ادبیات

ولسمشر، ټپه او موږ

زاهده پام کوه چې بیا ټپې ته بد ونه وی ملاله وګوره په يوه ټپه میوند اخلي خبره د ټپې څه ده، چې ولس ترې لویه ډنډوره جوړه او ولسمشر یې پرې محکوم کړو. بېشکه چې هر ملت خپلې حماسې لري، او دغه حماسې د ملت د فرد فرد په خوله باندې تکراریږي، په ښار او بانډو کې پرې خلک پوهیږي، د اړتیا پربنسټ پرې استدلال کوي، د افغان خاوري هم دغسې حماسې زیږولي دي، … نور ولولئ
ادبیات

اختر او خوندورې ټپې؛ موږ هم راخیستې، تاسې یې هم راولیکئ

راټولونکې: مریم شریفي پښتو ژبه کې لنډۍ هغه ولسي ادب دی چې شاعر يې معلوم نه وي او د هر حساس پښتون او حساسې پښتنې د احساساتو هنداره باله کیږي. افغانان بیا په تیره پښتانه خپل د خوښیو مراسم په ټپو او لنډیو لا ښکلی کوي. کله کله داسې هم وي چې زموږ په ټولنه کې چې شرم او حیا لوپټه خوره ده، بیا مينان د خپل زړه خبره په ټپو کې یو بل ته … نور ولولئ
ادبیات

ملى بيرغ – شپنه سلګۍ

زمونږ روح دى زمونږ ځان زمونږ بيرغ دى د خپل ځان نه مونږ ته ګران زمونږ بيرغ دى دي زمونږ بيرغ کې پټ زمونږ روحونه په روحونو کې مو پټ دې بيرغونه مونږ په دې بيرغ کې لوستې کتابونه کتابونه،کتابونه تاريخونه غنچکونه،ګلابونه بهـــارونه هر افغانه هر افغان زمونږ بيرغ دى زمونږ ټول افغانستان زمونږ بيرغ دى ****** دا بيرغ دې تل په ټول وطن رپيږي دا بيرغ دې د هر چا په زړه وريږي دا … نور ولولئ
ادبیات

د کرکټ اړوند د یوې افغانې مېرمنې کتاب چاپ شو!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د پلوشې عمري په نامه یوې هلمندۍ مېرمنې د «کرکټ د بیټ او بال لوبه» په نامه څو میاشتې وړاندې د کرکټ اړوند کتاب لیکلی و، چې اوس تازه چاپ شوی دی. دا کتاب چې پلوشې عمري په ۸ میاشتو کې لیکلی، کابو په ۱۳۰ پاڼو کې یې د کرکټ په اړه بېلابېلې لیکنې کړې دي. کرکټ د بیټ او بال لوبه په نامه دې کتاب کې پلوشه عمري د کرکټ د … نور ولولئ
ادبیات

 بریالیتوب پیل؛ یو څو جوړوونکې خبرې یې

لیکنه: ملیحه ناصري د « بریالیتوب پیل» کتاب روبېن شرما لیکلی او ګلاب بهار پښتو کړی دی. روبېن شرما هغه لیکوال دی چې ډېری وخت داسې کتابونه خلکو ته وړاندې کوي چې ذهناً د مثبت اندۍ پر لوري بلنه ورکوي او هڅوونکي دي. دی هندي الاصله کاناډايي لیکوال دی. که څوک یې نوی له نوم سره اشنا شي، داسې ورته ښکاري چې د هند دی؛ خو چې انځور یې وویني، بیا پوهېږي چې نه، کاناډايي … نور ولولئ
ادبیات

راځئ نه مرو! — عصمت الله صالح

که له ما څخه څوک وپوښتي چې سږ کال دې په لوستو کتابونو کې کوم ډېر خوښ شوي، ضرور به ورته وایم چې «راځئ نه مرو!» او «ځوان زخمي پاچا» بې له شکه چې نن سبا ډېر کتابونه لیکل کېږي؛ بېلابېل فکرونه را پښتو کېږي، مګر له لوستلو وروسته خورا لږ د ذوق وړ کېږي. مګر ذوق لکه کټ مټ مایع، چې ژوند ته په کتو یې هېڅ ثابت شکل نه لیدل کېږي، مانا ژوند … نور ولولئ
ادبیات

خیالي وزرې

لیکنه: نسیمه محمدي خپلو وزرو ته مې په ځیر ځیر وکتل، هوا ته د پورته کېدلو هڅه مې وکړه، ورو ورو پورته کېدم. ما د خپلې ځوانۍ له دورې او د زرینو وزرو پوره خوند اخیست. ورېځې مې کش او سترګې مې د ځمکې په لور کږې کړې. زما او د ځمکې په منځ کې به د شل- پنځه ویشت مترو په اندازه واټن وو. ټول خلک د کورونو څخه د راوتلو په حال کې … نور ولولئ
ادبیات

څه دې اشنا هلته په زړه کې تېر شو

لیکنه: ملیحه ناصري څه دې اشنا هلته په زړه کې تېر شو دلته سینه کې درد، د زهرو ګوړه اجمل خټک د خوشحال خټک کورنۍ ته منسوب بل شاعر او لیکوال دی. په ۱۹۲۵ز، په اپرېل کې، په اکوړه خټک کې زېږېدلی و. دی پخپله وايي چې اکوړه خټک د کابل سیند چې هلته پښتونخوا کې د لنډي دریاب په نامه یادېږي، پر غاړه یو ودان کلی دی. په درېیم ټولګي کې و چې د … نور ولولئ
ادبیات

د اردو ادب بې سارې جوړه: د بانو قدسیه او اشفاق احمد ځانګړی ژوند او مینه

دوی د اردو ادب هغه دوه ستوري دي چې بیخي ځانګړې جوړه ده او زه یې ځانګړې منیواله یم، دوی دواړه نه زما ایډیال لیکولان و/دي، بلکې د دوی ژوند، مینه، علم و پوهه هم ماته بې مثاله او یوه عالي جوړه وه چې زه ترې متاثره وم او لا هم یم. نن دغه بې مثاله جوړه درپیژنم. مشهور عالم، ادیب، ډرامه لیکوونکی، نقاد او ژورنالیست اشفاق احمد په کال ۱۹۲۵د اګسټ د میاشتې په … نور ولولئ
ادبیات

د ګلونو مَلِکه [د ماشومانو کیسې]

ژباړه: محمدنور شاهین یوې مهربانې نجلۍ د يوه ښکلي او له ګلونو ډک بڼ تر څنګ ژوند تېراوه، چې د ګلونو د ملکې په نامه یادېده. کلونه کېدل، چې دې به هر سهار ګلونو ته سر ور ښکاره کاوه، د هغوی به یې پالنه کوله او خړوبول به یې. څه وخت وروسته په سختې ناروغۍ اخته شوه او نه یې شوای کولای، چې بڼ ته لاړه شي. په ګلونو پسې خپه شوې وه او هره … نور ولولئ