سپورټ

افریقایي لوبغاړي د نورو افریقایانو د ژړا سبب شول

یاران سپورټس د ۲۰۱۵م د نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام د نیمه پایلوبې پرمهال ګرنټ ایلیټ په داسې حال کې شپږیزه ووهله، دواړه لوبډلې په حساس وخت او پړاو کې وې. ګرنټ ایلیټ هغه مهال شپږیزه ووهله، چې په دوو توپونو ۵ منډې پاتې وې او د افریقا په چټک توپ اچوونکي ډیل سټین یې شپږیزه ووهله، د دغې شپږیزې په مرسته نیوزیلېنډ لوبه وګټله او لوبډله یې پایلوبې ته ولاړه. له دې وړاندې د … نور ولولئ
سپورټ

د کرونا وایروس له امله لغوه شوې کرکټ لوبې

یاران سپورټس د مارچ میاشت له درېیمې نېټې تر دې دمه ۱۹ لویې او وړې کرکټ سیالۍ د کرونا وایروس د مخنیوي په خاطر لغوه یا کېنسل شوي دي، چې په دې لړ کې د هندوستان، انګلستان، اسټرالیا، پاکستان او افغانستان لوبې شاملې دي. د مارچ میاشت کې د کرونا وایروس د خپرېدو وېره زیاته شوه او له چین څخه یې نورو هېوادونو ته هم مخه وکړه. دې وایروس د مارچ میاشت په اوږدو کې … نور ولولئ
سپورټ

په آی پي اېل کې د چینای او بنګلور لوبډلو د برياوو او ماتو لاملونه

یاران سپورټس د آی پي اېل سیالیو په لړ کې به مو د آر سي بي یا بنګلور لوبډلو بخت او ماتې ننداره کړې وي، چې هر کال یې آی پي اېل سیالیو کې خوري. دې لوبډله کې که څه هم پیاوړي لوبغاړي اخیستل کېږي او لوبېږي، خو بیا هم تر پایلوبې نشي تللی او هېڅ اتلولي یې نه ده ګټلې. ویرات کولي، ای بي ډیویلیرس، ځینې وختونه کرېس ګېل، مېچل سټارک، ډیل سټین او … نور ولولئ
روغه سټه

انګلستان کې کابو دوې نیمې میاشتې رسمي کرکټ سیالۍ وځنډېدې

یاران سپورټس د کرونا مرګوني وایروس د نړۍ په کچه ټول کارو بار زیانمن کړی او لوبې هم ترې خلاصې نه دي. اوس مهال د نړۍ په هغو هېوادونو کې چې د کرونا پېښې پکې په چټکۍ په خپرېدو دي او یا هم هغه هېوادونه چې له جدي ګواښ سره مخ دي، د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې یې ټول د ګڼې ګوڼې فعالیتونه ځنډولي، چې دې برخه کې لومړي سرکې لوبې شاملې دي. د … نور ولولئ
سپورټ

بابراعظم غوره دی که کی ایل راهول؟

یاران سپورټس تاسې به د کرکټ نړۍ کې دوه ځوان او تکړه توپ‌وهونکي پاکستان بابراعظم او د هندوستان اوپنر توپ‌وهونکی کی ایل راهول پېژنئ، دوی دواړه وړ لوبغاړي دي، خو د دوی د وړتیاوو څرک د کرکټ نړیوالې شورا له درجه‌بندۍ هم لګېدلی شي. بل پلو د کرکټ مبصرین هم د دوی په اړه تبصره کړې ده، چې دې برخه کې یو مبصر د اسټرالیا برېډ هاج دی. ځینې وختونه ننداره‌کوونکي او د کرکټ مینه‌وال … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیا وایي، په نړیوال جام کې باید د باراني ورځو جبران لپاره ریزرف ورځې موجودې وي

یاران سپورټس د اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي، چې د نړیوال جام پلی اف سیالیو کې باید ریزرف یا چمتو ورځې وي، چې د باراني ورځو جبران وکړي. د اسټرالیا کرکټ بورډ هیله ښودلې چې د کرکټ نړیواله شورا د نړیوال جام دوو نیمه پایلوبو ته چې لومړۍ هغه یې د نومبر په ۱۱مه د اسټرالیا په اډیلایډ ښار کې ترسره کېږي او دویمه یې د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې ترسره کېږي، ریزرف یا چمتو … نور ولولئ
سپورټ

راتلونکې سه شنبه د آی پي آېل په اړه پرېکړه کېږي

یاران سپورټس د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې دوی راروانه سه شنبه د مارچ میاشت په ۲۴ مه د آی پي اېل د ټولو لوبډلو له څښتنانو یا مالکانو سره غونډه لري او په دې به بحث وکړي، چې راتلونکی آی پي اېل لوبې څه وخت او څنګه ترسره کړي. د آی پي اېل سوداګریزې کرکټ لوبې د مارچ میاشت له ۲۹ مې د اپرېل ۱۵مې نېټې ته د کرونا ویروس له … نور ولولئ
سپورټ

د الېکس هېلس د کرونا ټېسټ په اړه ضدو نقیض راپورونه

یاران سپورټس د انګلستان کرکټ لوبډلې پیاوړي اوپنر توپ‌وهونکي الېکس د کرونا ټېسټ په اړه خلکو څرګندونې کړې دي. د مارچ په ۱۶مه هغه له پاکستان څخه انګلستان ته لاړ او هلته یې توده تبه، ستوني درد او ټوخې پیل کړ. کله یې چې ټېسټ وشو، نو ځينو رسنیو د هغه ټېسټ د ډاکټرانو له قوله مثبت را اخیستی، خو ځینو کسانو بیا د هغه ټېسټ مشکوک بللی دی. د بزینېس په نامه یوې وېبپاڼې … نور ولولئ
سپورټ

په ای پي اېل کې د اسټرالیا د پینځلس لوبغاړو شتون نامعلوم دی

یاران سپورټس د اسټرالیا پنځلس لوبغاړي چې په آی پي اېل کې اخیستل شوي وو، ښایي په راروان آی پي اېل لیګ کې ونه شي لوبېدلای. ګلېن مکسوېل، اېرون فېنچ، ډېوېډ وارنر، کرېس لېن، کرېس ګرین، مېچل سټارک، واټسن، پټ کمېنس، مارکس سټاینېس، الیکس کېري او ځېنې نور لوبغاړي اخېستل شوي دي؛ خو دا چې د کرونا ویروس د خپرېدو وېره زیاته ده ښایي دا لوبغاړي خپل میلیونونه ډالر له لاسه ورکړي او ونشي لوبېدلای. … نور ولولئ
خوندیتوب

د انګلستان کرکټ لوبغاړو ګوښه‌نشیني غوره کړې

یاران سپورټس دا چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوې او د روغتیا نړیوال سازمان په لارښوونه یې ټولې لوبې ځنډولې، نو تازه د انګلستان کرکټ بورډ هم راپور خپور کړی. دې راپور کې راغلي چې د انګلستان لوبغاړي له یو بل سره اوس تماس نه ساتي، ګوښه‌نشیني یې اختیار کړې او هم د کرونا وایروس ټېسټ ورکوي. له دې وړاندې د انګلستان کرکټ لوبډلې خپل سفر د سریلانکا هېواد ته د … نور ولولئ