افغانستان

اپریل فول په افغانستان کې؛ افغانان څه ډول دروغ وایي، غبرګونونه څه دي؟

د اپریل لومړۍ ورځ په نړیواله کچه د دروغو په ورځ مشهوره ده. دا ورځ له ډېره وخته د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې خلک (د احمقانو ورځ) په نوم نمانځي. هلته اکثره حقیقت ته نیږدې دروغ ویل کیږي؛ داسې دروغ چې خلک باور ورباندې کوي. خو افغانان له دې ورځې سره څه کوي، څنګه دروغ وایي او دروغو ته یې عام غبرګونونه څه دي؟ د ټېکنالوژۍ اغېز په افغانستان کې د انټرنیټ له عامیدو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه لاملونه چې نجونې بې واده او مجردې پاتې کیږي

ژباړه او زیاتوونه: مریم محمدي یادونه: دا لیکنه عمومي ده، یعنې ځیني برخې ښایي په افغان ټولنه کې عملي نه وي، خو دلته یو پراخه یادونه شوې چې نړۍ کې یې له امله انجونې بې ودونو پاتې وي. کیدای شي ډیرې انجونې به مو لیدلي وي چې ژر واده نه کوي، هغوی شاید خپل دلایل او خبرې ولري، خو دا چې ولې زر واده نه کوي زموږ په نظر ځینې دا علتونه هم لري: لوړ … نور ولولئ
کلتور او هنر

سارا علي خان د لومړي ځل لپاره د ورون دهون په فلم کې

د بالیوډ سینما ښکلې فلم اداکاره سارا علي خان دا ځل د هندي سینما د ځوان او تکړه فلم ستوري سره په یوه فلم کې لوبیږي. اردو نیوز خبرې ویپاڼه وایي چې سارا علي خان د ورون دهون سره په یوه فلم کې غوره شوې ده. د معلوماتو له مخې دوی دواړه د پخواني یوه مشهور فلم په بیا نوې جوړېدونکي برخه کې سره یوځای کار وکړي. سارا علي خان د فلم نړۍ ته نوې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

مادهوري د عالیه صفتونه کوي؛ وايي د بهټ په لیدو ځواني وریادیږي

د بالیوډ سینما د تېر وخت ښکلې فلم ستورې مادهوري دکشت وایي د عالیه په ليدو خپله ځواني وریاديږي. مادهوري د عالیه بهټ نور صفت هم کړی او د هغې سینمايي ژوند یې هم ستایلی. ادردو نیوز خبري ویپاڼه وایي، مادهوري دکشت ویلي چې کله عالیه وګوري نو خپل تېر وخت وریادیږي او په خبره یې چې د خپل تېر سینمايي ژوند یادونه یې تازه کیږي. نوموړې د عالیه په تړاو دغه خبرې داسې مهال … نور ولولئ
سینما او موسیقي

راپورونه: پریانکا چوپړا او نک جونز سره بیلیږي

رپوټونه وایي چې د پریانکا چوپړا او نک جونز لانجې دومره لویې شوي چې خبره یې تر طلاقه رسېدلې، د دغه خبر په اورېدو د دوی مینوال حیران شوي دي. شا او خوا درې میاشتې وړاندې د ډسمبر په میاشت کې د واده په اړیکه سره تړل شوي د بالیوډ او هالیوډ سینما ښکلې هندۍ ستورې او امریکايي سندرغاړي نک جونز د واده تر اوسه فقط (۱۱۸) ورځې تیریږي، چې د دواړو تر منځ د … نور ولولئ
افغانستان

د ښځو وزارت لېواله نغمه: افغانان راسره مینه لري خو د مینې په چل نه پوهیږي

لیکنه: صادق طارق ښاپېرۍ نغمه هغه افغان هنرمنده ده، چې سندرو او ښایست یې د څو نسلونو زړونه وړي دي. هغه د وړو، زړو او ځوانانو ټولو خوښیږي. دا مینه دومره شدیده او سرعامه ده، چې ډېری خلک د یو چا د ښکلا د ستاینې پر وخت نغمه په مثال ورکوي او وایي پلانۍ د نغمې په شان ښکلې ده. د ښځو وزارت لېواله نغمه ښاپېرۍ نغمه په وروستیو کې کابل ته راغلې او څه … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

غوره ښوونکي دا مهمې ځانګړنې لري

ژباړه: صادق طارق ښوونه او روزنه یو پېچلی او له نازکیو ډک کار یا هنر دی. د دې کار سرته رسونکی( ښوونکی) باید د پوره پوهې ترڅنګ ګڼې نورې ښیګڼې ولري، چې په مرسته یې خپل زده کوونکي په پوره مانا ځانته جذب او سم یې وروزي. دلته به د غوره ښوونکي ۵۰ ځانګړنې درسره شریکې کړو: ـ د خپلو زده کوونکو اړتیاوې او ځانګړنې په ښه ډول پېژني. ـ د تدریسیدونکې موضوع پر محتوا … نور ولولئ
افغانستان

د ډیورنډ کرښې د لاسلیک کوربنه؛ کنډواله شوې چهلستون ماڼۍ رغول شوې او خلک تفریح ته ورځي

د کابل په لویدیځ کې د چهلستون شاهانه ماڼۍ، چې د امیرعبدالرحمان خان لخوا د ډیورنډ کرښې تړون پکې لاسلیک شوی او له دې اړخه ډېره مشهوره وه، له کنډوالې بیا په ماڼۍ بدله شوې او د کابلیانو په یوه جالب تفریح ځای بدل شوی. د نوي کال نمانځنه د سږني لمریز کال په لومړۍ ورځ ګڼو کابل ښاریانو په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو ملګرو او کورنیو سره اخیستل شوي هغه تصویرونه خپاره کړي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د سقراط لنډ او په زړه پورې نصيحتونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس ـ پاکه پوهه په ناپاکه زړونو کې ځای نه نيسي. ـ که غواړې نړۍ وپېژنې نو، خپل ځان وپېژنه. ـ يوازې يو خير شتون لري چې هغه پوهه ده او يوازې يو شر شتون لري چې هغه ناداني ده. ـ بشپړ انسان هغه دی چې دښمنان يې له هغه څخه په امان کې وي، نه دا چې ملګري يې ترې وډار شي. ـ نېکمرغه انسان هغه دی چې هر ناوړه کار … نور ولولئ
په زړه پورې

د یوټوب او فیسبوک نوی جنجال؛ د فرانسې مسلمانان او د امریکا کنګرې ورپسې اخیستې

د فرانسې د مسلمانانو شورا اعلان وکړ، چې د نیوزیلینډ پر جوماتونو د ترهګرو د برید په تړاو یې له فیسبوک او یوټوب شبکو څخه شکایت کړی. دغې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یادو شبکو د دغو بریدونو ویډیوګانې په ژوندۍ بڼه خپرې کړي او په دې توګه یې د ترهګرۍ ملاتړ کړی. د شکایت جزیات یادې شورا ویلي، چې دوی پخپل شکایت کې یادې شوې ټولنیزې شبکې د ترهګریزو اعمالو او نظریاتو … نور ولولئ