اقتصاد

د چین او امریکا تجارتي اړیکې او تازه ناندرې

لیکنه: خالد حقمل د چین او امریکا ترمنځ په سوداګریزو ټیکسونو او ګمرکي تعرفو (محصول) تازه ناندرۍ روانې دي، ټرمپ تازه پرون نه ابله جمعې ورځ امریکا ته په وارداتي چینایي محصولاتو باندې 2 بیلیونه ډالره محصول زیات کړی چې چینایي سوداګر او چارواکي یې اندیښمن کړي دي، امریکا ته په چینایي توکو باندې له دې وړاندې ۵ بلیونه ډالره محصول لګول شوی و، چې د تازه زیاتونې سره ۷ بلیونه ډالرو ته رسیدی شي. … نور ولولئ
افغانستان

لویه ولسي جرګه او واړه استازي

لیکنه: حبیبه اشنا د ولسي جرګې د ریاست په اړه خو به ټولو اورېدلي وي. مګر یو څه چې نورو ندي اورېدلي هغه د ولسي جرګې دننه د ډیري پښتنو استازو بې اتفاقي او ټیټ خرڅېدل دي. د ولسي جرګې ریاست ته څلور وکیلان نوماندان ول، میررحمان رحماني، د پروان استازی؛ کمال ناصر اصولي، د خوست استازی؛ میرویس یاسیني د ننګرهار استازی؛ او نصیر مجددي د هرات استازی. په خبرونو کې راغلي و چې د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په روژه کې د پنځم ټولګي پښتو کتاب!

لیکنه: زاهد صدیقي د کتاب پلورنځي مخې ته سودا په لاس ولاړ وم. یو تنکی ځوان راغی او په فارسي ژبه یې راته وویل: “پلاستیک می گیری؟” خو پښتون و. زړه نا زړه وم چې وې پېرم ترې کنه. پلاستیک یې راته خلاص ونیوو ما هم خپله سودا پکې واچوله او لس روپۍ مې ورکړې. شونډې یې وچې او د بازار په ګَرد لړلې وې. ترې مې وپوښتل: “روژه یې؟” وې ویل: “هو”. ما ورسره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نوښت؛ کندهاري ځوانانو د کتاب یو ستر خدمت ته لاس اچولی

لیکنه: فضل الله فضلي کتاب ورکړه، رسالت اداء کړه، دا د هغه کمپاین نوم دئ، چي د کندهار ځوانانو د کتاب راټولولو او مستحقو خلګو ته د ورکولو لپاره پیل کړی دئ. د ياد کمپاین مسؤل منوراحمد واحدي وايي چي تر دې مهاله یې د ۱۵ کسو رضاکاره نارینه او ښځینه ځوانانو پواسطه ۱۹ زره جلده کتابونه راټول کړي. په وینا یې، چي په دې کي د ښوونځي د نصاب ترڅنګ په مختلفو برخو کي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نورو پر وړاندې باید څه ډول غبرګون وښيو؟

لېکنه: نورمحمد فرحت د بریالیو کسانو د کامیابې راز داده چې له وړو فرصتونو څخه عظیمه استفاده کوي. همدارنګه د وړو ستونزو په له منځه وړلو سره هم لویو ستونزو حل ته لاره هواره وي. زموږ ټولنه اوس هم په یوې شتمه پیړۍ کې له اساسي ستونرو خالي شوي نده. ګڼ شمېر عوامل لرې. خو یو له هغوۍ څخه د ژوند او کار ډیری چارو ته نه پاملرنه او بې غورې ده چې په ټولنه … نور ولولئ
ادبیات

زه همېشه په تضادونو کې هنر وینمه؛ پر (میین توري) څو کرښې

د محمد امین لیکنه پښتو شعر وروستي وختونه، د ټیټ کیفیت لۀ کبله ډېره ترقي وکړه. پۀ دې معکوس پرمختګ کې پښتنو شاعرانو او د شعر مینه والو لوی لاس درلود. شاعرانو د کلاسیک هنري ادب پاڼې وانۀ ړولې، او نۀ یې معاصرو هنري اشعارو ته وروکتل، دوی د تخییل مرغۍ پۀ رسیو وتړلې او تر الوت وروسته یې د تصنیفاتو قفسونو ته ننه ویستې. همدا وجه وه چې خپلو سطحي کتابونو ته پۀ جامو … نور ولولئ
سپورټ

نړيوال جام لپاره د سپانسر اصلي موضوع څه ده؟

لیکنه: سباوون دُرانی ۱ـ د سپانسر په تړاو وضاحت: افغانستان کرکټ بورډ چې دولتي بودیجه یې د دومره ستر کرکټ او ادارې د چلولو لپاره کافي نه ده نو اړ دی چې له مالي ملاتړ کوونکو ادارو خپل لګښتونه پوره کړي. ټايټل سپانسر، کو سپانسر او د افغانستان په کوربتوب کيدونکو لوبلړيو لپاره مالي ملاتړ هغه مدارک دي چې کرکټ بورډ اداره ترې پیسې لاسته راوړي. نړیوال جام هم د مالي ملاتړ لپاره یو ښه … نور ولولئ
سپورټ

په کندهار کې یو ځل بیا د فوټبال شپنۍ سیالۍ پیل سوې

لیکنه: فضل الله فضلي په کندهار د روژې میاشتي په مناسبت د شپې لخوا په عمومي احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د ۱۲۰ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل سوې. یادي سیالۍ د کندهار ولایت د والي مرستیال عبدالحنان منیب په نامه پیل سوې. په مراسمو کي چي وړمه شپه نیول سوي، وه پکښي د کندهار ولایت مرستیال والي، د کندهار د بدني روزني سرپرست رئيس مدیرآغا، بېلابېلو لوبغاړو او د یو شمېر دولتي سکتورونو مسؤلینو هم ګډون … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که انسان جوړېږي، نړۍ رغېږي !

ژباړه: محمد اکرام عصمتي یو کس چې غوښتل یې نن ډېر کار په کور کې وکړي، خو د ماشوم له لاسه یې تر پوزې راغۍ کله به یې د دېوال په مخ د نقشې یو کونج ته لاس ونیو، کله بل ته او په وارـ وار یې د هېوادونو پوښتنې کولې، پلار یې هم بله چاره نلرله، بس سم د واره یې له دېواله مېخ شوې نقشه څيرې پيرې کړه او ماشوم ته یې ونیوه، … نور ولولئ
خواړه

پېشلمي کې څه وخورو او څه ونه خورو؟

لیکنه: نسیمه محمدي پېشلمی څه وخورو؟ دا پوښتنه د ډېری کسانو سره ده چې د روژې میاشتې روژه نیسي. پېشلمې په دغه مبارکه میاشت کې یو له اصلي د خوړو وخت دی چې باید ډېره پاملرنه ورته وشي. په حقیقت کې پېشلمی هماغه سبا ناری دی چې په عادي ورځو کې وي. هر څه چې سبا ناري کې خورئ په پېشلمي کې وخورئ . همدارنګه مېوه او ترکاري هم په پشلمي اضافه کړئ. ځيني کسان … نور ولولئ