ادبیات

ګونګه شاعري!

ګونګه شاعري یو شمیر خلکو ته به ګڼ شعرونه ګونګ وي په دې مانا چې د شاعر په تجربه کې به ځانونه نه شي ورګډولای، خو دا شعرونه به ګونګ نه وي، شاعر به په سمبول استعارې، تشبیه او نورو سره خبره کړې وي خو د لوستونکي ذهن به نه ور رسي، بیلګه به د کاظم خان شیدا راوړم د ادب یو نوي قاري ته ښايي د شیدا ګڼ شمیر شعرونه بې مانا ښکاره شي … نور ولولئ
ادبیات

ټپه او ښه شاعران!

د پښتو د هر ښه معاصر شاعر په شاعرۍ کې مې د پښتو ټپې رنګ لیدلی دی، بلکې په یو شمیر شاعرانو کې خو بیا دا رنګ بار بار مخکې ته راځي. ښه خبره ده ملګرو اتفاق کړې د ټولو مال دی هر څوک دې ترې خپل خیال ته ځلا واخلي! زما پوښتنه داده چې پښتو شاعرانو بیا لنډۍ ته ورکړي څه دي؟ ښايي بیا د اصالت خبره رامخې ته شي چې لنډۍ به یوازې … نور ولولئ
ادبیات

اپلاتوني مینه

لیکنه: مصطفی سالک اپلاتوني مینه چې په انګلیسي کې یې ( Platonic love) بولي یوه داسې مینه ده چې جنسي اړیکي په کې نه وي او نه دا مینه د جنسي کشش له کبله پیدا کیږي بلکې روح او ذهني وړتیاوې دي چې دا ډول مینه زیږوي، د اپلاتوني مینې اصطلاح نه اپلاتون خپله کارولې او نه د هغه د مهال بل فیلسوف بلکې داد هغه د ضیافت مکالمې ته اشاره ده دا اصطلاح په … نور ولولئ
ادبیات

پشتو شعر او نوښت !

پشتو شعر او نوښت! نوښت لکه د ماشومانو خبرې نه دي هغه نوې وي خو نوښت نه لري نوښت باید له تیرو پنځونو نه سره یو شعري منطق ولري. نوښتونو ته پام نه دی شوی پخوانیو په بیان کې تشبیه مجاز کنایه څه او څه وموندل په بدیع کې یې په سلګونو صنعتونه وموندل معنوي او لفظي خو اوس د فنونو یو استاد هم د هیچا په شعر کې یو نوی صنعت پیدا نه کړ … نور ولولئ
ادبیات

جنون او شاعري 

لیکنه: مصطفی سالک لغت لیکونکي جنون له جنه مشتق ګڼي، مجنون یاني پیریانی! خو دا ښايي د هغه وخت نوښت وي چې د هر رواني انساني بدلون لپاره يې په بهر کې علتونه کتل، خو دا نوم تر اوسه پاتې شو ، و ښکاره خبره ده چې له اوسنۍ ارواپوهنې او طب سره به پر دې اړه خپلې خبرې وي، زموږ یو شمیر شاعرانو هم د عقل په پرتله جنون او لیونتوب غوره بللی دی … نور ولولئ
ادبیات

ښځې او نرګسیت

نرګسیت د ارواپوهنې اصطلاح ده، او مانا یې داده چې فرد خپل ټول ښکلایز او عاشقانه احساس له ځانه تاو کړي، دا خود پرستي انسان پرځان مین کړي،دا خلک له ځانونو سره د لیونتوب تر کچې مینه کوي او تل د خپل نفس په هنداره کې د خپلې ښکلا له منظرې خوند اخلي، هسې خو په عام ډول ویل کیږي چې ښځې پر ځان مینې دي،که موږ هم دا خبره کره واخلو نو بیا د … نور ولولئ
ادبیات

شاعر او د خپل چاپیریال کړه وړه!

سمیع الله تازه په خپل کتاب (ادبیات شفاهی نورستان) کې د نورستاني شعر غم ژړلی او په حقه یې ژړلی دی،نوموړی لیکي ( چې ځمکه خپرونو ته برابره شوه یو شمیر نورستاني روڼ اندو هم د دري او پښتو ژبو په جوړښت شعرونه ویل پیل کړل او د خپلې نورستانۍ شاعرۍ کلاسیک فورم یې په قافیه کې بندي کړ) که انديښنه دا وي چې د نورو ژبو فورمونه راغلي څه دومره خبره نه ده،خو که … نور ولولئ
ادبیات

شاعرانه جمود – مصطفی سالک

شاعرانه جمود کارول شوی اصلاح ده خو ښايي زه ددغه اصلاح مانا لږه څه محدوده کړم او د هغه حالت لپاره به یې وکاروم چې یو شاعر تر میاشتو او ان تر کلونو داسې احساس کوي چې ګواکې نه شي لیکلای او که هڅه کوي هغه هم بریالۍ نه وي، هغه شاعران چې د اوږدې زمانې لپاره یې شاعري کړې ده ټول په یوه ځانګړي وخت کې د یو شمیر کره کتونکو په اصطلاح د … نور ولولئ
ادبیات

استقلال – ترانه – شپنه سلګۍ

زما ژوند او نظر زما زړه زما خيال د وطن استقلال استقلال،استقلال ********** دا وطن د افغان د افغان له ازل دا وطن يې دى ژوند دا وطن يې منزل دا وطن يـې ټپه دا وطن يې غزل دي د سر مې ټيکرى دى د لاس مې رومال د وطـــن اسـتقلال استقلال،استقلال ********** دا وطن دا وطن زما ژوند زما ځان دا ولس مې نظر دا مې قام د افــغان اسقلال،استقلال زما جان او جانان … نور ولولئ
ادبیات

معلومې څېرې، دروغي شخصیتونه او جعلي اکاونټونه

د مهرتاج لیکنه متعلمه وم؛ مکتب ته به چې تللم، د يوه محلي راډیو تلویزيون ژورنالیست به په لاره کې راته درېده. ترڅنګ به یې چې تېرېدم یو څه به یې ویل، دقیقه نه پوهېدم چې څه وايي خو نمبر نمبر به یې ویل (شاید هدف به یې د موبایل نمبر و. متعلمینو پنځه شپږ کاله وړاندې موبايلونه نه درلودل، نه هم ورسره پرېښودل کېدل). لکه د اوس غوندې که زړوره وای نو هرومرو به … نور ولولئ