رسنۍ

لس اووريز لېګ څلورم پړاو کې شهزاد،ګېل او افرېدی يو ځل بيا لوبېږي

خبريال: مدثر دعوت د محمد شهزاد په ګډون د شل اووريز کريکټ غوره لوبغاړي په لس اووريز لېګ کې لوبېږي. د عربي اماراتو څلورم پړاو کريکټ ليګ د راتلونکې کال جنوري مياشتي په ۲۸مه پيليږي چې اته ورځي به دوام وکړي. پدې ليګ کې اته لوبډلې دي چي په دوو ګروپونو ويشل سويدي. هره لوبډله کوښښ کوي ترڅو د نورو کلونو هغه لوبغاړي يوځل بيا واخلي چې د دوی لپاره يې ښه پايله ورکړې وي، … نور ولولئ
افغانستان

 د ولایتونو ویاندویان ولي لرې شول او څه به کوي؟ د حکومت منطق او د خلکو غبرګونونه

راپور: بشر درویش د افغانستان حکومت پریکړه کړې چې د ټولو ولایتونو ویاندویان له خپلو دندو لرې او دا مسوولیت والیانو ته وسپاري. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: «پر ټولنیزو رسنیو کې د ولایتي ویاندویانو د بستونو لغوه کېدو په اړه ګونګوسې خپرې شوي. د ولایتونو ویاندویان په محلاتو کې زموږ پیاوړي همکاران دي، چې په سختو شرایطو او کمو امکاناتو یې د خپلو ادارو کړنې له ولس … نور ولولئ
رسنۍ

کريکټ بورډ: د اسټراليا سره ټيسټ لوبه شايد يوکال وروسته ترسره سي

خبريال: مدثر دعوت کريکټ بورډ وايي د افغانستان او اسټراليا ترمنځ يوازنۍ ټيسټ لوبه د راتلونکې کال په نومبر مياشت کې ترسره کېږي. روان ۲۰۲۰ز چې اوس يې وروستۍ سلګۍ دي د کرونا وېروس له کبله پکښې د ژوند د هر اړخ ترڅنګ څو مياشتې پرلپسې ورزش هم په ټپه ودرېدی،خو اوس داسي ښکاري چې هرڅه بيرته عادي حالت ته راګرځېدلي. د کريکټ د نړيوالې شورا د پلان سره سم باید د افغانستان او اسټراليا … نور ولولئ
اقتصاد

د ټېلېفون شارتۍ د ځوانې روسۍ نجلۍ ژوند واخيست

ژباړه: نسيمه محمدي اوليسيا سمينوفا، ٢٤ کلنه روسۍ نجلۍ د حمام کولو پر وخت، د چارچ سره موبايل، د برښنا د شارتۍ له امله ساه ورکړه. رسنيو د روسيې د بېړنيو خدمتونو د ادارې په حواله خبر ورکړى، چې داريا د اوليسيا هم اطاقې د نوموړى جسد په حمام کې موندلى دى. داريا ويلي: “چيغې مې کړې، هغه مې وښوروله، خو بدن يې بېرنګه او الوتى وو، ساه يې نه اخيسته او د ژوند هېڅ … نور ولولئ
په زړه پورې

هند او پاکستان د خبريالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو په نوملړ کې

د خبريالانو نړيوال فدراسيون په یوه راپور کې د هند او پاکستان په ګډون د نړۍ پنځه هېوادونه د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناکه هېوادونه اعلان کړل. د هندوستان ټایمز په حواله؛ د ۲۰۲۰م وروستیو شپو ورځو رارسېدلو د خبريالانو نړيوال فدراسيون یا اف جي اف په يوه راپور کې د پاکستان او هند په ګډون پنځه هېوادونه په نړۍ کې د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناکه هېوادونه وبلل. د دغه راپور پر بنسټ، د … نور ولولئ
افغانستان

خبریالان: د هلمند کرکیټ لوبغالی دې د شهید الیاس داعي په نامه سي

خبریال: فضل الله فضلي د جنوب غرب حوزې خبریالان او ولس د افغانستان کرکیټ بورډ څخه غوښتنه کوي، چې د هلمند کرکیټ لوبغالی دې، د شهید الیاس داعي په نوم ونومول سي. همداراز د یادي حوزې ورزشي خبریالان هم غواړي، چې د شهید الیاس داعي د تل پاتې یاد او کړو خدمتونو په پار دې د هلمند کرکیټ لوبغالی د ازادۍ راديو د پخواني خبريال ارواښاد الیاس داعي په نامه سي. الياس داعي د نومبر … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د نړۍ ځینو هېوادونو کې انسټاګرام له ستونزو سره مخ شوی

ژباړه: عایشه حیدري د اینسټاګرام کاروونکي د روسیې په ګډون د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د انسټاګرام د له کاره لوېدو خبر ورکوي. د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د Downdetector سایټ د معلوماتو پر بنسټ چې د انسټاګرام کارونه او د انسټاګرام په چوپړونو کې ستونزې څاري، د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د انسټاګرام کارونه له ستونزو سره مخ شوې او دغو ستونزو په اړه د اینسټاګرام د کاروونکو له لوري راپور … نور ولولئ
په زړه پورې

سعودي پر خپلي هوايي فضاء اسرائیلي الوتکو ته اجازه ورکړه

خبریال: فضل الله فضلي تېره شپه د سعودي عربستان حکومت پر خپلي هوايي فضاء اسرائیلي الوتکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړه. اسرائیلي تجارتي الوتکي به نور عربي متحده اماراتو ته د سعودي عرب پر هوايي فضاء تېریږي او هلته به ځان رسوي. ددې پریکړي وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: موږ وکولای سول، چي د سعودي عرب او اسرائیلو ترمنځ دغه ستونزه حل کړو او دوی پخلا کړو. لدې پریکړي سره سم، اسرائیل … نور ولولئ
رسنۍ

ښځينه کريکټ او افغانستان

ليکوال: مدثر دعوت د کريکټ په بشپړ غړيتوب لرونکو هيوادونو کې يوازنی هيواد چې تر اوسه د ښځينه کريکټ رسمي لوبډله نلري هغه افغانستان دی. له بله اړخه د افغانستان د نارينوو کريکټ لوبډله هم د هغو هيوادونو په وړاندې چې موږ يې سيالان يوو او اوږه ورسره وهلای سو ډېره ځوانه ده. د هيواد په ګوټ ګوټ کې اوس هم د کريکټ په وړاندې ډېر منفي ذهنيتونه شتون لري، څوک يې د شيطان،څوک يې … نور ولولئ
افغانستان

د کورنیو چارو وزارت: طالبانو تر اوسه نېږدې ۵۰ خبریالان وژلي دي

  راپور: نسیمه محمدي د کورنیو چارو وزارت، پنجشنبه د نوامبر دولسمه اعلان وکړ، چې د طالبانو له لوري د وژل شویو خبریالانو شمېر پنځوس تنو رسېږي. د دغه وزارت ویاند، طارق آرین په یوه ټوېټ کې ولیکل: “د الیاس داعي په مړینې سره، د طالبانو له لوري د وژل شویو خبریالانو شمېر نېږدې پنځوس تنو ته ورسېد.” آرین زیاته کړه: “تاریخ به هېڅکله دا جنایتونه هېر نکړي. طالبانو دومره جنایتونه زېږولي، چې هېڅ ډول … نور ولولئ