رسنۍ

د هند مشهوره سېنمايي ننداره لغوه سوه

خبريال: مدثر دعوت د ممبی فلم شوو نه ترسره کېږي. په هند کې د کرونا وېروس د ډېرښت له کبله د ممبی ۲۲مه نړيواله ننداره سږکال نه ترسره کېږي او ۲۰۲۱ز ته وځنډول سوه. د ممبی د متحرکو انځورونو اکاډمي ( MAMI) چې په هند کې د لويترينې نندارې پرانيستونکې ده ، د کرونا وېروس د ډېرېدو او پدې هيواد کې شاوخوا دوه ميليونه د کرونا ناروغانو ته د رسېدو په خاطر ياده ننداره لغوه … نور ولولئ
سینما او موسیقي

لاجورد: د افغانستان د فلم لومړنۍ ملي ننداره پرانيستل کېږي.

خبريال: مدثر دعوت د لاجورد تر سليک لاندي د افغان فلم لومړنۍ ننداره ترسره کېږي. د افغان فلم ملي فستوال په پنځو اصلي او پنځو فرعي برخو کې وړاندي سويدی. د افغان فلم رئيسي د ټولنيزو رسنيو له لارې ټولو هغو کسانو ته اعلان کړی چې د فلم جوړونې په برخه کې کار کوي د زمري له ۱۵ څخه د تلې تر ۱۵ پوري دې خپل اثار د يوې مياشتي په موده کې د افغان … نور ولولئ
رسنۍ

شاهرخ خان او ډپيکا د "پټان" په نامه فلم کې ګډ کار کوي

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ سېنما باچا شاهرخ خان او ډپيکا پاډوکان د پټان په نامه فلم کې کار کوي. وروسته له هغې چې په ۲۰۱۸ز کې د شاهرخ خان د “زېرو” فلم سخت ناکام سو نو نوموړي د رسنيو سره په مرکه کې وويله چې غواړي د يوڅه عمر لپاره استراحت وکړي او ډېر وخت کورنۍ ته ورکړي. تازه راپورونه خپاره سوي چې شاهرخ او ډپيکا به د فلم جوړوونکي سيدارت آنند په يوه … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د نصرالدين شاه جالبه وړاندوينه

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ سېنما مشهور لوبغاړي نصرالدين شاه د باليووډ د راتلونکي په اړه جالبه وړاندوينه کړې. نصرالدين شاه ويلي چې تر راتلونکو ۲۵ کلونو پورې به هيڅ سينمايي سالون پاته نسي. د کرونا وېروس چې په ټوله نړۍ کې د سېنما کارونه، سالونونه تفريحي ځايونه او د تياتير ځايونه وتړله ،اوس يې انټرنيټي څېره خپله کړې. اوسمهال په نړۍ کې مشهوري سېنماوي خپل ټول توليدات د انټرنيټ له لارې خپروي،فلمونه،سريالونه او نور … نور ولولئ
ادبیات

ارين خان: ځيني انسانان نه تکرارېدونکي دي!

خبريال: مدثر دعوت ارين خان وايي ځيني انسانان پدې خاوره بيا نه تکرارېږي. افغان فلمي ستوري ارين خان د پښتو ژبې د پياوړي ليکوال اکاډمېسن سلېمان لايق د مرګ په اړه خپل احساسات شريک کړي او نوموړی يې د افغانستان لپاره ستره ضايع بللې. خان وايي د انسان قدر بايد په ژوندينه وسي او وستايل سي، ځکه هيڅوک د خپل استعداد سره نړۍ ته بيا ځلي نه راګرځي او ترمرګ وروسته يې يادونه او توصيف … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د افغان سېنما مشهوره لوبغاړې د اسپانيا د يوې معتبري جشنوارې داوره سوه

خبريال: مدثر دعوت د افغان سېنما مشهوره لوبغاړې لينا علم په اسپانيا کې د ايمجين انډيا جشنوارې د پرېکړه کوونکو کسانو په ډله کي راغلې. د ۲۰۲۰ز ايمجين انډيا جشنواره چې د کرونا وېروس له کبله ځنډېدلې وه د سپټمبر د ۲۴ څخه د نومبر تر ۷مې د اسپانيا په پلازميني مادريد کې ترسره کېږي. په دې فيستوال کې ۱۵۵ فلمونو د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه وړاندي کېږي. د داورانو ډله چې ۲۰ غړي … نور ولولئ
رسنۍ

هغه لوی زيان چې کرونا وېروس د باليووډ سېنما ته اړولی

خبريال: مدثر دعوت د هند سېنماوي يوه مياشت نوري هم تړلي پاتېږي. پداسي حال کې چي د هند حکومت پرون د کرونا وېروس له کبله د قرنطين څخه د راوتلو دريمه مرحله پلې کوله يو ځل بيا يې د سېنما تالارونو،رستورانتونو ،تفريحي پارکونو او ورزشي فعاليتونو ته اجازه ورنکړه. د هند د کورنيو چارو وزير ويلي چې ټول هغه ځايونه لکه عبادت ځايونه، سياسي ،ورزشي او نور هغه فعاليتونه چې د خلکو د راټولېدو لامل … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د باليووډ پنځه فلم جوړوونکي يوځای د کرونا په اړه فلم جوړوي

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ پنځه فلم جوړړونکي د کرونا وېروس په اړه د فلم جوړولو لپاره له یوبل سره مرسته کوي. د کرونا په اړه دا فلم به يوه پروژه وي چې د څو لنډو فلمونو مجموعه به وي خو لا تر اوسه يې نوم ندی ټاکل سوی. دا فلم د هند د مشهور فلم جوړوونکي ” انوباوسينها” د کمپنۍ له لورې جوړيږي چې څلور نور مشهور فلم جوړوونکي ” کيتان مهتا، سودير ميشرا، … نور ولولئ
افغانستان

افغان فلم د بيرغ ملي ورځ ولمانځله

خبريال: مدثر دعوت د افغان فلم ادارې د ملي بيرغ ملي ورځ ولمانځله. افغانستان کې د سېنما يوازنۍ دولتي ادارې ” افغان فلم” د بيرغ ملي ورځ ولمانځله. د زمري اوومه چې په ټول افغانستان کې د بيرغ د ملي ورځي په نوم ياديږي،نن د افغانستان په ټولو ولايتونو کې په خورا شانداره ډول ولمانځل سوه. د افغان فلم اداره چې اونۍ وړاندي ۵۲ کلنه سوه، رئيسي صحرا کريمي يې نن پر خپل ټويټر پاڼي … نور ولولئ
سینما او موسیقي

که شاهرخ خان فلمي ستوری نه وای نو څه به وای؟

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ سېنما باچا شاهرخ خان په يوې نوي مرکې کې د خپل کار او مسلک په اړه خبري کړي. شاهرخ خان چې د تېرو دريو لسيزو راهيسي پر باليووډ سېنما باچاهي کوي، په ۱۹۹۲ز کې د “ديوانا” فلم سره بالیووډ ته داخل سو،خو کله چې يې په “ډر” فلم کې منفي رول اجرا کړ ډېر زيات مشهور سو او د ډايريکټرانو فکر يې ځانته واړوی. ده په “ټايمز اينډيا” سره په … نور ولولئ