سینما او موسیقي

په یوه فلم کې د پاکستاني له روله د امیتاب بچن انکار او د پاکستانۍ اداکارې غبرګون

په یوه فلم کې د پاکستاني رول لوبولو څخه د هندي سینما د مشهور او تجربه لرونکي اداکار امیتاب بچن انکار د پاکستان فلم لوبغاړې مهوش حیات غوسه کړي. نوموړې وایي چې امیتاب بچن یوازې په فلمونو کې ښیې چې یو لوی انسان دی او په رښتنې ژوند کې یې ثابته کړه چې قوم پرسته دی. د ایکسپریس نیوز ویپاڼې د خبر له مخې چې امیتاب بچن په یوه فلم کې د پاکستاني رول نه … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د اریانا سعید تازه جنجال؛ د حجاب او افغاني ښځو په اړه خبرو یې خلک غوسه کړي

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او ښځینه فعالې اریانا سعید د حجاب او افغاني ښځو د ژوند په اړه پارونکې خبرې کړي، چې توند غبرګونونه یې پارولي. څه یې ویلي؟ اریانا سعید پرخپل فیسبوک پاڼې په خپره کړې یوه ویډیو کې د افغان ښځو د ژوند په اړه خپلې تبصرې کړي. هغې د دوی حجاب اغوستل رد کړي او ویلي، یوازې حجاب اغوستل د اسلامي اصولو رعایت نه دی. اریانا ادعا کوي، چې ډېرې افغانې ښځې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د خندونکو فلمونو او تمثیل وتلي ستوري، چارلي چاپلین ۱۳۰ کلیزه

د خندونکو فلمونو د تېر وخت د مشهور لوبغاړي چارلي چاپلین ۱۳۰م کلیزه ده او لا یې کاميډي فلمونه د مینوالو د خوښې فلمونه دي. نوموړي په بې غږه فلمونو خپلو مینوالو ته خنده ورکوله، هغه وخت لا کمرې د اداکارانو غږ نشو راخیستلی. چارلي چاپلین په ۱۸۸۹ کال کې د اپریل په ۱۶ دې نړۍ ته راغلی و، نوموړي په انګلیستان کې په یوه غریب کور کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، دده کار … نور ولولئ
سینما او موسیقي

له پاکستان سره د اجي دیوګن دښمني؛ د پاکستاني جوړه سندره یې له فلمه لرې کړه

د هندوستانۍ سینما مشهور فلم ستوری اجی دیوګن لا هم د پاکستان پر وړاندې پر خپله دښمنۍ کلک ولاړ دی. هغه تازه د خپل فلم (دی دی پيار دی) څخه د پاکستاني سندرغاړي عاطف اسلم سندره لرې کړې. پاکستاني رسنۍ وایي، اجي دیوګن او د فلم ټیم یې د خپل فلم څخه د عاطف اسلم له وړاندې ثبت شوې سندره لرې کړې او د پاکستان سره یې خپلې هنري دښمنۍ ته لا دوام ورکړی. په … نور ولولئ
په زړه پورې

دا مشهورې نړیوالې څېرې شخصي جیټ الوتکې لري

ژباړه: صادق طارق د نړۍ مشهورې څېرې د نورو خاصو امکاناتو ترڅنګ له شخصي جیټ الوتکو هم برخمن دي. دلته به هغه مشهورې څېرې درمعرفي شي، چې دغه الوتکې لري او په ډاډه زړه د نړۍ له یوې څنډې بلې ته پکې تګ راتګ کولای شي. دواین جانسون دواین جانسون د هالیووډ مشهوره څېره ده. هغه د نور هوسا ژوند ترڅنګ شخصي جیټ الوتکه لري او کولای شي لکه موټر له یوې سیمې پکې بلې … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ لس ښکلې میرمنې

ژباړه: مریم محمدي د هالیووډ ورځپاڼې د ۲۰۱۹ له پیل نه تر اوسه یوه تازه سروې کړې، چې له مخې دا لس میرمنې د ښکلا په لیست کې راغلي دي: مونیکا بلوچي: Monica Bellucci مونیکا چې د سینما لوبغاړې ده، د هالیود د ورځپانې په سروې کې د نړۍ د ښکلو میرمنو لومړی مقام اخیست دی. دا میرمنه د ایټالیا هیواد ده چې ۴۸ کاله عمر لري. کیټ اپتون: kate upton کیټ اپتو بیا د … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د هالیوډ فلم کپټن مارول فلم نږدي ۱۰۰۰ میلیونه ډالر ګټه کړې

د هالیوډ سینما تازه نندارې ته اېښودل شوي فلم (کپټن مارول) د نړۍ په باکس افس کې ټول فلمونو وروسته پرېښودل. کپټن مارول نه یوازې دا چې نور فلمونه یې په ګټه وټه کې تر شاه پرېښي بلکې د خپلې لګښت څو چنده ګټه یې کړې ده. دغه فلم د ټکنالوژۍ پر مټ جوړ شوی فلم دی چې کیسه یې هم د روان انساني ژوند سره په توپير ده. ځکه په دغه فلم کې زیاتره … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د مودي پر ژوند جوړشوي فلم د ریلیز کیدو په اړه جنجالونه

د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي پر ژوند جوړ شوي فلم د نندارې ته اېښودو پر نېټه جنجالونه را ولاړ شوی. د ځينو رپوټو له مخې دغه فلم به د ټاکلي نېټې ۱۲ اپریل باندې پر سینما ګانو روښانه نشي او وروسته ته به وساتل شي. په لومړیو کې ویل شوي وه (پي ایم نریندر مودي) فلم د اپریل په میاشت کې نندارې ته وړاندې شي، مګر اوس ویل کیږي چې دغه فلم به … نور ولولئ
په زړه پورې

عشق ځپلي؛ دغو مشهورو نړیوالو څېرو په مینه کې بیا ـ بیا ماتې خوړلې

ژباړه: صادق طارق د هالیووډ ستوري د شتمنۍ او قدرت کمی نه لري، خو د نصیب او قسمت مسئلې بیا پیسو او قدرت ته نه ګوري. دلته درته د سېنمایي نړۍ هغه مشهور ستوري درپېژنو، چې په مینه کې یې ماتې خوړلې ده: کیتی پری دا مشهوره سندرغاړې هم په مینه کې ماتو ځپلې ده. هغه مني چې مینې سختې ماتې ورکړي. هغې ته یې مخکیني د ژوند ملګري ( راسل برند) په حیرانونکي ډول … نور ولولئ
افغانستان

داعش ځپلي ښار ننګرهار کې تازه جوړ شوی، سجده فلم ژر ریلیز کیږي

جلال اباد په تېرو پنځو کلونو کې د داعش د وژنو، چاودنو او ناامنیو په مرکز بدل شوی ښار و، خو اوس له دغه ښار نه یو وار بیا د هنر او ژوند چغه راپورته شوې ده. د جلال اباد مشهوره فلمي کمپنۍ شاه فلمز غواړي ډېر ژر د سجده (مینه جنون یا سکون) فلم ریلیز کړي. د امیرشاه تلاش په ډایرکټرۍ او مرکزي رول جوړ شوي دغه فلم کې به نمره شاهد، ګل پاچا … نور ولولئ