افغانستان

لينا علم د جګړې ضد کمپاين پيل کړی

د افغان سېنما مشهورې اداکارې لينا علم له خلکو غوښتي چې د جګړې ضد کمپاين کې برخه واخلي. هغې پر خپلې فيسبوک پاڼې په پښتو او دري ژبو باندې ځينې داسې الفاظ ليکلي چې د جګړې ښکېلې غاړي د زده کړو،پرمختګ او ځوان نسل د خوځښت مخه ونه نيسي. د جګړې د درېدلو غوښتنه يې کړې او يلي يې دي چې روان بحران ته بايد د خبرو اترو له لارې د پای ټکی کښېښودل سي. … نور ولولئ
سینما او موسیقي

باليووډ  کې د شاه رخ خان ۲۹ مزل له کوم فلمه راپیل شو؟ 

۲۹ کاله وړاندې یو ځوان ممبي ښار ته لاړه، چې غوښتل یې خپل خوبونه په رښتیا بدل کړي. کله به یې چې د خپلو لوړو هیلو په اړه نورو ته وویل نو ټولو به پرې خندا وکړه، خو هېڅ څوک پر دې نه پوهېدل چې شاه رخ خان د لوړو هیلو ترڅنګ د یو لوړ همت درلودونکی هم دی. د بالیووډ کینګ له خولې: ( کله چې ممبي ښار ته راغلم نو خپل ملګري ته … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د اروپايي نړۍ ۱۳ ځیرک/ نابغه انسانان

ژباړه ۱- چارلز دیکنز: د آی کیو کچه یې ۱۶۵ وه. لیکوال، شاعر، ټولنیز منتقد و. د ادبي شهکارونو له امله یې پېژندل شوی او شهکارونه یې دا دي: سترې هیلې، الیور ټویسټ، د کریسمس سندره، ډیویډ کاپر فیلډ. د نړۍ ستر رومان لیکونکی هم و. ۲-رافایل: د آی کیو کچه یې ۱۷۰ وه. د رنسانس دورې ایټالیايي وګړی، د دواینچي او میکل آنژ هممهالی، نقاش، معمار او د رنسانس دورې د درې ګونو سترو … نور ولولئ
سینما او موسیقي

شاهرخ خان ته د خپلې مور خاطره

پرون د شاهرخ خان د مور د ٨٠يمې کليزي سره برابره وه. کله چې شاهرخ خان ١٥ کلن وو ،پلار يې چې تاج محمد نومېدی وفات سو او مور یې لطیف فاطمه خان هغه مهال وفات سوه چې شاه لا باليووډ کې قدم نه وو ايښی او ٢٦ کلن وو. شاهرخ خان د خپلې مور هغه خاطره بیان کړې چې ده ته يې دده د وړتیا ډاډ ورکړی وو او د خلکو منفي خبري یې … نور ولولئ
سپورټ

د هلمند ورزش امريت سپورټي خبريالان وستايل

د هلمند د ورزش امريت او فوټبال فدراسيون د سپورټي خبريالانو سره د غونډې ترڅنګ د هغوی ستاينه هم وکړه. د جون دويمه د ورزشي خبريالانو د نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې د ورزش اړوند ادارو او ورزشي خبریالانو له لورې لمانځل کېږي. سږکال په افغانستان کې ددې ورځې لمانځل کم رنګه وه، خو تر تېرکال بيا ښه وو،ځکه د ورزش خبريالي تقريبا پدې هيواد کې نوې … نور ولولئ
ادبیات

انګلۍ څه ډول ژانر دی؟

افغانۍ ټولنه او په ځانګړي ډول د پښتني ژوند دودونه د ډېرو فولکلوري ژانرونو زېږنده ده، چې یو له هغې څخه د انګۍ په نوم ژانر دی. کله چې نجلۍ  ودېږي او د پلار له کور څخه رخصتېږي نو دا صحنه د هر چا لپاره خورا غمجنه وي، خو د خپلې نجلۍ لپاره چې د پلار له کور څخه ځي، او د خاوند کره به نوی ژوند جوړوي، ډېر دردونکې وي. په تېره بیا په … نور ولولئ
ژوند بڼه

عامرخان خپله دويمه مېرمن هم طلاقه کړه

د باليووډ سېنما نوښتګر او مشهور اداکار عامرخان او مېرمنې “کيرن” يې تر ١٥ کلن ګډ ژوند وروسته د جلاوالې پرېکړه وکړه. دوی په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې د ژوند يو بل پړاو ته داخلېږي او يو نوی سفر به پيلوي. دوی لیکي: ((پدې ښايسته ١٥ کلونو کې موږ د ژوند تجربې ، خوښۍ او خنداوې سره شریک کړې ، او زموږ اړیکو یوازې په باور ، درناوي او مینه کې وده کړې. … نور ولولئ
ژوند بڼه

د پرديو فرهنګونو دودېدو ځینې کسان جګړې ته هڅولي

افغانستان هغه هیواد دی، چې تر ډېره له بیګانه فرهنګونو څخه اغېزمن دی او دا اغېزې ورځ تر بلې زياتیږي – داچې ډېری افغانان د پردیو فرهنګونو د دودېدو پروړاندې حساس دي او پر وړاندې یې بېلابېل غبرګونونه ښیي، دا چې څه ډول غبرګون ښیي او دا غبرګونه زموږ د ټولنې لپاره څومره خطرناک دي،پ ه دې لیکنه کې يې ولولئ– زموږ ټولنه یوه ډېره حساسه ټولنه ده، د پردیو فرهنګ منل ورته ناممکن ښکاري، … نور ولولئ
ژوند بڼه

په باليوود کې د کرينا کپور ۲۱ کلن مزل

په باليووډ سېنما کې د کرينا کپور شل کلونه پوره سوه. کرينا کپور په ۱۹۸۰ز کې د سپټمبر په ‍۲۱مه په ممبی کې زېږېدلې او اوس د هندي فلمونو مشهوره اداکاره ده. دا د سېنما د پخوانيو اداکارانو راندير کپور او بابيتا لور ده ،کشره خور يې کريشمه کپور ده چې په باليووډ کې بريالۍ مخيينه لري. کرينا کپور په فلمي نړۍ کې په لسګونو ايوارډونه ګټلي چې د هغوی له ډلې څخه د فلمفير … نور ولولئ
افغانستان

فرهاد دریا: منظور پښتین د هر قوم استازولي کوي او د هر مظلوم په دفاع کې ولاړ دی

د هېواد مشهور سندرغاړي فرهاد دريا پر خپله فېسبوکپاڼه د پښتین ژغورنې غورځنګ مشر “منظور پښتون” په اړه ليکنه کړې. فرهاد دریا لیکلي وايي، حساس او له هيجاني وخت دى! د هرې سيمې له ګوټ ګوټ څخه د عدالت/ حق غوښتنې غږ پورته شوى. د ټولنو مظلوم پوړونه، قومونه او ملتونه ورځ تر بلې يو غږ کېږي. هغه ویلي: «د بشري حقونو لپاره په دې عدالت غوښتونکي متن کې د”منظور پښتين” په څېر نوم او … نور ولولئ