سپورټ

د فوټبال وتلی نړیوال لوبغاړی میسي په لنډ ډول وپېژنئ!

لیکنه: صابر حمیدي د آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه لوبغاړی او لوبډلمشر لیونل میسي په اړه به مو ډېر څه اورېدلي وي، خو دلته ئې د شخصي ژوند، کورنۍ او لوبیز ژوند په اړه لنډ معلومات درکوو. پوره نوم او  زوکړه ئې د میسي پوره نوم لیونل آنډرس میسي کوچیتیني دئ، دی په ۱۹۸۷م کال کي د جون میاشتي په ۲۴مه نېټه د آرجنټاین هیواد په روساریو ښار کي زېږېدلی … نور ولولئ
سپورټ

شاهین آسمايي فوټبال لوبډلي ته د لوبغاړو غوراوي سیالۍ پيل سوې

راپور: صبر حمیدي وړمه ورځ د یکشنبې په ورځ د کابل په غازي فوټبال لوبغالي کي شاهین آسمايي فوټبال لوبډلي ته د لوبغاړو ټاکنیزي سیالۍ پيل سوې. د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا په خبره سوې خبرپاڼه کی راغلي، چي په دې سیالیو د کابل ولایت څخه ۸ غوره لوبډلو ګډون کړی. د یادي خبرپاڼي په حواله یادي اته لوبډلي اُردو، سباوون، متحد افغان، سره میاشت، حبیبیانا، جوانان پنجشېر، اتحاد او امرخېل لوبډلي شاملي دي. یادي … نور ولولئ
سپورټ

افغان فوټبال غوره لیګ ته طوفان هرېرود چمتوالی پيل کړ

راپور: صابر حمیدي تیره اونۍ په هرات ولایت کي د هرات اې، هرات بي، هرات سي، فراه، غور او بادغیس لوبډلو ترمنځ د فوټبال ولایتي سیالۍ ترسره سوې، چي موخه ئې ورڅخه د طوفان هریرود  فوټبال لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه. له هغه سیالیو وروسته تیره شنبه د یادي لوبډلي ۲۱ کسیزه غوره سوي لوبغاړي اعلان سول. یادو لوبغاړو کي فیصل حمیدي او ګلالی رحیمي ګول ساتونکي او پاته نور لوبغاړي فرزاد عطايي، … نور ولولئ
سپورټ

په کابل کې د کیک بُکس ځلېدلي کندهاري لوبغاړي وستایل سول

راپور: صابر حمیدي د یکشنبې په ورځ د کندهار بدني روزني ریاست له لوري هغه کندهاري لوبغاړي وستایل سول، چي تیره اونۍ ئې په مرکز کابل کي د کیک بُکس په سیالیو کي ښې لوبي ترسره کړې او بیلابیلي لاسته راوړني ئې خپلي کړې. د کندهار د بدني روزني سرپرست رئیس مدیر آغا یاران ته وویل، چي دې لوبغاړو ته ئې بیلابیلي جایزې ورکړې. د مدیر آغا په خبره، چي ددې لوبغاړو د ستایلو څخه … نور ولولئ
سپورټ

ګریزماین د بارسلونا فوټبال لوبډلي سره یوځای سو

راپور: صابر حمیدي د فرانسې هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او اتلاتیک ماډریډ فوټبال کلب تکړه لوبغاړی انتونیو ګریزماین د ۱۲۰ میلیونه یورو په ارزښت د ۵ کلنو لپاره د بارسلونا فوټبال لوبډلي سره یو ځای سو. هغه پرون روغتیايي ټېسټ ورکړ او مینوالو ته ورمعرفي سو، چي تر معرفۍ وروسته ئې یو خبري کنفرانس هم ورکړ. هغه په یاد کنفرانس کي خوښي وښودل، چي د بارسلونا او د نړۍ د وتلي لوبغاړي لیونل میسي … نور ولولئ
سپورټ

په غزني کې د سوک وهنې سیالۍ پيل سوې

راپور: صابر حمیدي د مسئولینو په خبره د سوک وهني دا لوبي د افغانستان آزادۍ د ۱۰۰ کلیزي په ویاړ په غزني ولایت کي جوړي سوې. دا لوبي د غزني ولایت د سوک وهني په عمومي ورزشي جمنازیم کي د ۳ ورځو په جریان کي ترسره کیږي، چي موخه ئې ورڅخه د غزني منتخبي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل دي. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي د سوک وهني په … نور ولولئ
سپورټ

د طوفان هریرود فوټبال لوبغاړي اعلان سول

تیره اونۍ په هرات ولایت کي د هرات اې، هرات بي، هرات سي، فراه، غور او بادغیس لوبډلو ترمنځ د فوټبال ولایتي سیالۍ ترسره سوې، چي موخه ئې ورڅخه د طوفان هریرود  فوټبال لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه. له هغه سیالیو وروسته پرون شنبه د یادي لوبډلي ۲۱ کسیزه غوره سوي لوبغاړي اعلان سول. یادو لوبغاړو کي فیصل حمیدي او ګلالی رحیمي ګول ساتونکي او پاته نور لوبغاړي فرزاد عطايي، نوید نادم، علي … نور ولولئ
سپورټ

سبا په کندهار کې د فوټبال دریدلی لیګ بیرته پيلیږي

د مسئولینو په خبره د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي تر روژې مخکي د فوټبال لیګ پيل سوی وو، چي د روژې او ولایتي سیالیو په پار ئې لوبي درېدلي وې، خو سبا دوشنبه ئې بیرته لوبي پېلیږي. لومړۍ لوبه سبا دوشنبه ماپښين ۵ بجې د پامیر او آریانا فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. د کندهار د فوټبال فدراسیون رئيس نصیر احمد رحماني یاران ته وویل، چي په دې لیګ کي  ۱۶ الف او … نور ولولئ
سپورټ

په کابل کي د والیبال روزونکو لپاره ۵ ورځنی کورس پاي ته ورسېد

د مسئولینو په خبره د والیبال لومړۍ درجې دا ۵ ورځنی کورس تیره سې شنبه په کابل ولایت کي پيل سو وو، چي موخه ئې ورڅخه د والیبال د روزونکود وړتیاوو لوړول وه. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي د والیبال په دې روزنیز کورس کي ۲۰نارینه او ښځینه روزونکو ګډون کړ وو، چي یادو روزونکو ته د نړیوال روزونکي یوسف صادقي او د لوبڅارانو د کمېټې مسئول فهیم صمیم له … نور ولولئ
سپورټ

کابل کې د ښځینه وو ترمنځ د باوولینګ لوبي ترسره وشوې

د مسئولینو په خبره د ښځینه وو ترمنځ د کابل منتخبي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د باوولینګ دوهم پړاو سیالۍ ترسره سوې، چي موخه یې ورڅخه د کابل منتخبې لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه. د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست مسئولین وايي، چي په دې سیالیو کي ۱۵ ښځینه لوبغاړو ګډون کړی وو، چي له ډلي یې ۶ لوبغاړي د کابل منتخبي لوبډلي ته غوره کړل سوې. د … نور ولولئ