افغانستان

تاريخ دې يو ځل بيا شاهد وي

لېکوال: پوهاند دوکتور محمد اسمعيل يون د زبرځواکونو تېروتنې هم غټې وي، همدا تېروتنې يې د زوال سبب هم شي، په تېره بيا په داسې حال کې چې د واک پر ګدۍ يې هم نامعقول، سرتمبه او لېوني اشخاص واکمن وي. امریکا اوس هم په همدغسې يو حالت کې ده. يو سرتمبه سوداګر يې د واک مزي په لاس کې نيولي، داسې ملکونو ته اخطار ورکوي چې د دوی د هېواد تر جوړېدو يې عمر … نور ولولئ
روغه سټه

سهارنی ورزش ډیرې ګټې لري؛ مه یې هیروئ

ژباړه: نسیمه محمدي نن ورځ ډېری خلک د وخت څخه د ښې ګټې اخېستنې په لټه کې دي، تر څو له کم وخت څخه ډېره ګټه تر لاسه کړي؛ یو له دې شمېر ګټو څخه د وزن کمښت او د بدن د اضافي وازدې لرې کول دي، مګر د ډېرو لپاره دا پوښتنه ذهن ته راځي چې د بدن و وزن کمولو او د وازدې لرې کولو لپاره غوره وخت کوم دی؟ پدې د تر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

موږ او طبيعت

ليکنه: محب الله آرمل طبيعت د خدای هنر دی او خدای پاک خپل هنر له انسانانو، حيواناتو، الوتونکو، نباتاتو، غرونو، خاورې، اوبو او ټولو هغو ژونديو او غير ژونديو اجسامو ساز کړی چې په نړۍ کې شتون لري او د دې خاورينې کرې پيداوار او شته حسابيږي، طبيعت په خپل حال ښکلی دی، که انسان پکې لاسوهنه وکړه ښکلا يې زيان مومي، د طبيعت ساتنه نن سبا يو نړيوال تړون دی او هر هېواد بايد … نور ولولئ
افغانستان

۱۹ کلنه ‌‌‌‌‌‌ډیموکراسي او افغان ښځې

ليکنه: فیض محمد ځدراڼ ډیموکراسي د یوناني کلمې دِموس نه اخیستل شوې چې خلک مانا ورکوي او مفهوم یې عبارت ده د خلکو حق، د خلکو له خوا، د خلکو لپاره. په دې مانا چې د ‌‌‌‌‌‌ډیموکراسۍ محوري عنصر خلک دي. او یا هم ویلای شو چې په ډیموکراسۍ کې واک د خلکو په لاس کې دی. د ډیموکراسۍ اساسي اړخونه ټاکنې، د بیان آزادي، د دموکراتیکو نظامونو جوړول، ټولو وګړو ته د یو شان … نور ولولئ
پوهنه

یوه زنداني په زندان کې تفسیر ژباړلی

دا لومړی ځل دی، چي د ټول هیواد په سطحه د کندهار په زندان کي د جلال الرحمن شرر په نوم یو زنداني د هند د نامتو عالم او سیاسي څېرې مولانا ابوالکلام آزاد ترجمان القرآن تفسیر پښتو ته ژباړلی. په زندانونو کي زندانیان په نشو او بیلابیلو منفي فعالیتونو اخته کیږي، خو ددې هر څه خلاف جلال الرحمن شرر په زندان کي مثبتو کارونو ته مخه کوي. جلال الرحمن شرر شاوخوا دوه کاله مخکي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د مغز د پیاوړتیا لپاره د ورځې لنډ خوب ګټې

ژباړه: نسیمه محمدي مونږ ټول په ځانګړې توګه که مور او پلار اوسو، پوهېږو چې ماشومان د ورځې له لوري خوب ته اړتیا لري. د دې خوب لپاه یو معلوم وخت ټاکل کولای شي ستړیا له منځه یوسي، ماشومان د نوو ځوانانو په پرتله ډېر زیات خوب ته اړتیا لري. د نوو ځوانانو د بدن د اړتیا وړ خوب اندازه د ۷ څخه تر ۹ ساعتونو پورې د شپې دی،مګر له بده مرغه د اوسنۍ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

 پوهنتونونو ته بریالي شوي زده کوونکي باید د ژوند دا با ارزښته پړاو څنګه پیل کړي؟!

لیکوال: نورالله عابد د پوهنتون د دورې پیل زمونږ د ژوند یو له با ارزښته، ننګوونکو او ورسره له بې شمیره خوشحالۍ ډک پړاوونو څخه یو پړاو دی. دا هغه پړاو دی، چیري چې ستاسې معنوي او ظاهري ارزښت د پخوا پر پرتله څو چنده کیږي، دا هغه پړاو دی چیري چې تاسې، ستاسې کورنۍ او ستاسې ملګري ستاسې په شتون د پخوا پر پرتله زیات د ویاړ احساس کوي. خو د ژوند دا با … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له ۳ تر ۷ کلن ماشومانو لپاره د اړتیا وړ خوب باید څومره وي؟

ژباړه: نسیمه محمدي  کله چې ماشوم د نوې زېږېدلو له پړاو تېرېږي کم خوب ته اړتیا لري. خو باید پوه شئ چې څومره کم! ټول کوچنیان له یو بل سره توپیر لري. خو په ټولییز او کلي ډول، د ماشومانو د خوب اندازه په مختلفو عمرونو کې، روښانه ده. له ۳ تر ۵ کلن ماشومان شاوخوا ۱۲ ساعت خوب ته اړتیا لري. ځينې ماشومان تر ۳،۵ کلنۍ پورې ممکن د ورځې یو ځل هغه هم … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څو ډوله انساني هوښ او ذکاوت لرو؟

ژباړه: نسیمه محمدي  په معمولي توګه کورنۍ د زېږېدلو له نېټې په اولادونو کې د هوښیارتیا د نښو په موندلو پسې وي، د دې هدف لپاره له ډول، ډول آزمایښتونو څخه کار اخلي، نا خبره له دې هغه څه چې عام یې ګڼي او پېژني، متفاوت دي او هوښیارتیا د هوښ یوه جنبه ګڼل کېږي. هوښیاري هوښیاري، د یو شخص وړتیاوو څخه کار اخیستل د منطق، د شمېرو کار کول، فضايي تجسم او د کلام … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کندهار کې د مور او ماشوم د مړیني کچه ټيټه شوې

د امیدوارۍ یا حمل پر مهال صحي خدمتونو ته نه لاسرسی، نامناسبه تغذیه، په زیږونونو کې د واټن نه مراعاتول او د روغتیایي مزکزونو د لیري والي ستونزي لا پر خپل ځای پاتي دي، خو د کندهار د عامي روغتیا مسوولين وایي، په وروستيو کلونو کي د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړيني پيښي کمي سوي دي. د کندهار د عامي روغتيا د ماشومانو د برخي مسوول ډاکټر احمدالله فیضي وايي، په … نور ولولئ