رسنۍ

عراقيانو د دجلې ټلويزيون ودانۍ ته اور اچولی

خبريال: مدثر دعوت د عراق خلکو پر ځايي تلويزيوني شبکې “الدجله” حمله کړې او ودانۍ ته يې اور اچولی. د مالوماتو له مخې د دجلې ټلويزيون په ځينو خپرونو کې د عاشورا په ورځ سندري نشر سوي وې نو ځکه يې خلک په خښم کړي. عامو خلکو رسنيو ته ويلي چې دې ټلويزيوني شبکې د عاشورا د ورځې حرمت ته هيڅ درناوی ندی کړی او د سندرو ترڅنګ يې د فحشا خپرونې هم وړاندي کړي. … نور ولولئ
رسنۍ

د سېنما د نړۍ مشهور لوبغاړی ومړ

خبريال: مدثر دعوت د سېنما د نړۍ مشهور لوبغاړی چادويک بوزمن مړ سو. چادويک ارون بوزمن چې ليکوال،لارښود او د سېنما ستوری وو ،د سرطان ناروغۍ سره د څو کلونو مبارزې وروسته ومړ. نوموړي ۱۷ کلونه په مسلکي ډول سېنما کې تېر کړه،د مارول سېنمايي نړۍ کې د بلک پنټر رول درلودی چې د هاليووډ د مشهور ترینو فلمونو څخه وو. د چادويک د مرګ خبر د هغه د کورنۍ لخوا خپور سو،دوی ويلي چې … نور ولولئ
رسنۍ

د فرانسې حکومت: هر څوک مجبور دی چې ماسک وتړي!

خبريال: مدثر دعوت د فرانسې لومړي وزير اعلان کړی چې ددې هيواد هر وګړی باید ماسک وتړي. د نړۍ اکثرو هيوادونو کې د کرونا وېروس مثبتې پيښې مخ پر کمېدو دي خو ځيني هيوادونو کې لا هم دا وېروس په شدت سره په ډېرېدو دی. د امريکا متحده ايالات،برازيل،هندوستان، سويلي افريقا او روسيه هغه هيوادونه دې چې تر بل هر هيواد د کرونا وېروس له کبله ډېر ځپل سوي دي. فرانسه د هغو هیوادونو په … نور ولولئ
رسنۍ

يو چينايي زده کوونکې خپل مور او پلار د انګلستان د سفر پخاطر وژلي

خبريال: مدثر دعوت یو زده کوونکې هغه وخت خپل پلار او مور ووژله کله چې دی د انګستان د سفر څخه منع کړ. د هوانګ ميونګ مور په هغه پوهنتون کې پروفيسوره وه چې ده پکښې زده کړې کولې او پلار يې مدافع وکيل وو. په انګلستان کې د کرونا وېروس له امله د قرنطين تر پايته رسېدو وروسته هوانګ غوښتل چې بيرته انګلستان ته ولاړ سي خو مور او پلار يې منع کړی وو. … نور ولولئ
رسنۍ

د ورزش او سېنما اړيکه: سرېش رينا د سوشانت لپاره د عدالت غوښتنه کړې

خبريال: مدثر دعوت سرېش رينا د سوشانت سينګ راجپوټ لپاره د عدالت غوښتنه کړې او وايي چې تاسو به تل زموږ په زړونو کې اوسئ. د هندوستان کريکټ پخواني لوبغاړي سرېش رينا د باليووډ سېنما د مړ سوي اداکار سوشانت سينګ راجپوټ لپاره احساساتي ياداښت ليکلی او ويلي يې دي چې د باليووډ وتلی لوبغاړی يو رښتنی الهام دی او هغه به تل د خلکو په زړونو کې ژوندی وي. د سوشانت مړی چې د … نور ولولئ
اقتصاد

د ټیک ټاک له لارې د پيسو ګټل؛ یو شمیر پاکستاني ستوري د خپل عاید کیسې کوي

په مجازي نړۍ یا اپلیکشنونو کې نن سبا ټیک ټاک په نړۍ کې ډېر مینه‌وال لري. ډېری ځوانان او پیغلې دا اپلکشن کاروي. هر څوګ کوښښ کوي چې د دغه اپلکیشن له لارې ځان ته مینه‌وال راټول کړي. د خپلې پاڼې تلپاتې او دایمي مینه‌وال وساتي. ځینې پیغلې او مېرمنې د خپل حسن په جادو سره غواړي د دغه اپلکشن له لارې خلک متاثره کړي، د دوی تلپاتې مینه‌وال پاتې شي. ځینې نور؛ د نورو … نور ولولئ
افغانستان

افغان فلم د غازي امان الله خان په اړه مستند فلم نندارې ته وړاندي کوي

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان جوړ سوی فلم د کابل په سينماو کې نندارې ته وړاندي کېږي. د افغان فلم رئيسي صحرا کريمي پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې غواړي د افغان فلم له لوري د شاه غازي امان الله خان په اړه مستند فلم د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د ۱۰۱مې کليزي په وياړ په پلازميني کابل کې نندارې ته وړاندي کړي. نوموړې په خپل … نور ولولئ
خوندیتوب

په بیت المقدس کې د فلسطینیانو لپاره د کور جوړول ناممکن شوي

ژباړه: نسیمه محمدي وروسته له هغې چې اسرايیلو په ۱۹۶۷م کې وکولای شول، بیت المقدس ونیسي او پر ټول ښار خپل کنټرول تحمیل کړي، اوس تل آویو له څه مودې راهیسې، په دې ښار کې د میشتو فلسطینیانو د جوړښت د بدلون په لټه کې دی او هڅه کوي په بېلابېلو پلمو سره فلسطینیان د بیت المقدس پرېښودلو ته اړ باسي. د همدې سیاست تر سیوري لاندې، ۳۲۰ زره فلسطینیان چې د بیت المقدس پېژندپاڼې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

عربي اماراتو کې ۷۵۰ کیلوګرامه نسوار او قاچاق کوونکی یې نیول شوي

لیکنه: مهر تاج د عربي اماراتو پلازمېنه ابوظبی کې ٧٥٠ کیلوګرامه نسوار او قاچاق‌کوونکي ونیول شول. د متحده عربي اماراتو پلازمېنه ابوظبی کې، دا نسوار یو کس په ډېر ماهرانه ډول په یوه ټانکر کې ځای پر ځای شوي ول. د پولیسو په وینا د نسوارو قاچاق‌کوونکی نیول شوی او دی به د ممنوعه توکو د لېږد په تور، محکمې ته ور وپېژندل شي. د یادونې وړ ده چې ابوظبي کې نسوار منع دي او … نور ولولئ
رسنۍ

د هند مشهوره سېنمايي ننداره لغوه سوه

خبريال: مدثر دعوت د ممبی فلم شوو نه ترسره کېږي. په هند کې د کرونا وېروس د ډېرښت له کبله د ممبی ۲۲مه نړيواله ننداره سږکال نه ترسره کېږي او ۲۰۲۱ز ته وځنډول سوه. د ممبی د متحرکو انځورونو اکاډمي ( MAMI) چې په هند کې د لويترينې نندارې پرانيستونکې ده ، د کرونا وېروس د ډېرېدو او پدې هيواد کې شاوخوا دوه ميليونه د کرونا ناروغانو ته د رسېدو په خاطر ياده ننداره لغوه … نور ولولئ