ادبیات

شعر د معاصرې ژبپوهنې په رڼا کې

د شعر په باب له پخوا نه دا خبره مطرح کېږي، چې شعر له نحوي او په ټوله کې له ګرامري خپلواکۍ څخه برخمن دی. په همدې امتیاز ګڼ شاعران ځان د خپلې اړوندې ژبې له ګرامري جوړښت څخه څه ناڅه لوړ بولي او فکر کوي چې د نثري ژبې په څېر د ګرامر رعایت د شعري ژبې ښکلا او تصویر تر سیوری لاندې راولي او شعریت ته زیان رسوي. دا ډله شاعران دا خبره … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د هېواد نامتو سندغاړي “استاد ګلزمان” د ژوند پور پرې کړ!

هېواد کې رسنیو د تکړه سندغاړي استاد ګلزمان د مړینې خبر ورکړی دی.د راپورونو پر بنسټ، سرچینو تایید کړې چې استاد ګلزمان، سندرغاړی او سندرې جوړوونکی د ۸۲ کالو په عمر د ومړ. سرچینو ویلي چې استاد پرون جمعه د کب شپږمه د ورپېښې ناروغۍ له امله په ابدي خوب ویده شو.نوموړی د افغاني موسیقۍ له مشهوره څېرو څخه و، چې په پښتو ژبه یې سلګونه سندرې او ترانې ویلي. نوموړي په ۱۳۴۳ ه.ش کې … نور ولولئ
پوهنه

د امام قتیبه رحمه الله پېژندګلوي او کارنامې

قتیبه بن سعید بن جمیل بن طریف بن عبدالله الثقفي، ابو رجاء البلخي البغلاني؛ چې په بلخ کې زېږېدلی دی. د شېخ الاسلام امام قتیبه صاحب له شاګردانو څخه، چې احمد بن سیار مروزي نومېږي، وايي: ما خپله د امام قتیبه(رح) څخه اوردېدلي و چې ویل یې، (وَلَدَتُ سَنَهَٔ خَمسِینَ ومائهٔ) یعنې، په یو سلو پنځوس(۱۵۰) هجري کال کې زېږېدلی یم. د امام قتیبه رحمه الله په پېژندګلوي کې د (الثقفي) کلمه ځکه یاده شوې، … نور ولولئ
ادبیات

ناسم ویل شوي سروکي

لیکنه: ماهر احسانزی سروکي د لنډیو په څېر د ولسي ادب ښکلې برخه ده، چې د ښکلا معیار ته یې د لنډیو په عینکو کتل په کار دي، خو چې لیکلي نه، ګړني ادب پورې اړه لري، نه يې ښکلا اندازه شوه او نه یې تر اخره لومړنۍ بڼې پاتې شوې.. ډېر شمېر سروکي که په لومړنۍ بڼې را پاتې ندي خو دوهمه یا نوې بڼه یې هم کومه معنوي ستونزه لري لکه : پاس … نور ولولئ
ادبیات

پټ استعداد مو وغوړوﺉ؟

انتوني برجس څلوېښت کلن و، چې روغتیاپالانو ورته وویل یو کال نور ژوند کوي، ځکه په خپل مغز کې تومور لري. هغه له ځان څخه زیات خپلې مېرمنې ته اندېښمن و، چې وروسته له ده ورته هېڅ نه پاتې کېږي. انتوني وړاندې تر دې تکړه لیکوال نه و، خو په باطن کې یې داستان لیکلو ته لېوالتیا لرله او پوهېده چې بالقوه وړتیا په وجود کې لري. نو له همدې امله یې خپلې مېرمنې ته … نور ولولئ
ادبیات

د چرسي زوی!

لیکنه: عبدالوهاب مومند ما غوښتل یوازې په دې ناول باندې سرسري کتنه وکړم، وخت راسره کم و، د یو پراګراف لوست څخه وروسته په دې ناول کې تلوسه دومره زیاته وه چې ځان ته مې ددې اجازه ور نه کړه چې خپل نورو کارونه ته ورسېږم، همدا اندېښنه راسره وه چې وروسته به څه کېږي؟! د ناول همدا خوندوره تلوسه او خواږه کلیوالي الفاظ و، چې په کم وخت کې مې د یاد ناول داستان … نور ولولئ
افغانستان

نۍ: افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د رسنیو څخه د ملاتړ ازاد بنسټ، نۍ د رسنیو د تړل کېدل او د لسګونه خبریالانو وزګارېدل، د اندېښنې وړ بللې ده. د جدي/ مرغومې ٢٧ د دغه بنسټ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د واکمنېدو وروسته په افغانستان کې، د لسګونه رسنیو دروازې تړل شوي او ډېر شمېر کارکوونکي وزګار شوي دي. نۍ ټینګار کړی چې د ډېری رسنیو تړل کېدل او د خبریالانو بې کاره … نور ولولئ
ادبیات

د زمزمه غزل د شعر مقام

محمود دلګیر شعر خپله یو مقام دی، خو زموږ مطلب دلته د شعر له مقام څخه د شاعر/ شاعرې شعر له خامۍ څخه راوتل او د پوخ والي څومره والی دی. موږ دلته د یوې ښځینه شاعرې په شاعرۍ غږیږو. دا خبره به ډېره سولېدلې شي چې زموږ په ټولنه کې د ښځینه شاعرې په محرومیتونو او بندیزونو خبرې وکړو او بیا یې په همدغه تله شاعري وتلو، دا سمه خبره ده چې ټولنه، ماحول … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان تر ټولو بوډا کس د ۱۴۴ کالو په عمر ومړ!

داسې حال کې چې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې د نړۍ تر ټولو بوډا کس په جاپان کې خپله 119مه کلیزه ونمانځله؛ په تا. لبانو پورې اړوندې خبرپاڼه کې راغلي چې د نړۍ تر ټولو سپین ږیری کس په افغانستان کې وو چې په 144 کلنۍ باندې تېره ورځ ومړ. باختر اژانس وایي چې دا کس مولوي محمد امین چې پر غټ ملا مشهور و، د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. د جاپان اوسېدونکی … نور ولولئ
ادبیات

د نوي کال، نوې ډالۍ؛ پښتو ادب ته تازه چاپ شوی اثر!

(واورینه) هغه شعري ټولګه ده، چې ویناوال یې محمد وسیم مومند دی، دا کتاب بغلان ادبي بهیر خپور کړی او د چاپ زیار یې هم د یاد بهیر فرهنګي کورنۍ پر غاړه درلود، چې په ښه کیفیت سره تازه د چاپ په ګاڼه سمبال شو. مومند صیب د بغلان د (خُمار او بهار) شاعر دی چې د  اشعارو په هېنداره کې یې انتیک کرښې را نغښتل شوي. د کتاب حجم ۱۲۳ مخه ده چې د … نور ولولئ