ادبیات

د لغمان نوم مخینه – مصطفی سالک

ارواښاد عبدالشکور رشاد د سیمو تاریخي جغرافیه کې د لغمان کلیمې د ځیرنې او شننې پر مهال لیکي: «لامک د کلي د ملک او خان معنا لري، دا چې ځینې کسان مهتر لام د حضرت نوح (ع) پلار ګڼي ، دا مسله د تامل وړ ده . زه داسې فکر کوم ،چې لام او لامک د پشه يي ژبې دکلي او د کلي د ملک او مشر معناوې لري.» د رشاد صاحب انګیرنه نیکه او … نور ولولئ
ادبیات

اسما لمر؛ په شعر کې د ښکلا انځورګره

لېکوال: ذکرالله نصيب زه د خپل ښار خلک هرچېرته په همدې پېژنم د چا به سترګې، د چا پښې، دچالاسونه نه وي له وړوکوالي مې هغه شعرونه خوښول چې اولس ته د اولس په ژبه ليکل شوي وي؛ خو دا تنده مې ايله نن ماته شوه کله چې مې دا بيت ولوست: زه دخپل ښار خلک هر چېرته په همدې پېژنم دچا به سترګې، دچا پښې، دچالاسونه نه وي زموږ ډېر پښتانه شاعران شاعري کوي؛ … نور ولولئ
ادبیات

څرنګه کولای شو چې مطالعه راباندې ونه غمېږي!؟

ناول بايد کوم وخت کې ولوستل شي!؟ لېکواله: مهرتاج  کوچنیانو ته انځوریز کتابونه د کیسو په شکل ځکه وړاندې کوو ترڅو له کتاب سره یې مینه پیدا او ورسره آشنا شي. کله چې ستر شي او املاء و انشاء زده کړي (تنکۍ ځوانۍ مرحله کې) بیا هم د ناول لوستلو مشوره ورکوو. د ناول لوستل له مطالعې سره د مینې پیدا کېدو یا پرې روږدي کېدو یو منل شوی اصل او میتود دی. یوازې د … نور ولولئ
ادبیات

د نورستان حماسي سندرې – مصطفی سالک

اسطوره چې پر طبیعت د بریالیتوب د خوب او خیال د لوړ پوړ په رنګ کې رنګ شوه حماسه یې وزیږوله. بریالي او ستر حماسه سازان هغه ارباب النواع دي چې زموږ په لرغونو ادبیاتو کې د بریښنا په زرګینه بګۍ کې ګرځي او له ځان سره دښمنانو ته تندرونه لري. دا ارباب الانواع دوه ډوله دي ، یا ماورای طبیعت ځواکونه دي، یا هم د طبیعت او ماورا الطبیعت امتزاج ! وروسته یو شمیر … نور ولولئ
ادبیات

د شاعرانو بې لارې کونکي منډپالي!

زموږ د شعر او ادب تاریخ له ډلبازیو ډک دی، روښانیانو که شاعرانه بهیر روان کړ په دغه بهیر کې کوم لوی نا روښاني شاعر سر نه دی پورته کړی. چې داسې ده نو موږ ددې نتیجې اخستلو حق لرو چې له روښاني مشاهیرو یوازې روښانیان راتاو وو او د ولسي ‌ذوق د پاللو بهیر پڅ وو . هغوی که د وحدت الوجود ګردان کاوه خو د پښتو خبره یې هم کوله خو دا چې … نور ولولئ
ادبیات

ټولنپوه خوشحال ( سوات نامه) – مصطفی سالک

ټولنپوهنه د ټولنې پوهه ده ، ټولنه په یوه چاپیریال کې د ګڼو انسانانو ټولګه ده. ټولنپوهنه ددغو انسانانو تر منځ شته اړیکي، ددغو اړیکو چاڼ ، اغیزمنتیا او نه اغیزمنتیا، د ارزښتناکو اړیکو په ګوته کول چې پرمختګ ته لاره پرانیزې، د ټولنو تر منځ اړیکي څیړل او ……… په پای کې د ټولنپوهنې لپاره بنسټونه او اصول جوړول ددغې پوهې په اډانه کې راځي. سوات نامه د خوشحال اثر دی ، سوات ته … نور ولولئ
ادبیات

نوی نوم : اسم شکل او اسم شکل فعل – مصطفی سالک

له پښتو پرته د سیمې ګڼې ژبې تقریبآ سره ورته ګرامر ( صرف او نحو ) لري که د عربي، فارسي، اردو، هندي او نورو ژبو ګرامرونه ولولو ګڼ مشترکات لري، پښتنو هم هغه د یو شمیر لیکوالو خبره  د ( ۵ ) ستوروتر زمانې دغه ګرامري قواعد پلي کول. خو چې کله پښتنو په لویدیځ کې زده کړې وکړې نو له ټولو ژبو یې زموږ لاره بیله کړه او ثابته یې کړه چې د … نور ولولئ
ادبیات

د حمزه په شاعرۍ کې د عرفان او تصوف رنګونه – مصطفی سالک

د حمزه په شاعرۍ کې د عرفان او تصوف رنګونه! ځان په منزل د عاشقۍ چې ستړی نه کړې چرې زړه د خدای کور دی عشق په خپله دې مکان ته راځي کله کله په تصور کې تعلي وکړم چې حمزه پیژندونکی یم، خو اوس حقیقت دادی چې ددې موضوع پر اړه لیکل ګران دي، له ماشومتوبه له تصوف سره بلد یم، خو دا د حال میدان دی د قال میدان نه دی، زما د … نور ولولئ
ادبیات

دمولانا د حكايت ژباړه -ژرنده که د پلار ده هم په وار ده

ژباړه: اسما لمر ولاړه ژرندې ته، ذاهد په عجله ژرنده ګړي ته یې وکړله ناره ژرنده ګړیه ته ما پېژنې کنه ؟ ژرندګړي ځواب ورکړ ویل یې نه زه ذاهد یمه، لرم عالي مقام په رکوع یم په سجده کهیځ ماښام هر یو سوال زما قبلیري، تنها بس په عزت زما پوهیږي نه، هر کس څه چې غواړمه له خدایه هغه کیږي په ازار زما ژوندي بې روحه کیږي هله ژر كه، زما خدمت ته … نور ولولئ
ادبیات

د حمزه په شاعرۍ کې د ښکلا انځور – مصطفی سالک

حمزه شینواری زموږ په زمانه کې یو داسې شاعر دی، چې د هنر شاهین یې دواړه وزرونه لري، خیال او فکر دواړه یې پاللي دي. که د هغه د حسن په تصور خبرې کوو نو رنګ په رنګ خیالونه او فکرونه مخې ته راځي. د حمزه بابا د جمالیاتو لیدلوري بدل دي. هغه چې کله د خاورې خټې جوړ ښکاري نو د انسان ظاهري ښکلا یې ستایلې ده، چې دا ذوق تر ډیره له سیمیز … نور ولولئ