټکل دی چې عالیه به په فلم (سړک۲) کې د خپل پلار مهیش بهټ سره یوځای په یوه فلم کې کار وکړي. عالیه بهټ د ګوتو په شمار د مشهور فلم ستورو څخه ده چې په لنډ وخت کې یې زیات شهرت موندلی او زیات مینوال یې ځانته پيدا کړي دي، … نور ولولئ