ادبیات

رنګین کب او د هغه ملګري [د ماشومانو کیسې]

د یاران درنو لوستونکو ماشومان د نړۍ ښکلي، نرم‌زړي او عاطفي مخلوق دی؛ ډېر عجیبه نړۍ لري؛ ډېر ژر غوسه کېږي؛ ژړا، پرېشاني او کله ناکله په ډېرو ساده مسایلو غَور کوي. خو که د ماشوم ښه روزنه ونشي، ځینې ماشومانه خویونه پکې پاتې کېږي. د ماشوم روزنه یوازې دا نه چې ښې جامې ور واغوندو، ماړه یې وساتو، چکر پرې ووهو او… بلکې دا روزنه خورا مهمې نقطې رانغاړي چې یو له هغو یې … نور ولولئ
ادبیات

ته بغاوت کولي شې…

ژباړه: مهر تاج اې غوره نجلۍ! ایا ته ژوند پیژنې؟ ژوند یوازې د ساه ګانو تسلسل نه دی ژوند کله ناکله بغاوت ته هم ویل کېږي. غوره نجلۍ! دا اړینه نده، چې ټول دې له تا راضي اوسي د پلار په خوښه ځان قربانول جرم دی د ورور پر وړاندې بې وسه کېدل غداري ده. غوره نجلۍ! ته د خور هم منه او د مور خاطر هم ساته خو ستا لپاره، “ته” اړینه یې! نو … نور ولولئ
ادبیات

هلمند سيند کلنۍ مشاعره انلاين ترسره شوه

خبريال: مدثر دعوت د هېواد د بېلابېلو شاعرانو په ګډون د هلمند سيند مشاعره په انلاين ډول ترسره شوه. که څه هم هر کال د زرګونو کسانو په شتون کې د هلمند سيند دوديزه مشاعره په خورا جم او جوش او شانداره ډول سره په يوه پراخه ساحه کې ترسره کېدله، خو د کرونا ويروس له کبله سږکال يوازې په يوه اطاق کې د ګوتو په شمېر کسانو په شتون کې ترسره شوه. د هلمند … نور ولولئ
ادبیات

د اسد الله ولوالجي کورنۍ د چاودنې ښکار شوه

لیکنه: ملیحه ناصري د افغان لیکوال او شاعر اسدالله ولوالجي کورنۍ پرون د جمعې پر ورځ ۱۳۹۹.۳.۳۰ د چاودنې ښکار شوه. دا پېښه پرون ماښام ۰۷:۴۸ وشوه چې له امله یې د نوموړې مېرمن او لور یې شهیدان او د کورنۍ څلور نور غړي ټپیان شول. پېښه د کابل پغمان ولسوالۍ (عینو) سیمه کې شوې ده. د ښاغلي ولوالجي په (لنډکروزر) موټر پسې مقناطیسي بَم نښلول شوی و چې بالاخره مخالف یې خپلې موخې ته … نور ولولئ
ادبیات

د «جګړې هنر په بېلګو کې» لنډ تاثُر

لیکوال: سید انتظار خادم تاثُر: رفیع الله ساحل سید انتظار خادم د کونړ ولایت اوسېدونکی دی. د ګڼو نورو کتابونو تر څنګ یې دا کتاب په بیساري هُنرمند ډول لیکلی او شنلی، خادم دې لا افغان ولس او لوستې طبقې ته خادم پاتې او افغان ټبر دې په دا ډول مؤثرو آثارو ونازوي. اوږد عُمر یې نصیب شه. جګړه یوه ناوړه ټولنیزه پدیده ده، چې دوه اړخونه یا خواوې سره په تقابل کې واقع کیږي … نور ولولئ
ادبیات

اخ وطنه (ناول) تر کیسه‌ییزې بڼې ډېر فلمي بڼه لري

لیکنه: ملیحه ناصري ناول، د تکړه لیکوال ( نصیر احمد احمدي) دی. کتاب مې ډېر مخکې مطالعه کړی و، خو له همغه وخته مې تکل کړی و چې یوه ورځ به پر دې ناول هرو مرو یو څه لیکم. دا دی ومې کړای شول، نن د دې کتاب اړوند لږ خبرې وکړم او ځينې برخې یې راوسپړم. د ښاغلي احمدي صاحب ناولونه ټول پر افغاني ټولنه او د پښتني فرهنګ، ژوند، چاپېریال، ناوخوالې، کورني تاوتریخوالي، … نور ولولئ
ادبیات

دا ځلې انار ګل مشاعره په انلاین ډول ترسره شوه!

په کندهار کې د انارګل دودیزه او کلنۍ مشاعره د نورو کلنو په توپير دا ځلې په انلاین ډول ترسره شوه، چي پکښې د ۱۳ ولایتونو شاعرانو په انلاین ډول شعرونه وویل. د مشاعرې د پيل په مراسمو کې د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رییس حکمت الله افغان وویل، چي د وزارت په سپارښتنه دا ځلي د کورونا ناروغۍ په خاطر د انار ګل مشاعره په ځانګړو مراسمو سره نشوه ترسره. حکمت الله افغان له … نور ولولئ
ادبیات

مورې ناروغه مورې! – شعر

شعر:شپنه سلګۍ مورې ناروغه مورې! زه دې د ځان سره ناروغه کړمه درته کتى نه شمه مورې!له کله نه چې ناروغه شوې يې ته ما له هغې ورځې نه ستا په هندارو ليونو سترګو کې ځان ته کتلې نه دي سترګې دې نه غړيږي ما له هغې ورځې نه ستا مهربانه سترګې د خپل اسمان د سپوږمۍ په پلوشو باندې مينځلې نه دي مور جانې يه مورجانې! اخر ته ولې ماته غږ نه کوې؟ سترګې … نور ولولئ
ادبیات

څوارلس خورا انرژي بښونکې جملې

ژباړه: ملیحه ناصري ۱- په یوازیتوب سره نړۍ نشم بدلولای، خو کولی شم یوه تیګه سیند ته ور واچوم چې ډېرې څپې خورې کړي. (مادر ترزا/ د خیریه چارو فعاله) ۲- د اقدام پر اړتیا باور لرم. پوهېدل بسنه نه کوي، پوهه به کاروو. غوښتل بس نه دي، باید یو کار هم وکړو. (لیوناردو داوینچي/مخترع او هنرمند) ۳- ځان ته مو هیلې جوړې کړئ، ګڼې بل کس به تاسو د خپلو هیلو لپاره وکاروي. (فیرا … نور ولولئ
ادبیات

د مینې په اړه د لویانو خبرې

ژباړه: ملیحه ناصري مینه ګواښوونکی او پېچلی حس دی. کولی شي بد انسان په خورا ښه انسان بدل کړي، خو دا هم کولی شي چې ډېر ښه انسان په ډېر سپک انسان بدل کړي. (آګاتا کریستي) ژوند جنت دی! هغو ته چې خوږه مینه کوي، بې پروا محبت کوي او له نورو لږ تمه لري. (لیو بوسکالیا) پر دریو شیانو تکیه مه کوه: غرور، دروغ او مینه. انسان په غرور منډه اخلي، په دروغو یې … نور ولولئ