رسنۍ

ویرات کوهلي شل زره منډې پوره کړې

لیکنه: بهار سمسور کوهلي د کریکټ د نړۍ هغه نوم دی چې نیږدې د هر بل کریکټر،مبصر،کریکټ څارونکي او کریکټ مینوال په خوله دی. کوهلي کم و زیات لس/یولس کاله کیږي چې د هند کریکټ ملي لوبډلې لپاره لوبیږي. کله چې په لومړي ځل دی د هند ملي لوبډلې ته راغی،په اولنیو څو لوبو یې کریکټ مینوال پر ځان رامات کړل. سم د واره ورته د دوهم سچن ټنډولکر نوم ورکړل شو، پخواني هندي بهترین … نور ولولئ
رسنۍ

کرکیټ؛ د نړیوال جام وروسته، د افغانستان راتلونکي نړیوالي لوبي معلومي سوې.

د افغانستان کرکیټ بورډ تازه خبر ورکوي، چي ملي لوبډله به د روان عیسوی کال د سپټمبر په میاشت کي بنګله دېش ته ولاړه سي او هلته به د مثلث په نامه د شل اوریزو لوبو درې اړخیز سریز کي ونډه واخلي. په دې درې اړخیز سریز کي به بنګله دېش کوربه وي او د زیمبابوې ترڅنګ به درې سره لوبډلي یو د بل پر وړاندي شل اوریز سریز ترسره کړي. په یاد سریز کي … نور ولولئ
رسنۍ

پاکستاني ټلویزون کې د بحث میلمنو یو بل څملولي

د پاکستان په یو ټلویزوني چینل کې د بحث دوه میلمانه سره ګرم شول، او د خپرونې پرمهال یو بل سره غېږ په غېږ شول. د کراچې په ټلویزوني چینل کې د (افتاب مغیری سره د نیوز لاین) په نوم پروګرام کې د اصف زرداري په نیول کیدو او د فساد په ضد د اوسني حکومت په هڅو بحث روان و. په بحث کې دوه میلمانه، چې يو يې د عمران خان د ګوند (پاکستان … نور ولولئ
رسنۍ

خوست: د ورزشي خبریالانو په نوښت د کریکټ سیالۍ پیل شوې

په خوست کې زما ښار کریکټ لیګ تر عنوان لاندې د ځایي انځوریزو، غږیزو،چاپي، ملي او نړیوالو رسنیو د خبریالانو تر منځ د کریکټ سیالۍ پر خوست خصوصي کریکټ لوبغالي پیل شوې. دغه لوبې د خوست ورزشي خبریالانو په هلوځلو سره تر سره کیږي، چې مالي ملاتړ یې د خوست ښاروالۍ پر غاړه لري. له دغه ټورنمېنټ څخه هدف د خبریالانو تر منځ د غوره اړیکو رامنځ ته کول او هم ښاریانو ته د ښاري … نور ولولئ
افغانستان

زما اوزګارتیا ؛ دوو نوماندانو څه کار راکوه؟ – مصطفی سالک

په ټولنیزو رسنیو کې کله کله د یو شمیر نوماندانو پلویان د یو شمیر نورو نوماندانو منډ پالي په دې تورنوي چې ګواکې د پیسو په مټ یې ددغه رسنیو ګن شمیر کاروونکي په دې ګمارلي چې د خپل نوماند هره چاره تاید او بل نوماند وغندي، زه دا چلند تایدوم لږ تر لږه د دوو نوماندانو د ټاکنیزو منډو ترړو دفترونو رارسره اړیکه نیولې چې دواړو خپلې غوښتنې لرلې. یو نوماند راته وړاندیز وکړ … نور ولولئ
افغانستان

مرتضوي: د خره شیدې مې نه دي څښلي، کچالو خوړلو سیاست ته راوستم

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي، چې ډېر وخت د حکومت د منتقدینو د ټوکو ټکالو او هم توندو نیوکو هدف وي، په یوه تفریحي خپرونه کې خپله هم له ټوکو ډکې خبرې وکړې. نوموړی د طلوع تلویزون د شبکه خنده طنزیه ډلې په یوه اختریزه خپرونه کې مېلمه و. د خره شیدې او کچالو له شاه حسین مرتضوي څخه په دغه خپرونه کې وپوښتل شول، چې سیاست ته یې څنګه مخه کړې … نور ولولئ
افغانستان

د ټولنیزو رسنیو زور

پرون په ټولنیزو رسنیو او ځانګړي ډول فیس بوک کې یوه داسې ویډیو لاس په لاس کیده چې یو تن افغان پولیس د پاکستان د سفارت مخې ته یو سپین ږیري افغان په ځمکه راولي او څو تنه نور هم وهي. د ویډیو خپریدلو افغانان او په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو کاروونکي راوپارول او له کورنیو چارو وزارته یې وغوښتل چې پولیس ونیسي او محاکمه یې کړي. څو ساعته وروسته کورنیو چارو وزات پولیس … نور ولولئ
ټیکنالوژي

چین ته بل ګوزار: فیسبوک او انسټاګرام به نور په هواوي موبایلونو کې کار ونه کړي

فیسبوک وایې تر دې وروسته به د هوایې موبایلونو لپاره نوي خدمات نه وړاندې کوي او په نوي هواوي موبایلونو کې به د فیسبوک او انسټاګرام اپلیکشنونونه هم کار نه کوي. دا هواوي موبایلونو ته دویم لوی تاوان دی چې رسیږي تر دې وړاندې د ګوګل لټون ماشین هم د هواوې سره د خپل کاروبار د بندولو خبر ورکړی و. خو اوس دا ځل فیسبوک په راتلونکي کې د هواوي په موبایلونو کې د خپل … نور ولولئ
رسنۍ

افغان کرکټ بورډ؛ ډلبازي او بې تدبیره اقدامات یې

د افغان کرکیټ بورډ او د ملي لوبډلي رامنځ ته کېدل شاوخوا دوه لسیزې کیږي، خو لا هم له کرکیټ بورډ څخه لوبغاړي او ملت ناخوښه دي. کرکیټ بورډ یو ملي اداره ده، خو پدې لسو کلنو کي د خصوصي او ډلییزو کړیو لخوا راچاپېره سوې، څوک یې یوې خوا او څوک یې بلي خواته کشوي، خو لوبغاړي ددې کړیو لوی قربانیان دي. په بورډ کي د اختلافاتو له امله راشدخان، محمد نبي، شهزاد، اصغر … نور ولولئ
رسنۍ

د ملی یووالي حکومت د افغانستان د اقتصاد لپاره څه وکړل ؟

لیکنه : عصمت الله کریمی د ملي یووالي حکومت په داسي وخت کي په کار پیل وکړ چي افغانستان د نړیوالو ځواکونو او مرستندویه ټولنو ډیر کم ملاتړ له ځان سره درلود، بل خوا، د انتخاباتو شپږ میاشتي ځڼډ او د لسګونه مرستندویه موسسو د کار پریښدولو د افغانستان اقتصاد ته ضربه ورکړې وه. خلک بیکاره شوي وه، زیات شمیر خلکو وطن پریښود او اروپا او نورو سیمو ته کډه شول، داخل کي پانګونه هم … نور ولولئ