ادبیات

سل کاله یوازې توب؛ د دې نوبل ګټونکي ناول سریال جوړیږي

لیکنه: صادق طارق یوه مشهور نړیوال فلم جوړونکي کمپاني نتفلیکس ویلي، چې د نړیوال نوبل ګټونکي ناول( سل کاله یوازې توب) سریال جوړوي. دا ناول ګابریل ګارسیا مارکز، چې کولمبیایي لیکوال و، لسیزې وړاندې لیکلی. دغه ناول په ۱۹۸۲ کې د نوبل نړیواله جایزه ګټلې ده. نیویارک ټایمز ورځپاڼې څو ځله خپلو لوستونکو ته سپارښتنه کړې، چې له (جنسیس) کتاب څخه وروسته دغه ناول خامخا ولولي. ستونزمن مسولیت د هنري چارو نړیوالو شنونکو د دغه … نور ولولئ
ادبیات

د ملنګ جان د ملنګۍ پیل

لیکنه: فضل رباني قاضي زی زه پوره یقین لرم چې د ملنګ جان په اړه د موږ ډیرو فاضلو او تکړه لیکوالانو په پوره تفصیل سره لیکنې کړي دي او د ما دا لیکنه به د دوي د لیکنو یوه څنډه هم نه وي. استعدادونه فطري وي او لیکوالي هم فطري استعداد ته اړتیا لري او هم کسبي استعداد ته په ما کې یې یو هم نشته نو ځکه مې د لیکوالۍ لمنه پریښوده او … نور ولولئ
ادبیات

د شهید زین العابدین پردېس ۳۸ تلین غونډه

راپور: محمد عزيز پردېس کندزي فرهنګپالو او اديبانو د شاعر او ليکوال شهيد زين العابدين پردېس د شهادت ۳۸ تلين غونډه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځله! وړمه ورځ د کب د مياشتې ۱۱ مه، شنبه ماسپښین د کندز ولايت ضيايي فرهنګي خونې، گستره موج های آمو، پردېس کلتوري او ادبي ټولنې او يو شمېر کندزي فرهنګپالو لخوا د شاعر او ليکوال ارواښاد زين العابدين پردېس د شهادت اته دېرشم تلین غونډه د … نور ولولئ
ادبیات

ولسي شاعر او ليکوال، شهيد زين العابدين پردېس وپېژنئ

لیکنه: عزيز پردېس زين العابدين ( پرد ېس ) د حاجي سعدالدين ( خوږياڼي ) ځوى په ( ۱۳۰۷) لمريز كال كې د د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د ماڼو د كمانګرو د كلي په يوه روحاني كورنۍ كې وزېږېد او په ( ۱۳۱۵ ) كال كې له خپلې كورنۍ سره د كندز ولايت چاردرې ته راغى، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د دغې ولسوالۍ د جميعت لېسه كې بشپړې كړې او … نور ولولئ
ادبیات

پښتو لنډۍ؛ جنګ او سوله

د تواب غورځنګ لیکنه لنډۍ د نړیوال فولکلوريک شعر هغه شهکارترینه برخه او یوازې پښتو ژبې پورې محدود هغه ژانر دی، چې د چست وزن، جالب جوړښت او د موضوعاتو د تنوع له پلوه سیال نه لري. په پښتو لیکنیو او شفاهي ادبیاتو کې یوازې د لنډۍ او د خوشال بابا د شاعرۍ هنري مقناطیسیت دی، چې ځینې ختيځ پیژندونکي یې د پښتو زده کړې او پر پښتو ادبیاتو څیړنې ته راجذب کړي دي. یوازې … نور ولولئ
ادبیات

لنډه کیسه؛ د مړو په کلي کې

لیکنه: مریم مرضیه پرون د ښار لۀ شور څخه بېزاره شوم نو کرار د شنو باغونو خوا تۀ را ووتم او یوه اوچت غره ته وختم چې فطرت په حسینه لباده (ښایسته لباس) کي پټ کړی وو او لۀ هغه غره څخه ټول ښار ښکارېده. زۀ کېناستم او لۀ لیري مي د انسان د عملي ژوند جایٔزه اخیسته. ماتۀ د دی پۀ ژوند کي یوازي مُشقت او خوارۍ ښکاره شوه. شاوخوا مي وکتل او خپل … نور ولولئ
ادبیات

څو لیک نښې؛ دلته یې زده کړئ

لیکنه: ګلستان تمیم ددې لپاره چې له یوې لیکنې مو بشپړه ګټه پورته کړې وي نو اړینه ده چې په لیک نښو ځان پوه کړو. ځینې وایي چې لیک نښې د لیک د لوستلو پر مهال دومره ضروري دي لکه د قرآنکریم په لوستلو کې چې د (تجوید) علم ضرور وي، نو زه هم غواړم چې دغه نښې په لنډ ډول ولیکم. 1 ـ ټکی یا نقطه (.) دا نښه د بشپړې جملې په پای … نور ولولئ
ادبیات

مرګوني لار؛ د یوه نوي واده شوي زلمي د ژوند کیسه

لیکنه: عزیزالله عزیز غرونه خاموش دي، په څیرو یې خړ ګردونه پراته دي،هغه دنګ اوتازه نښترد باروتوپه لوګو سوي، د بم تېرو برچویې له تنې نه تنکۍ څانګې پري کړې، د څیړیو له ونو تور لوګي پورته کیږي، فضا خاموشه ده، د هوسۍ له سترګو اوښکې روانې دي، اسمان ته ګورې، په خپلې بې وسۍ او د غره په سوځيدوغمجنه ده، څو ښایسته مرغان راغلل، له ځالو یې لوګي خیژي، بچیان یې په لمبو کې … نور ولولئ
ادبیات

د پښتو (ی) ګانې: هغوی ته چې زده کول یې غواړي

لیکنه: ګل ولي ځواک ی ، ي ، ې ، ۍ ، ئ پښتو هغه ژبه ده چې په خپل جوړښت کې پنځه (ی) ګانې لري او د هرې (ی) استعمال په خپل ځای کې خورا مهم دی، خو ځیني کسان بیا (ی) ګانې دومره جدي نه نیسي، چې دا کړنه یې په لیکنه کې لویه تیروتنه ګڼل کیدای شي، که چیرې غواړئ چې لیکنه مو خلک په ښه ډول سره ولولي او غوره مفهوم … نور ولولئ
ادبیات

د دانش خوږه شاعري او د اورولو ځانګړی انداز

دا لور دې سکول ته بوځه ښه، په لور دې سبق ووایه په دې کې غیرت مه ګوره غیرت ته بلا لارې دي په کوزه پښتونخوا کې زما د خوښې شاعرانو له ډلې يو هم پروفیسور “بخت زاده دانش” صیب دی. دانش صیب د ډېرو داسې صفاتو څښتن دی، چې زه نه یوازې ترې متاثره یم بلکې کله کله مې رخه وشي، چې ولې داسې صفتونه زه نه لرم. یو صفت یې د شعر د … نور ولولئ