سپورټ

د IPL سیالیو لپاره د بولۍ،اخېستل شوي لوبغاړي.

چینای لوبډله؛ د بولي په لومړۍ ورځ د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ چینای لوبډلې دغه لوبغاړي پېرلي دي؛ سام کورن، پیئش چاولا، سی کېشور او جاش هزل ووډ. ممبيي لوبډله کرېس لیین، نتن کولټرنایل، ساوراب تېواري، مُحسِن خان، ډېګ ویجی دېشموک او پراینس بلوانت رای. ډیلي لوبډله جېسن رای، کرېس ووکس، الېکس کېري، موهېټ شرما، توشار ډېشپانډی، شېمرن هېټمېئر، ماکُس سټاینېس او لالېت یداف. کېنګز ایلیون پنجاب لوبډله ګلېن مکسوېل، … نور ولولئ
سپورټ

 پټ کمېنس د آې پي ایل په تاریخ کې د لوړ قېمت ریکارډ جوړ کړ

د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل کرکټ لیګ د بولي په لومړۍ ورځ ځېنې لوبغاړي په لوړ قېمت وپلورل شول، چې د دغو لوبغاړو په منځ کې اسټرالیایي فسټ یا چټک بالر په لوړ قېمت د پېرلو ریکارډ جوړ کړ. پټ کمېنس، چې د اسټرالیایي لوبډلې فسټ بالر دی، د کلکته لوبډلې له خوا په ۱۵۵ ملیونه هندي کالدارو واخېستل شو، چې شاو خوا ۱۵ نیمه کروړه هندي کلدارې کېږي. دا د آې پي … نور ولولئ
سپورټ

سنګاکارا د مېرېلېبن کرکټ کلب لوبډله رهبري کوي.

د سریلانکایۍ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او کیڼ لاسی توپ وهونکی سېنګا کارا چې اوسمهال په کرکټ نړیواله شورا کې دنده لري، نېت لري چې د ایم سي سي یا مېرېلېبن کرکټ کلب لوبډله رهبري کړي او پاکستان ته سفر وکړي. پاکستان چې لس کاله وروسته د سریلانکایۍ کرکټ لوبډلې د ټېسټ لوبو کوربتوب کوي؛ نو په ۲۰۲۰ م کال کې به د ایم سي سي لوبډلې کوربتوب وکړي. د مېرېلېبن کرکټ کلب مشر سېنګا کارا … نور ولولئ
سپورټ

۵ ځوان افغان لوبغاړي، چې ښایي IPL کې واخېستل شي.

د کرېک ټرکر وېب پاڼې لیکلي دي، چې د نن ورځې آې پي ایل بولي کې به ښايي د محمدنبي، راشدخان او مجیب الرحمن پرته پنځه ځوان افغان لوبغاړي واخېستل شي. په دغو پنځه لوبغاړو کې لومړی نوم د نور احمد ذکر شوی دی. د نور احمد پېژندنه نور احمد لېګ برېګ کیڼ لاسی چېنا مېن توپ اچوونکی دی، چې د ورزشي رسنیو د راپورونو له مخې ۱۴ کاله عمر لري او افغان ۱۹ کلنو … نور ولولئ
سپورټ

په ۲۰۱۹ز کال کې ويرات کوهلي تر ټولي ډيري منډي کړي.

دا چې کرکټ د کال په اوږدو کې په مختلفو هېوادونو کې کېږي او روان وي؛ نو د دغو شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو په اوږدو کې ځېنې لوبغاړي بیا مخکښ دي. د نړۍ د کرکټ په لوبغاړو کې ځېنې لوبغاړي داسې دي، چې کارکرده ګي یې بالکل مثبته وي او د دغو لوبغاړو د ښې لوبې له کبله یې لوبډلې بریالۍ کېږي. ۲۰۱۹ م کال کې ویرات کولي، روهېټ شرما او بابراعظم … نور ولولئ
سپورټ

ایرلېنډ د افغانستان  پر وړاندې سیریز لغوه کړ!

د ایرلېنډ کرکټ بورډ اعلان کړی، چې له افغان لوبډلې سره د ۲۰۲۰ م کال مارچ میاشت کې په خپل کوربتوب سیریز نه کوي، د نوموړي هېواد د کرکټ بورډ مشر ډیوټروم ویلي چې بورډ ته مالي ستونزې پېښې او له همدې امله افغانستان سره لوبې نشي کولای. تمه وه چې افغان لوبډله به د ۲۰۲۰ م کال په مارچ میاشت کې د ایرلېنډ په کوربتوب له ایرلېنډ سره شل اوریزې، یو ورځنۍ او ټېسټ … نور ولولئ
سپورټ

د اسټرالیا بیګ باش لیګ سیالۍ د ظاهرخان په لوبه پيل شو.

د نړۍ د غوره لیګونو په منځ کې د اسټرالیا سوداګریز کرکټ لیګ یا بېګ باش هم یو غوره لیګ دی، په دې لیګ کې سږ کال پنځه افغان لوبغاړي اخېستل شوي دي، چې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، قېس احمد، مجیب الرحمن او ظاهرخان پکتین یې برخه دي. د سه شنبې په ورځ د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون دغه لیګ پیل شو او تر ۲۰۲۰ کال فبروري میاشت … نور ولولئ
سپورټ

د لوبغالي اړخونه او د توپ وهونکي لوبونه.

د کرکټ مبصرین دې برخې ته ډېره اړتیا لري، چې باید پرې پوه شي، کله چې تاسې په لوبغالي یا رسنیو کې کمینټري یا په کرکټ لوبه تبصره کوئ؛ نو باید د لوبغاړو په شاټونو او د لوبغالي په لوریو یا طرفونو پوه شئ. که چېري تاسې د شاټ وهلو سره سمه کمینټري ونه کړئ، غېرې مسلکي ښکارئ او بیا در پورې اورېدونکي او لیدونکي خاندي. نو د دې لپاره چې یوه درسته کمینټري وکړو؛ … نور ولولئ
سپورټ

پروین کومار: تر اوسه مې مېږی نه دی ازار کړی، ګاونډی څنګه خفه کولای شم؟

د هندۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او منځنی توپ اچوونکی پراوین کومار د خپل ګاونډي او د هغه د زوی په وهلو تورن شوی دی.  د پراوین کومار ګاونډی ډيپک شرما نومېږي او د تلویزیون پروډیوسر دی. د ډېسمبر په ۱۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ پراوین کومار تورن شوی، چې په خپل ګاونډي او د هغه پر زوی یې ګوزارونه کړي دي. ویل کېږي چې یو هلک او د هغه پلار د بس لپاره … نور ولولئ
سپورټ

مکسویل له رواني ستونزې وروسته لوبډله رهبري کوي.

د اسټرالیایي لوبډلې پیاوړی الراونډر ګلېن مکسویل چې د اکټوبر په ۱۲ مه نېټه د دماغي ستونزې له امله له لوبډلې جلا شو؛ یو ځل بیا چمتو شوی چې په بېګ باش لیګ کې د مېلبورن سټارز لوبډله رهبري کړي. مکسویل په تېرو پړاوونو بېګ باش لیګ کې هم له مېلبورن سټارز لوبډلې سره لوبېدلی او سږ کال د دې لوبډلې مشران غواړي، چې مکسویل ته لوبډلمشري وسپاري. نوموړي ته د پاکستان خلاف سیریز کې … نور ولولئ