سپورټ

د سي پي اېل لوبې د نوین الحق په لوبه پېلېږي

سپورټ یاران د سي پي اېل اتم پړاو لوبې پرون د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې پیل شوې، په دې لوبو کې لومړۍ لوبه د ګویانا امازون او ټرېنباګو نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په ګویانا امازون لوبډله کې د افغان لوبغاړو له ډلې نوین الحق لوبېږي او کردار پکې د چټک توپ اچوونکي لوبوي. د ویسټ انډیز سوداګریزو کرکټ لوبو په ۴ لوبډلو کې ۶ افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي. محمدنبي عیسی … نور ولولئ
سپورټ

محمد شهزاد له ډوني په شل اوریزو لوبو کې ښه ځلېدلی

سپورټ یاران د کرېک ټرېکر وېب پاڼې په خپله فېسبوک پاڼه یو انځور خپورکړی، چې دغه انځور کې هندوستانی نامتو کرکټ لوبغاړی ډوني او د افغانستان برید کوونکی توپوهونکی شهزاد محمدي ښکاري. دغې وېبپاڼې لیکلي، چې شهزاد محمدي په شل اوریزو لوبوکې ۴۳ منډې زیاتې کړي او حال دا چې شهزاد له ډوني څخه ۳۴ لوبې کمې کړي دي. د شهزاد او ډوني پرتله شهزاد محمدي ټولې ۶۴ شل اوریزې لوبې کړي، چې په دغو … نور ولولئ
سپورټ

د شپږیزې کرکټ‌لیګ مهالوېش خپور شو

سپورټ یاران په دغه لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې ګډونوالې دي، چې د لیګ پیل د تېر کال اتله لوبډله مِس عېنک  اتلان او د تېر کال د پایلوبې بایلونکې لوبډلې بند امیر ډرګنز یا ښامارانو ترمنځ ترسره کېږي. په دغه لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې شاملې دي، چې لومړۍ لوبه به یې د مِس عېنک اتلان او بند امیر ښاماران لوبډلې پر وړاندې د سپټمبر په شپږمه نېټه ماسپښین یوه نیمه بجه مخ ده. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ډوني ۱۶ کلن کرکټ او غوره کارنامې یې

سپورټ یاران ډوني چې د هندوستان هیټر او فېنېشر یا په بري سره د لوبې پای ته رسوونکی لوبغاړی و، نو د توپوهنې وخت یې په لوبډله کې د لوبې پرمهال منځنی و، یعنې مېډل ارډر توپوهونکی و. دی به زیاتره وخت په پنځم مقام لوبغالي ته د توپوهنې لپاره ښکته کېده. موږ یې دلته ځینې کارنامې شریکوو. ایم ایس ډوني او کارنامې یې ډوني په ۲۰۰۴ م کې کرکټ ته راغی او د هندوستان … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

قېس احمد په ۲۰۱۸ نړیوال جام کې تر ټولو زیاتې وېکټې اخېستې وې

سپورټ یاران د افغانستان کرکټ بورډ په خپله ټوېټر پاڼه په یو ټویټ کې لیکلي، چې قېس احمد د اګسټ په ۱۵ مه نېټه شل کلن شو. د هغه په اړه یې دا هم لیکلي، چې نوموړی په ۲۰۱۸م نړیوال پنځوس اوریزجام کې، چې په نیوزیلېنډ کې ترسره شو، د زیاتو وېکټو اخېستونکو توپ اچوونکو په نوملړ کې شامل دی. ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام او قېس احمد افغان کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

بابراعظم باید په آی پي اېل کې وي

سپورټ یاران د پاکستاني مخکښ توپوهونکي بابراعظم په اړه نوې څرګندونې د انګلستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي او اوسني کرکټ مبصر ناصرحُسېن کړي دي. هغه ویلي چې بابراعظم یو وړ کرکټ لوبغاړی دی او باید اوس آی پي اېل کې وای. د پاکستان کرکټ لوبغاړو ته د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکېچ له امله د لوبېدو اجازه نه ورکول کېږي. ۲۰۰۸ کال کې چې د یاد لیګ لومړی پړاو و، پکې پاکستاني کرکټ … نور ولولئ
سپورټ

براډ؛ انګلستان په دې خپه شو، چې پر دویمه ورځ د پاکستان ټوله لوبډله اوټ نه شوه

سپورټ یاران د انګلستان چټک توپ اچوونکي سټورټ براډ ویلي، چې د انګلستان کرکټ لوبغاړي په دې مایوسه شول، چې ولې یې ټوله پاکستانۍ کرکټ لوبډله د دویمې ټېسټ لوبې په دویمه ونشوه سوځولای. هغه ویلي د ده اند داسې و، چې پاکستاني کرکټ لوبغاړي به ژر وسوځوي او ډېر ژر به د دویمې ټېسټ لوبې د بري مزه وڅکي؛ خو لا هم وخت شته، چې انګلستان بری حاصل کړي. پاکستان کرکټ لوبډلې د دویمې … نور ولولئ
سپورټ

بابراعظم باید آی پي اېل کې و اوسي

د پاکستاني مخکښ توپوهونکي بابراعظم په اړه نوې څرګندونې د انګلستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي او اوسني کرکټ مبصر ناصرحُسېن کړي دي. هغه ویلي چې بابراعظم یو وړ کرکټ لوبغاړی دی او باید اوس آی پي اېل کې وای. د پاکستان کرکټ لوبغاړو ته د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکېچ له امله د لوبېدو اجازه نه ورکول کېږي. ۲۰۰۸ کال کې چې د یاد لیګ لومړی پړاو و، پکې پاکستاني کرکټ لوبغاړي لوبېدلي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د لوبډلو سپانسر څومره مهم دی؟

سپورټ یاران په ټوله نړۍ کې دستور دا دی چې د هر ډول لوبو لپاره د لوبډلو مالکان او یا هم د لوبډلو فدراسیونونه او کرکټ بورډونه هڅې کوي، چې د وړ مالي سیستم په درلودلو سره خپل ورزشي فعالیتونه ښه ترتیب کړي. کرکټ هغه لوبه ده، چې د نړۍ په کچه یې زیات مینه‌وال شته او ستر سوداګریز شرکتونه غواړي چې یادې لوبې او یا هم لوبډلې سپانسر کړي. د نړۍ په کچه شاوخوا … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا کورنی لیګ د نوومبر میاشتې ته وځنډول شو

لیکنه: محمدنسیم حمیدي د رپوټونو په اساس د سریلانکا هیواد د کرکټ کورنی تجارتي لیګ«SCL» به د نوومبر میاشتې په منځ کې پيل شي. دا لیګ به د هندوستان آی پي ایل سیالیو څخه وروسته ترسره شي. ټاکل شوې وه چې د سریلانکا هیواد د کرکټ کورنۍ تجارتي سیالۍ«SCL»  د روانې اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه پيل شوی وای خو د کورونا ویروس له امله وځنډول شو. د سریلانکا د کرکټ بورډ مشر شامې سیلوا … نور ولولئ