رسنۍ

پر نفس اعتماد څه دی؟ څنګه له منځه ځي او څنګه پیاوړی کیږي؟ – مُنزَّه غفورزۍ

ليکنه او څېړنه : مُنـــــزَّه غفــورزۍ اعتماد پر نفس پۀ خپل داخلي ځواک کې د اعتماد ، يقين او باور نوم دى . نړۍ چې څومره پۀ تېزۍ سره پر مخ درومي پۀ هماغه اندازه ستونزې زېږوي چې د هغوى امکاني حل پۀ ټولنه کې نۀ تر سترګو کېږي لۀ همدې امله لۀ خود اعتمادۍ ، جرأت او اولوالعزمۍ څخه کار اخېستل پکار دي. اعتماد پر نفس کوم خارجي عامل نۀ دى چې موږ يې … نور ولولئ
ادبیات

د شفېقې خپلواک ميين توري؛ د پښتو شعر نوی رنګ – کاینات سعادت

د کائنات سعادت لیکنه هغه مهال چې متن د وزن او قافیې له قیده د ازادېدو احساس له ځان سره راوړ نو په نړۍ کې ازاد شعر هم ساه واخیسته او وزېږېد، دغه بغاوت په شرقی ادبیاتو کې د شعر د کلاسیک ډول او څرنګوالي پر وړاندې نه و بلکې د شرایطو او وخت د ایجاب په سوب یې ځان د شرقي زیاترو ژبو برخه کړ. زما په نظر په دغه شرایطو کې تر ټولو … نور ولولئ
سینما او موسیقي

عامر خان د هالیووډ په یوه ریمیک فلم کې کار کوي

د هندي سینما تکړه او تجربه کار فلم ستوری عامر خان د هالیوډ یا انګلیش سینما په یوه ریمیک فلم کې کار کوي. د رپوټونو له مخې عامر خان به د بالیوډ سینما په هغه یوه فلم کې کار وکړي چې د هالیوډ د فلم ریمیک دی. ریمیک فلم هغه فلم ته ویل کیږي چې یو ځل وړاندې جوړ شوی وي، خو د یو څه زیاتونو سره یا په یوه تغیر سره بیا له سره … نور ولولئ
سینما او موسیقي

کرینه کپور د لومړي ځل لپاره عرفان سره په یوه فلم کې کار کوي

د هندي سینما د ځانګړي سبک څښتن اداکار عرفان خان د دغې سینما د ښکلې اداکارې کرینه کپور سره په یوه فلم کې راښکاره کیږي. د اردو نیوز خبرې ویپاڼې د خبر له مخې دوی دواړه به ډېر په یوه فلم سره جوړه راښکاره شي. د بالیوډ دغه مشهور اداکار عرفان خان لا ډېر وخت نه کیږي چې له وژونکي سرطان ناروغۍ بېرته راګرځېدلی. درې ورځې وړاندې د نوموړي تصویرونه په هوائي میدان کې لیدل … نور ولولئ
رسنۍ

اسراییلي سیاستوال: ایران مې هسې موبایل هیک کړی، کوم سیکس فلم مې پکې نه و

د اسراییلو مشهور سیاستوال بني ګنټس، چې په راتلونکو پارلماني ټانو کې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو مخکښ سیال دی، ایران یې ګرځنده موبایل هیک کړی. د استخباراتو خبرداری د اسراییلو دولت دا خبر د تېرې پنجشنبې ورځې په ماښام اعلان کړ. د ګنټس اړوند ګوند هم په هماغه ورځ تایید کړه، چې ایران د دغه سیاستوال ګرځنده ټلیفون هیک کړی دی. یاد شوي ګوند دا هم ویلي، چې وار د مخه د اسراییلو داخلي … نور ولولئ
ادبیات

کوه قاف

ليکوال: محمد ياسين اديب قاف د يوه غره نوم دی، خو دا غره له نورو غرونو سره ډېر توپير لري. کولی شو ووايو چې د قاف غره د نورو وړو غرونو مور ګڼل کيږي. د دغه غره د موقيعت په هکله راغلي، چې د نړئ په اخری سرحد کې چې « له هغه اخوا نور هېڅ نه دي او د نړۍ اخر دی» پروت دی يعنی قاف د دنيا په پای کې پروت دی. وايي … نور ولولئ
ادبیات

سل کاله یوازې توب؛ د دې نوبل ګټونکي ناول سریال جوړیږي

لیکنه: صادق طارق یوه مشهور نړیوال فلم جوړونکي کمپاني نتفلیکس ویلي، چې د نړیوال نوبل ګټونکي ناول( سل کاله یوازې توب) سریال جوړوي. دا ناول ګابریل ګارسیا مارکز، چې کولمبیایي لیکوال و، لسیزې وړاندې لیکلی. دغه ناول په ۱۹۸۲ کې د نوبل نړیواله جایزه ګټلې ده. نیویارک ټایمز ورځپاڼې څو ځله خپلو لوستونکو ته سپارښتنه کړې، چې له (جنسیس) کتاب څخه وروسته دغه ناول خامخا ولولي. ستونزمن مسولیت د هنري چارو نړیوالو شنونکو د دغه … نور ولولئ
سینما او موسیقي

امیتاب بچن د رنویر سنګ له اداکارۍ متاثره شوی

د هندي سینما تجربه کار او مشهور فلم ستوری امیتاب بچن وایي، هڅه یې وکړه چې د رنویر سنګ تقلید وکړي خو په کې پاتې راغی. امتیاب بچن وروسته له هغې د بالیوډ ددغه ځوان اداکار په صفت خوله پرانیسته چې تازه د رنویر سنګ فلم ګلي بوای نندارې ته وړاندې شوی. دا د رنویر سر په سر څلورم فلم دی چې په باکس افس کې کامیابیږي او ښه ګټه وټه کوي. د فلم ځینې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

سارا علي خان او کارتک ارین، په یوه فلم کې سره کار کوي

د هندۍ سینما ځوان او ښکلې اداکاره سارا علي خان د خپلې خوښې د اداکار کارتک ارین سره په یوه فلم کې کار کوي. د رپوټونو له مخې کارتک ارین او سارا علي خان به د بالیوډ د یوه پخواني فلم(لو اجکل ۲) کې کار وکړي. لو اجکل د بالیوډ د کشري خان سیف علي خان د لسو کالو پخوانی فلم دی چې هغه وخت یې ډېر مینوال هم لرل. اوس د دغه فلم په … نور ولولئ
سینما او موسیقي

کاناډايي سندرغاړی جسټن بیبر په ذهني فشار اخته دی، وايي له نړې یې زړه تور دی

د ځوان او مشهور کاناډایې سندرغاړی جسټن بیبر د روغتیايي وضعیت تر خرابېدو وروسته روغتون ته لیږدول شوی. جسټین بیبر د کاناډا ځوان سندرغاړی دی چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې مینوال لري. دغه ځوان هنرمند ویلي په سخت ذهني فشار اخته شوی او له همدې امله یې د مینوالو څخه د ځان لپاره د دعا غوښتنه هم کړې. جسټن بیبر په انسټاګرام کې خپل یو تصویر پورته کړی چې د یوه کنسرټ په … نور ولولئ