رسنۍ

د هند دوه لوبغاړي په خپرونه کې د بداخلاقو خبرو له امله، سیریز نه محروم شول

د هندۍ کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر هارډېک پانډیا او د همدې لوبډلې پیلوونکی لوبغاړی لوکېش راهول د لوبو څخه د خپلې ژبې له امله محروم شول. پانډیا د هندوستان یوې رسنۍ سره د شو یا خپرونې پر مهال د جنسیتي یا بد اخلاقو خبرو د نیوزیلېنډ خلاف له لوبلړۍ لرې کړل. هارډېک پانډیا او راهول دواړه د تلویزیوني خپرونې چلوونکي کرن جوهر سره په خپرونه کې مېلمانه وو، چې د خپلې مینه ناک ژوند او … نور ولولئ
ټیکنالوژي

که د خپل فیسبوک د (User Name) او (Password) خوندي کول غواړئ، نو داسې وکړئ

ژباړه: سیداغا حیران د فېسبوک کارن لپاره په زړه پورې معلومات؛ په اوسني وخت کې د نورو اپلیکیشنو په نسبت تر ټولو زیات د فېسبوک اپلیکیشن کارول کېږي؛ حتا تاسي هم تر ټولو زیات پرهمدې میډیا تم یاست. د دې اپلیکیشن د لا ډاډمن امنیت لپاره مهمي برخې په نظر کې ونیسئ؛ ځکه، چې څوک ونه کړای شي چې ستاسي د فېسبوک کارن او پټ نوم باندې برلاسی شي. زه به درته دا وښیم، چې … نور ولولئ
افغانستان

متنازع خو وفادار ویاند؛ مرتضوي د غني لپاره د مرچو جوس وڅښه

بشر دروېش د ارګ په مخکینیو او اوسنیو ویاندویانو کې شاه حسین مرتضوي له دې کبله زیات مشهور او متنازع دی، چې د حکومت او شخصا ولسمشر زیاته دفاع او پر منتقدینو یې د نورو حکومتي ویاندویانو برعکس وخت په وخت لفظي بریدونه کوي. په تازه ورځو کې مرتضوي له جدي بحثونو وراخوا د یوه خصوصي تلویزون په یوه تفریحي پروګرام(کاکتوس) کې څرګند او ځینې ناویلې خبرې یې وکړې. په دې لیکنه کې د دې … نور ولولئ
ادبیات

د دانش خوږه شاعري او د اورولو ځانګړی انداز

دا لور دې سکول ته بوځه ښه، په لور دې سبق ووایه په دې کې غیرت مه ګوره غیرت ته بلا لارې دي په کوزه پښتونخوا کې زما د خوښې شاعرانو له ډلې يو هم پروفیسور “بخت زاده دانش” صیب دی. دانش صیب د ډېرو داسې صفاتو څښتن دی، چې زه نه یوازې ترې متاثره یم بلکې کله کله مې رخه وشي، چې ولې داسې صفتونه زه نه لرم. یو صفت یې د شعر د … نور ولولئ
رسنۍ

تېر ۲۰۱۸ کې د نړۍ ۱۰ مهمې پېښې

راپور: محمد عزيز پردېس تېر ۲۰۱۸ کال کې نړۍ د مختلفو پېښو شاهده وه. سياسي، هنري، ورزشي… مختلفې پېښې د رسنيو لپاره د خبرونو سرټکي و. ډېری مهمو نړيوالو رسنيو د ۲۰۱۸ کال په ترڅ کې يې د نړۍ ۱۰ مهمو پېښو په اړه ډول ډول راپورونه خپاره کړي دي چې دلته يې غورچاڼ تاسو سره شريکوو: ۱) سږکال د يمن هېواد د نړۍ د سترو قدرتونو د تقابل لپاره د جګړې تود ډګر و، … نور ولولئ
رسنۍ

په ننګرهار کې د رسنیز جام سیالۍ پیلیږي !

د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ورزشي خبریالانو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ رسنیز جام په نوم ۱۰ اوریزه سیالۍ پیلیږي.  ننګرهار چې افغانستان کې د کرکټ لوبې کور په نوم یاديږي، پکې بې شماره د کرکټ مینه وال، لوبغاړي او د دغه لوبې یو شمیر خبریالان هم شتون لري، چې ډیر کله په دې ولایت کې په مختلفو نومونو سره د کرکټ سیالۍ ترسره کوي.  د رسنیو او کرکټ اړیکه خورا … نور ولولئ
په زړه پورې

که د موبایل لوکیشن مو بند هم وي، بیا هم فیسبوک ستاسې ځای معلومولی شي

د یو څه نویو معلوماتو له مخې فیسبوک پوهیږي چې تاسې چېرته یې، سره له دې که ستاسو د موبایل لوکیش اپشن (د موقیعت نښه) هم بنده وي. د ټولنیزو رسنیو کارونکي همېشه د پابندیو په تړاو فکر کوي او محتاط وي خو اوس داسې معلومات خپاره شوي چې فیسبوک پر خپل کارونکو په هر حال کې نظر ساتي که یې لوکیشن بند وي یا خلاص. د ساینس او ټیکنالوژۍ څارونکي ادارې ګزموډوني په خپل … نور ولولئ
رسنۍ

راشدخان غواړي چې یو ځل بیا بېګ باش کې د ټورنمنټ غوره بالر شي!

د اسټرالیا سوداګریز کرکټ لیګ بېګ باش د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ شا او خوا ماسپښین یوه بجه د اته لوبډلو په ګډون پیل شو. د دغه لیګ پرانېسته د اډیلایډ سټرایکرز چې له افغانستان څخه پکې راشدخان ارمان لوبېږي، له برېسبېن هیټ لوبډلې، چې مجیب ځدران ورسره لوبېږي، په لوبه وشوه. لوبه د برېسبېن هیټ لوبډلې په هوم ګراونډ یا کورني لوبغالي ګابا کې ترسره شوه، د لوبې پچه … نور ولولئ
رسنۍ

د سارا علي خان د کامیاب فلمي ژوند پيل،باغي۳ فلم کې ورته د کار کولو وړاندیز شوی

د خپل لومړي فلم څخه شهرت موندونکې او کامیابې ځوانې اداکارې سارا علي خان ته باغي فلم په دریمه برخه کې د کار کولو وړاندیز شوی. د باغي فلم لارښود او جوړونکې پرېکړه کړې چې (باغي۳) فلم کې به د فلم د مرکزي رول سارا علي خان ته ورکړي. د هندوستانۍ سېنما د کشري خان سیف علي خان لور سارا علي خان په خپل لومړي فلم (کیدرتاتهـ) کې د ښه کار کولو له امله شهرت … نور ولولئ
افغانستان

مرتضوي: طلوع تلویزون په قصدي توګه د لاجوردو د پروژې په خلاف پروګرام پیل کړی

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي، د ارمان راډیو سره په مرکه کې ددې راډیو او د ورسره تړلي طلوع تلویزن چلوونکې تورن کړل چې د لاجوردو د لارې د پرانیستو پروژه کې یې د ملي ګټو خلاف لوری نیولی. او ددې پروژې د تخریب لپاره په قصدي توګه کار کوي. د ولسمشر دا ویاند وروسته له هغې په طلوع تلویزون او ورسره تړلو رسنیو توندې نیوکې کوي چې دې … نور ولولئ