ادبیات

بیټ نیکه «پېژندنه»؛ ستر روحاني شخصیت

ژباړه: نجم الرحمن ناصري بیټ نیکه، چې په ځینې پخوانیو کتابونو کې د شیخ بیټني او شیخ بټن په نامه یاد شوی، د پښتنو قبایلو د لرغونو مشاهیرو له جملې څخه دی. د هغه ژوند مورخینو له  ۳۰۰ هجري تر ۴۰۰ هحري تخمین کړی. له ټولو څخه پخوانی کتاب چې د نوموړي په هکله معلومات ورکوي هغه د سلیمان ماکو تذکرة الاولیا کتاب ده، چې د اوومې پېړۍ په لومړیو شلو کلونو کې یانې وروسته … نور ولولئ
ادبیات

زه یم زمری، په دې نړۍ له ما اتل نسته

ژباړه: نجم الرحمن ناصري امیر کروړ د امیر فولاد زوی د څلورم خلیفه حضرت علي (رض) په وخت کې مسلمان او د غور د زمامدار په حیث وټاکل شو. یوازینی ادبي او تاریخي اثر چې د نوموړي په هکله د پام وړ مالومات ورکولای شي، د محمد هوتک پټه خزانه ده، چې د نورو کتابونو په تائید او نقل قول سره پکې ویل شوي: “امیر کروړ د امیر فولاد سوري زوی په ۱۳۹ هجري قمري … نور ولولئ
ادبیات

تبصره:د تېرې شپې ای پي ايل زبردسته لوبه او ريکارډونه يې

ليکوال: مدثر دعوت د ای پي ايل لېګ په نهمه لوبه کې راجستان رويالز ددې ليګ تر ټولو ستر هدف چېس کړ. تېره شپه ای پي ايل ليګ کې د راجستان رويالز او کينګز ايليون پنجاب لوبډلو له لورې خورا جذابه لوبه ترسره سوه. پنجاب په شل اوورونو کې د ميانک اګروال په ۱۰۶ او د لوکيش راهول په ۶۹ منډو سره وکولای سوه چې په ۲ ويکټو ۲۲۴ منډې ستر هدف وټاکي. خو په … نور ولولئ
ادبیات

مرکه؛ ښه لیکوال هغه دی چې له روایت څخه خبر وي

مرکه: صدیقه پوپلزۍ د یاران درنو لوستونکو ایا کوم وخت مو لیکل کړي یا هم داسې چې لیکل مو کړي وي، بېرته مو نه وي خوښ شوي، حتا هغه د لیکلو پاڼه مو څیرې کړې وي، ځکه داسې ډېر مې لیدلي چې لیکل کوي، خو له خپلو لیکنو څخه خوند نه اخلي. نو نن غواړم د لیکوالي په هکله له استاد اجمل ښکلي سره بحث ولرو. دا چې لیکوالي څه ده؟ څنګه لیکل وکړو؟ اصول … نور ولولئ
ادبیات

پښتو ژبې ته يوه بله ډالۍ هم وراضافه شوه!

لیکنه: امیرالدین حیدري د «تلپاتې ارامتيا» په نامه کتاب، چې تازه په تازه په کابل کې د مطالعې مینه‌والو لپاره له چاپ څخه راووت، د ایرانۍ ليکوالې ډاکتر نرګس منتظري د لیکنو او راټولونو ټولګه ده. د دې کتاب ژباړونکي، محمد عزيز پردېس په وينا د کتاب موضوعات، سوکاله ژوند ته د رسېدو پر لارو چارو راڅرخي، چې ځوان نسل او په ځانګړي توګه تنکيو ځوانانو ته په زړه‌پورې مطالب لري. ياد کتاب د محمد … نور ولولئ
ادبیات

ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ په ١٩.٧ کې زېږېدلى دى او په ١٩٩٤ کې مړ شوى. چې دى يو پښتون شاعر، اديب، د ډرامو ليکوال، فلم جوړونکى، د راډيو وياند او ليکوال و. هغه د تصوف د لارې لاروی و او په دې ډگر کې يې هم کتابونه خپاره شوي دي. په شعر او ادب کې د ځانگړي سبک له کبله د پښتو د غزل پلار بلل کېږي. امير حمزه شينوارى پر ۱۹۰۷ز د لنډي … نور ولولئ
ادبیات

ټرامپ ته د کیم جون اوون عاشقانه لیکونه؛ څه یې پکې لیکلي؟

راپور: نسیمه محمدي د راپورونو پر اساس، باب ووډوارډ، امریکايي ورځپاڼه لیکونکي، په خپل تازه کتاب«خشم/ غوسه» کې لیکي: “د امریکا ولسمشر ټرامپ، وړاندې له دې چې کوویډ- ۱۹ وبا خپره شي، پوهېدلو، چې دا ناروغي له انفلونزا وژونکې ده، خو غوښتل یې دا کړکېچ یې کمرنګ انځور کړي.“ دا کتاب د شمالي کوریا د رهبر، کیم جون اوون له لوري ډونالډ ټرامپ ته د ۷۲ لیکونو؛ لرونکی دی، چې غربي رسنیو په ټوکه «د … نور ولولئ
ادبیات

د «مدیریت هنر» په نامه کتاب چاپ شو

لیکنه: عطا محمد میاخېل دا یو منل شوی حقیقت دی چې د ژوند ټولې چارې مدیریت ته اړتیا لري او له مدیریت پرته د ژوند ټولې چارې نیمګړې وي، ښه ده چې مدیریت وپيژنو او په عمل کې یې هم ثابت کړو،  نو د دې لپاره ما هم دا غوره و ګڼله، چې «د مدیریت هنر» تر عنوان لاندې د نړۍ د بېلابېلو پوهانو لیکنې او مقالې را وژباړم او ستاسو درنو حضور ته یې … نور ولولئ
ادبیات

«د هیلو درشل» چې رواج دود او دستور کولی نشي

لیکنه: ملیحه ناصري کونجي مې تاو کړه، ور خلاص شو، څنګ ته شوم، ګڼ زده‌کوونکي خونې ته دننه شول. پر دېوالونو غبرګې المارۍ کلکې وې، زده‌کوونکي د اوږده مېز تر شا ناست وو، هر یوه مخته کتاب اېښی و. المارۍ ته ودرېدم، پر سپین روغني رنګ د خودکار شنې او سرې لیکې رسم وې. ښيښه مې کش کړه، خړ رنګی کتاب ایښی و، پرې لیکلي و: «فرانکلن د. روزولت.» ترې تېره شوم، ښي لاس ته … نور ولولئ
ادبیات

ژوند «نثري ټوټه»/ عابده سپوږمۍ

ټک ټک ټک… د لکړې غږ شو. د بس تمځاى پر زړې څوکۍ يې لاس کېښود، راتاو شوه، بېرته يې لاس ليرې کړ، سپينه کڅوړه يې لاس کې وه، له کڅوړې يې کوم څه را ووېستل، په څوکۍ يې هوار کړل، پرې کيناستله، لکړه يې خوا کې ودروله. ساعت ته يې وکتل، د څاښت شل کم يوولس بجې وې. په لاس يې خپلې ګوتمۍ پام ورواوښت، يو څو شېبې يې ښه وروکتل, موښله يې… بيا … نور ولولئ