سینما او موسیقي

د عمران هاشمي د ژوند ترخې شېبې

د هندي سینما مشهور او رومنټیک یا د مینې د کیسو لرونکو فلمونو نوموتی ستوری عمران هاشمي د ژوند پر سختو شېبو خبري کړي. نوموړي ویلي، کله یې زوی ایان د سرطان وژونکي ناروغۍ سره په جنګ و نو دې پېښې ورته رواني ناروغي پیدا کړې وه. تېرو ورځو کې هندي سینما دغه ستوری عمران هاشمي د مشهور هندي ټلویزیوني خپرونې ( کون بني ګا کروړ پتي) کې ګډون کړ وه، د دغه خپرونې کوربتوب … نور ولولئ
سینما او موسیقي

هندي سندرغاړی انو ملک د جنسي تیري تور له امله یو ځل بیا له خپرونې وویستل شو

د هندي سینما مشهور سندرغاړی انو ملک یو ځل بیا د جنسي تیري په مسئله کې د ټلویزیوني خپرونې (انډین ائیډل) څخه لرې شو. هندي رسنۍ وایې، په ۲۰۱۷ کال کې په نړۍ کې د جنسي تیریو او جنسي تیري کوونکو په تړاو په ټولنیزه مېدیا کې یوه کمپاین د می ټو په نوم پیل شو، په دغه کمپاین کې مېرمنو هم برخه واخیسته او هغه کسان یې په نښه کول چې د هغوی سره … نور ولولئ
سینما او موسیقي

په انټرنیټ ډېر پلټل شوي کسان

د هندي سینما مشهور فلم ستوري پریانکا چوپړا او سلمان خان هغه دوه کسان دی چې په دې کال کې تر ټولو ډېر زیات په انټرنیټ کې لټول شوي دي. هندي فلم لوبغاړې پریانکا چوپړا او سلمان خان په نړیواله سطحه په انټرنیټ خلکو ډېر لټولي. د ۲۰۱۹ کال د اکټوبر میاشت کې دغه دوه فلمي ستوري په ترتیب سره په ۲،۷۴ او ۱،۸۳ میلیارد ځله په انټرنیټ کې پلټل شوي دي. بل لور ته، … نور ولولئ
سینما او موسیقي

یو کس خپله مېرمن د هرتیک روشن د مینوالتوب له امله وژلې

یوه مریکایي خپله مېرمن د دې له امله په چاقوګانو وهلې او وژلې یې ده چې هندي سینما د ستوري هرتیک روشن مینواله وه. هندي رسنۍ وایي چې په امریکا کې اوسېدونکي ۳۳کلن دنیشور بدهي دت خپله ۲۷ کلنه مېرمن دوجوئی یوازې په دې خبره په چاقوګانو وهلې چې د بالیوډ د فلمي لوبغاړي هرتیک روشن لیونۍ مینواله وه. د معلوماتو له مخې، دنیشور به چې کله د فلمي لوبغاړي سره د خپلې مېرمنې مینه … نور ولولئ
سینما او موسیقي

جوکر فلم د پیسو ګټلو ریکارډ له ځانه سره لري

د انګلیش سینما مشهور فلم (جوکر) چې څه موده وړاندې ریلیز شوی وه تر اوسه د یوه ارب ډالرو څخه زیاتې پيسې ګټلي دي. د ۶ کروړ ډالرو په لګښت جوړ شوی دغه فلم د انګلیسې ژبې د سینما تراژیدي فلم (جوکر) د نندارې ته تر وړاندې کېدو وروسته تر اوسه د یوه ارب ډالرو څخه زیاته ګټه کړې ده. جوکر مشهور فلم دی چې وړاندې تر دې یې مخکینۍ برخې ډېر مینوال لرل او … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د هند نوموتې سندرغاړې لتا منګیشکر سختې ناروغۍ له امله بستر ده

د هندۍ د موسیقۍ ملکه لتا منګیشکر د روغتیایي حالت د خرابولي له امله نږدې روغتون ته وړل شوي. د معلوماتو له مخې به روغتون کې نوموړې سندرغاړې په عاجله خونه بستر شوې او د څارنې لاندې ده. هندي رسنۍ وایي چې شاوخوا ۹۰ کلنه لتا منګیسکر د ساه بندۍ ستونزه لرله چې خبره ان تر روغتون ورسېده. د دې لپاره چې په ښه ډول يې ساتنه وشي د ډاکټرانو د لارښوونې په اساس په … نور ولولئ
سینما او موسیقي

سلمان خان له فلمه د پاکستان د نوم په خاطر د راحت فتح علي سندرې لري کړې

د هندي سینما مشهور فلم ستوري سلمان خان د خپل راتلونکي نوي فلم (دبنګ۳) څخه د پاکستان مشهور سندرغاړې راحت فتح علي خان سندرې لري کړي دي. اټکل دی چې دغه فلم به ډېر ژر د سینما په پردو روښانه شي او دخپرېدو لپاره یې چمتووالی روان دی. د معلوماتو له مخې راحت فتح علي خان د دغه فلم لپاره دوه سندرې ویلي او ریکارډ کړې کړې وې خو د پاکستان او هند تر منځ … نور ولولئ
سینما او موسیقي

پر مودي ځانمرګي کوونکې سندرغاړې د هنر ډګر پریښود

د پاکستان مشهوره سندرغاړې رابيې پيرزاده د هنر د نړۍ سره د مخه ښې اعلان وکړ، نوموړې په وروستیو کې مودې ته اخطارونو ورکولو د خلکو ښه د پام وړ ګرځېدلې. رابعه پيرزاده د ټولنیزو رسنیو د ویب پاڼې ټوئټر په وسیله د په یوه اعلان کې د سندرو د نړۍ مخه ښه کړې. دغې سندرغاړې لیکلي: «زه رابي پیرزاده د هنر له نړۍ څخه څنګ ته کېدل غوره کوم، الله تعالی دی زما ګناهونه … نور ولولئ
سینما او موسیقي

افغانان اندېښنمن دي چې پاني پت فلم کې ستر احمدشاه بابا ته سپکاوی شوی!

ليکنه: ابوبکر عليزی د هندی سینما دمشهور فلمي ستوري سنجي دت د راتلوونکي فلم په تړاو افغانان یو شمېر اندیښنې لري. پاني پت د هندي سینما نوی خپرېدونکی فلم چې پرون یې ټریلر یا لنډه برخه پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه. دغه فلم د افغانستان د لوی امپراتور احمدشاه بابا د پاني پت په جنګ جوړ شوی چې په کې د لوی امپراتور ورل هندي سینما مخکښ فلم ستوري سنجي دت لوبولی. د پاني پت … نور ولولئ
سینما او موسیقي

وسیم اکرم او میرمن یې د فلم نړۍ ته قدم ږدي

د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او تیز توپ اچوونکی وسیم اکرم دا ځل د کرکټ میدان له پرېښودو وروسته د فلم نړۍ ته قدم ږدي. د معلوماتو له مخې له نوموړي سره به په فلم برخه کې یې مېرمن سنیرا اکرم هم یوځای وي او دغه ډګر کې به جوړه کار کوي. د اردو ژبې مشهورې ویبپاڼې د ګلف نیوز د خبر له مخې وسیم اکرم دا ځل د اداکارۍ په برخه کې … نور ولولئ