سپورټ

اسټرالیایي لوبغاړی: ویرات کولی بهترین لوبغاړی دی، خو ریکارډونه نه شي ماتولی !

پخواني اسټرالیایي لوبغاړي سټیف واف ویلي، چې ویرات کولي د نړۍ په کچه بهترین لوبغاړی دی؛ خو ټول ریکارډونه نه شي ماتولی. د کرېک ټرېکر په نامه یوې وېب پاڼې د واف له قوله لیکلي، چې ویرات کولي هر وخت ریکارډ جوړولی شي؛ خو هیڅکله د دې قابل نه دی، چې ټول ریکارډونه مات کړي. سټیف واف په داسې حال کې دا خبره کوي، چې ویرات کولي د ویسټ انډیزخلاف د پنځه یو ورځنیو لوبو … نور ولولئ
سپورټ

د ګوګلي ماسټر، شل کلن راشد خان ۲۰۰ ویکټې

راشدخان ارمان چې سږ کال شل کلن شو او د شل کلنۍ کلیزه یې ولمانځل شوه، خو وېکټې یې تر خپل عمر زیاتې اخېستې دي. نوموړي په ۱۳۴ شل اوریزه لوبو کې ۲۰۰ وېکټې پوره کړې. د نوموړي د ۲۰۰ وېکټو لمانځنه سن رایزرز حېدراباد لوبډلې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کړې ده. د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې په رسمي فېسبوک پاڼه او ټوېټر پاڼه لیکل شوي دي ((راشدخان ته دې د ۲۰۰ وېکټو اخېستل … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي یو ځل بیا بیګ باش کې لوبه کوي

د نړۍ دوهم نمبر افغان ال راونډر محمدنبي عیسی خېل یو ځل بیا په بېګ باش لیګ سیالیو کې وپېرل شو. محمدنبي عیسی خېل تېرکال د اسټرالیا په سوداګریزکرکټ لیګ بېګ باش کې د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې په ګټه لوبېدلی و او یو ځل بیا د نوموړې لوبډلې د مشر انډریو مک ډونالډز له خوا اخېستل شوی دی. محمدنبي عیسی خېل ویلي، چې تېرکال هغه په بېګ باش لیګ کې ولوبید او خورا خوښ و. … نور ولولئ
سپورټ

ډوني دریم لوبغاړی دی، چې د هند لپاره لس زره منډې پوره کوي

د هندوستانۍ لوبډلې پخوانی بریالی لوبډلمشر د هند لپاره د ریکارډ په درشل کې دی، هغه ته یواځې یوه منډه پاتې ده، چې د هندوستان لپاره د دریم غوره لوبغاړي په توګه لس زره منډې ثبت کړي. ایم ایس ډوني، چې په ۲۰۰۷ م کال کې د هندوستانۍ لوبډلې لوبډلمشر شو او تر اوږدې مودې وروسته په ۲۰۱۶ م کال کې له لوبډلمشرۍ لاس په سر شو؛ اوس تر ټېنډولکر او اوسني لوبډلمشر ویرات کولي … نور ولولئ
سپورټ

د توپوهونکي رن اوټ یا په منډه سوځیدل

تاسې به ډېری وخت لیدلي وي، کله چې لوبغاړی رن اوټ شي حالت یې خراب وي او په دوهم توپ وهونکي، چې ده سره ملګرتیا غځوي په قهر وي. د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ په دوهمه شل اوریزه لوبه کې اسټرالیایي مارنوس لبوس چېنج رن اوټ شو د هغه په رویه او سلوک کې ډېر زیات توپیر راغی. ځېنې وختونه چې لوبغاړی رن اوټ شي، ځان سره کنځلې کوي او یا هم په مقابل لوري … نور ولولئ
سپورټ

پولیسو پخوانی سریلانکایي لوبغاړی د ډزو په پېښه کې نیولی

د سریلانکایي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ارجونا راناټونګا د دوشنبې په ورځ د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د پولیسو له خوا هغه مهال ونیول شو، کله چې د نوموړي ساتونکو د هغه د ساتنې لپاره د هغه د کمپنۍ، چې سېلون پېټرولیم کمپنۍ ده بهر ډزې وکړې. د ډزو په پېښه کې درې سریلانکایي عام وګړي ټپیان شوي وو. رناټونګا د سریلانکا پخوانی لوبغاړی دی او اوسمهال د سریلانکا د پېټرولیم وزیر دی. نوموړی د … نور ولولئ
سپورټ

افغان کرکټ بورډ کې بدلون: عزیزالله فضلي وايي نور بدلون هم را روان دی

د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۳۱ مه نېټه د افغان کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي د یوې خبري ناستې په ترڅ کې اعلان کړه چې د غوراوي کمېټې پخوانی مشر نوروز منګل له دندې لرې او پرځای یې دولت احمدزی په دنده وګمارل شو. د ده سربېره اسدالله خان او پاچاحُسېن د غوراوي کمېټې غړي شول. د ډېسپلین کمېټې لپاره الله داد نوري مشر وټاکل شو، عبدالولي امین او احمدشاه سُلېمانخېل د یادې … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د چا لوبې کتلې او څنګه دومره ښه توپ اچونکی شو؟ ټوله کیسه دلته ولولئ

د راشدخان په توپ اچونه کې تر ډېره پورې د شاهد افریدي د توپ اچونې څرکونه لیدل کېږي، په علت یې پوهېږئ؟ راشدخان یو وېب سایټ ته کیسه کړې، چې بیا دغه کیسه کرېک بز وېب سایټ خپره کړې ده، راشدخان وایي یوه ورځ په کور کې ناست وم او تلویزیون مې کاته، چې شاهد افریدي توپ اچونه کوله، دی وایي د هغه ویښتانو، وېکټ اخیستنې خوښۍ او لېګ برېک توپ اچونې په ما اغېز … نور ولولئ
سپورټ

راشد د شل اوریزو په دربجه بندۍ کې په لومړي مقام پاتې، پاکستانی شاداب دویم دی

د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د شل اوریزو لوبو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ د توپ اچوونې په برخه کې افغان سلو توپ اچوونکی راشد خان په خپل ځای پاتي او لومړی مقام لري. تازه اعلان شوې درجه بندي ښیي چې پاکستانی شاداب خان د توپ اچوونکو په نوم لړ کې دویېم او نیوزلینډی ایس سوډهی دریېم ځای لري، تر دوې وروسته په ترتیب سره هندوستانی یزوندرا چاهل څلورم، د انګلینډ عادل رشید … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستانۍ لوبډلې د ستایلو له امله، ډین جونز ته کنځلې وشوې

د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ د دوه ټېسټ او درې شل اوریزه لوبو لړۍ پاکستان وګټلې او اسټرالیا یې وایټ واش کړه. کله چې پاکستانۍ لوبډلې لومړۍ، دوهمه او دریمه شل اوریزه لوبې وګټلې؛ نو اسټرالیایي پخواني لوبغاړي او د افغان شپږیزه لیګ تبصره کوونکي ډین جونز د پاکستان او اسټرالیا د لوبې پرمهال د پاکستان د لوبې صفتونه وکړل او د هغوی لوبه یې د توپ وهنې او توپ اچونې په برخه کې وستایله. … نور ولولئ