ادبیات

بې نومه ډوډۍ (لنډه کیسه)

لیکنه: محمدنور شاهین آسمان خپل مخ په ګردونو پوښلی و، سپینې ملغلرې د خدای ج امر ته په تمه وې، څنګ ته مې داسې ځوانان تېرېدل چې د هر یوه پر تن به رنګینې جامې وې. له اوږو نه مې بوجۍ را کښته کړه، خوله مې پرې خلاصه کړه، تر نیمایي مې زیات پلاستیکونه راټول کړي وو، خپلو لاسونو ته مې وکتل، داسې تور شوي ول، لکه په مبلینو کې دې چې کښته کړي وي. … نور ولولئ
ادبیات

د هوس او مینې ښکاره توپیر

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ یو میین هره شپه له سینده تېرېده او د معشوقې دیدار ته به یې ځان رساوه. د دوی له لېونۍ مینې څو میاشتې وروسته یوه شپه چې عاشق او معشوق د څراغ رڼا ته سره ناست وو، عاشق وویل: په کیڼه سترګه کې دې یو داغ وینم! معشوقې ورته وویل: کور ته چې ځې له سینده په لامبو مه تېرېږه، بېړۍ ته ځان ورسوه چې په خیر واوړې! میین ورته … نور ولولئ
ادبیات

د ارستو مهم کارونه

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ارستو د نړۍ د سترو متفکرانو له ډلې دی. د فلسفې د تاریخ په بهیر کې، له کانت او اپلاتون پرته، د ده په څېر به ژور فکر او اند به څوک ونه لري. له څلورویشتو پېړیو راهیسې یې د نړۍ پر فیلسوفانو او پوهانو باندې خپل فکري اغېز پرې ایښي. ارستو د خالیکیدیس په نامه جزیره کې په یوناني ژبي ښار (استاګیرا) کې وزېږېد چې هغه وخت ۳۸۴ م … نور ولولئ
ادبیات

سوکرات (سقراط)

ژباړه: ملیحه ناصري نوم: سوکرات لقب: حکیم سوکرات زېږون: ۴۷۰/۴۶۹ ق م د مړینې نېټه: ۳۹۹ ق م د زېږېدو او مړینې ځای: آتن – یونان شاګردان یې: اپلاتون او ګزنپون د سوکرات شعار: ځان وپېژنه! سوکرات د یونان اوسېدونکی او د لویدیځې نړۍ ستر فلیسوف و. د سوکرات فکر پر انسان‌پېژندنه څرخېده. هغه ویل نړۍ پېژندنه پرېږدئ، انسان ته پام وکړئ او ځان وپېژنئ. ژوندلیک د سوکرات پلار مجسمه جوړوونکی و او خلکو یې … نور ولولئ
ادبیات

د مطالعې لس ګټې

لیکنه: عبدالقيوم هادي ١ – مطالعه کول ستاسو لغوي پانګه زياتوي په ياد به مو وي چي پخوا به مو څه ډول د يوه لغت اصلي معنا زده کوله او يادوله، همدا د کتاب ګټه ده، چې اوس په خورا آسانۍ سره کولاى شئ په ډېر کم وخت کې د يوه لغت معنا په ګوته کړو، خصوصاً کله چې تاسو لوی لوی کتابونه مطالعه کوئ له ګڼ شمېر نويو لغتونو سره اشنا کېږئ چې په … نور ولولئ
ادبیات

اپلاتون څوک و؟ په اړه یې دلته ولولئ

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د نړۍ ستر فلیسوف اپلاتون په ۴۲۸ ق م  کې د آتن ښار په یوه باشخصیته کورنۍ کې وزېږېد. اصلي نوم یې «ارېستو کلېس» و. د دې لپاره چې غټ او غښتلی و، په اپلاتون باندې مشهور شو. د لوړپوړو چارواکو له کورنۍ او د ځوانۍ دوران یې د آتن ښار د ځلېدا له پېر سره برابر و. په شل کلنۍ کې له سوکرات سره آشنا او د هغه زده‌کوونکی … نور ولولئ
ادبیات

لیوناردو داوېنچي پېژنئ؟ په اړه یې دلته ولولئ

ژباړه: ملیحه ناصري لیوناردو داوېنچي ایټالیایي پوه، نقاش او مهندس و چې په ۱۴۵۲ کې په توسکاني کلي کې زېږېدلی و. پلار یې یو بډایه او شتمن کس و چې «پیرو فرانسسیو داوېنچي» نومېده او مور یې «کاټرین» یوه بزګره مېرمن وه. تر پينځه کلنۍ له خپلې مور او تر هغې وروسته له نیکه‌ګنۍ سره واوسېد، ځکه چې دی د مشروع اړیکې پایله نه و. پلار یې دوه ودونه وکړل، یوه مېرمن یې چې مړه … نور ولولئ
ادبیات

د قرنطیني شېبو رنګینول

ژباړه: نسیمه محمدي د ارستو په وینا موږ انسانان ټولنیز حیوانات یو. نو اوس چې په قرنطین مجبور یوو، نو څه باید وکړو چې د یوازیتوب او لېونتوب احساس ونه لرو؟ ښه! لومړی څه مو چې ذهن ته راځي، دا دي چې «دا کړکېچ له لاسه مه ورکوه!» که په کافي اندازه خلاق او نوښتګر اوسو، په دې تیاره دوران کې هم د رڼا څرک موندلی شو. د ژوند نوی طریقې امتحان او هغه لارې … نور ولولئ
ادبیات

سیمانټکس او پرګماټکس

لیکنه: ملیحه ناصري سیمانټکس او پرګماټکس د ژبپوهنې دوې اړینې څانګې دي. دا دواړه څانګې په ژبه کې ماناوې تر څېړنې لاندې نیسي. کله چې ژبپوه غواړي سیمانټکس وڅېړي، تر څنګ یې د پرګماټکس څېړلو ته هم اړ وي. یانې دا دواړه څانګې خپلو منځونو کې نه شلېدونکې اړیکې لري. سیمانټکس له لفظونو سره سروکار لري، خو پرګماټکس د یوې ژبې د وییونو او ګرامري جوړښتونو لفظي او نالفظي ماناوې، د حالتونو او موقعیتونو په … نور ولولئ
ادبیات

کارونپوهنه (pragmatics)

لیکنه: مصطفی سمون لنډیز نامتو ټولنپوهانو د کارونپوهنې په برخه کې غوره کار کړی، چې د ډیالوګ تحلیل او مطالعې ته یې پام کړی. کتیکو پخوانی شکل دی، افراد له یو بل سره په ډیالوګونو کې ګډون کوي. مخکې له دې چې په رسمي خبرواترو کې ګډون وکړي، دا اړيکې له ځانه سره او په نا رسمي رامنځته کېږي. کارونپوهنه( pragmatics) له یوناني ( pragmatikos) کلمې څخه راوتې، چې د pragmat د کارونې او عمل … نور ولولئ