ادبیات

د کرن خان ”مینه او مننه“ شعري ټولګه خپره شوه

له پښتو شاعرۍ سره زموږ وتلي او خوږ ژبی سندرغاړي کرن خان اشنايي پخوانۍ ده . خو کرن خان په لر و بر کې پر خپلو خوږو سندرو دومره مشهور دی چې دده د خوږه شاعري یې تر سیوري لاندې راوستې. اوس کرن خان ” د مینې او مننه“ په نوم خپله شعري ټولګه خپره کړې. په دې شعري ټولګه د کرن خان راټول شوي شعرونه دده د سندرو او ټپه ایزو په څېر خواږه … نور ولولئ
ادبیات

حسامیزي څه ته وايي؟ دلته تعریف او په څو شعرونو کې په نښه شوی !

لیکنه: ملیحه ناصري نوم یې له ورایه راته وایي چې له حس څخه اخیستل شوې کلیمه ده. جوړښت یې پاړسي (حس + آمیزي)  دی. مانا د حسونو ګډونه، خو د ماناپوهنې له نظره یې که د کارونې مواردو ته ځیر شو، موخه یې د حسونو یو د بل پر ځای کارونه ده، نه ګډونه. کلیمې هم سیمانټیکي ماناوې لري هم پریګماټیکي رانغاړي. سیمانټیکي مانا یې محدوده وي، خو پریګماټیکي یې ډېرې هم کېدای شي. دلته … نور ولولئ
ادبیات

د «اړخونه سرلیکونه» په نامه کتاب چاپ شو

په دې کې کتاب کې د ژوند له بېلابېلو اړخونو پرده شوې او ټولنیز مسایل پکې په یوه ځانګړي طرز او نوي فورم کې بیان شوي، چې په راتلونکي کې به ډېر لوستونکي پیدا کړي. دا کتاب هغو ځوانانو چې په ژوند له پټو ستونزو او سرګردانیو سرټکوي، لا ډیر مهم او ضرور دی. په «اړخونه سرلیکونه» کې ۸۹ مکالمې راغلې، چې په یوه ټولنه کې د بېلابېلو پېښو له بیان سربېره د لیکوالۍ یو … نور ولولئ
ادبیات

لیکوال ته ۱۰۰ لارښوونې

لیکنه؛ عصمت الله صالح (لومړۍ برخه) لیکوالي هغه لوی هنر دی چې په نړۍ کې خورا ډېر اهل ذوق لري. خو دا هنر ځینې خاص رمزونه لري چې د هنرمن پوهېدل پرې سل سلنه ضروري دي، ځکه مو دلته د ښه لیکوال کېدو په خاطر یوه لړۍ پیل کړه چې تقریباً په لسو برخو کې یې سل لارښوونې ترتیب شوې. دا هغه رمزونه دي چې که مو یو ځل سر پرې خلاص شو، نو داسې … نور ولولئ
ادبیات

ادب څنګه له اروایي حالاتو او کیفیاتو سرچینه اخلي؟ 

لیکنه: ملیحه ناصري ارواپوهنه په ټولیز ډول د یوه کس رواني حالت او اروایي ستونزې څېړي. سره له دې چې علمي لارې چارې ورته لري ؛ خو تر ډېره پر تجربې ولاړ علم دی او ارواپوه باید له ناروغ سره مستقیماً په اړیکه کې وي, د هغه له خبرو, کړو وړو , لیدو ډول,  کړنو , چارو , ژوند ډول او نورو موضوعاتو په څېړلو کولی شي د اروایي ناروغ رواني حالت تثبیت او درملنه … نور ولولئ
ادبیات

نزار قباني، هغه شاعر چې د شرق بندیوانې ښځې ته یې شعر کې ازادي لټوله

لېکواله: مهر تاج  نزار قباني د ۱۹۲۳ میلادي کال د مارچ په ۲۱مه نېټه د سوریې په دمشق کې زېږېدلی دی. نزار ثانوي زده کړې په دمشق کې پای ته ورسولې. د زده کړې په بهیر کې له خپل شاعر استاد “خلیل مردم بک” نه متاثره شو. نزار د هغه یو له ممتازو شاګردانو څخه و، له ادب او شعر سره يې بې کچې مېنه وه، لوړې زده کړې يې د دمشق په پوهنتون د … نور ولولئ
ادبیات

ادبي انځور ( ایماژ) وپيژنئ،چي څنګه يو ذهن د احساساتو ترجماني کوي.

ليکنه: مليحه ناصري د ادبي انځور په اړه مشترک پېژند یا تعریف دا دی چې په ادبي اثر کې د شاعر یا ادبپنځګر په وسیله , منظر کشۍ, د پېښو او واقعاتو داسې بیانول چې له خیال او تخییلي ځواک څخه پکې کار اخیستل شوی وي او پېښه خوځنده یا متحرکه وانځوروي. ادبپنځګر لومړی له یوې پېښې خپله انطباع اخلي او تر تجزیې وروسته یې په انځورونو کې وړاندې کوي ، په داسې الفاظو کې … نور ولولئ
ادبیات

د یوه پوروړي کیسه – ډاکټر احسان الله درمل

په دوه زره یوولسم کې مې د پیښور په یوه روغتون کې د ستاژ دوره تکمیلوله. زیات کار مې د ماشومانو په یوه وارډ کې و. په لومړی ورځ د وارډ له یوه مشر ډاکټر سره ویزیټ ته لاړم. ډاکټر یوه کټ ته ودرولم او پکې پراته ناروغ ماشوم ته یې اشاره وکړه: “ووایه دا ماشوم څه تکلیف لري؟” د ماشوم په مخ کې د یوې اندوکرایني ناروغۍ گردې نښې ښکارېدې، بې ځنډه مې وویل: تایروټوکسیکوزس … نور ولولئ
ادبیات

د ( زنان مهاجر و روایت های درد و مقاومت ) کتاب مخکتنه وشوه

لیکنه:  مهدیه مصطفایي ژباړه:  ملیحه ناصري په دې کتاب کې د ایران,  افغانستان, پاکستان او هند لسو مهاجرو مېرمنو د خپل مهاجرت په اړه خبرې کړي. تېره اونۍ د کاناډا په مونټرال ښار کې د ( زنان مهاجر و روایت های درد و مقاومت ) کتاب مخکتنه وشوه . په دې کتاب کې د یادو هېوادونو لسو مېرمنو تر مهاجرت مخکې او له هغه وروسته د بریالیتوبونو په اړه یې خبرې کړي دي. دا کتاب … نور ولولئ
ادبیات

په لوړ غږ ماشومانو ته د کیسو لوستلو لس ګټې!

ژباړه: نسیمه محمدي تاسې د یو با مسؤولیته مور او پلار په څېر، څومره خپلو ماشومانو ته په لوړ غږ کیسې لولئ؟ نن ورځ ممکن د دې پوښتنې ځواب ډېر کم وي او یا هم لوړ اقتصادي فشارونه چې د ځوانو کورنیو په مخ کې پرتې دي کورنۍ اړیکې ډېر پېچلي کړي او کورنۍ خپلو اولادونو ته  ډېر کم وخت لري. پخوا پلرونو یواځې د ورځې د کور بهر کار کاوه او مور د کور … نور ولولئ