افغانستان
لينا علم د جګړې ضد کمپاين پيل کړی
د افغان سېنما مشهورې اداکارې لينا علم له خلکو غوښتي چې د جګړې ضد کمپاين کې برخه واخلي. هغې پر خپلې فيسبوک پاڼې په پښتو او دري ژبو باندې ځينې داسې الفاظ ليکلي چې د جګړې ښکېلې غاړي د زده کړو،پرمختګ او ځوان نسل د خوځښت مخه ونه نيسي. د جګړې د درېدلو غوښتنه يې کړې او يلي يې دي چې روان بحران ته بايد د خبرو اترو له لارې د پای ټکی کښېښودل سي. … نور ولولئ