ادبیات

ته ګناهګار نه یې – لنډه کیسه

لیکوال: فضل الرحیم خروټی کړکۍ او دروازې ته ډبلې پردې پرتې وې، سترګې یې وسولولې، پرده یې پورته کړه، د غره لمنو نه یې سترګې تېرې کړې، لمر مخ پر ښکته په بېړه را روان وه، پر مېرمنې یې غږ کړ: چای زر راوړه، چې ناوخته کېږي. صبر داده دروړم یې، له لږ ځند وروسته له تورې چای جوشې یې دوه ترموزه ډک کړل، ترموز په لاس کوټې ته ننوته، خیرت خو به وي، ولې … نور ولولئ
افغانستان

22 تنه افغان پیلوټان په چک جمهوریت کې له زده کړو فارغ شول

د ناټو او امریکا په مرسته له تیرو څو کلونو راهېسې په چک جمهوریت کې د افغان پیلوټانو د روزنې بهیر روان دی چې تر دې مهاله یې په بېلابېلو روزنېزو دورو کې د افغان هوايي ځواک لپاره لسګونه افغان پیلوټان روزلي دي. په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهزاد ګل اریوبي چې د دوشنبې په ورځ یې د 22 تنه افغان پیلوټان د فراغت په مراسمو کې یې ګډون کړی و، د افغانستان … نور ولولئ
ادبیات

دا زړه د چا لپاره ده..؟( نثري ټوټه)

لیکنه: مریم مرضیه افغان دا زړه د چا لپاره ده…؟ دا پوښتنه مې د دماغ په نړۍ قابضه وه.. یوازیتوب کې مې له زړه او له ځانه وپوښتل. ” زه ستا لپاره یمه” زړه ورو سرګوشی وکړه. “زما لپاره..؟ ! ” په تعجب سره مې ترې وپوښتل. “هو خود ستا لپاره یمه، ته چې څه خوښوې زه د هماغه په اړه چورت وهم. ته چې څه محسوسوې زه هم هماغه محسوسوم، چې کله ته افسرده … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په روان کال کې د بریالي کیدو لپاره ۷ وړاندیز شوې لارې

لیکنه: واحد امیري ایا تراوسه مو په دې اړه فکر کړی، چې نوی کال په بریالیتوب سره پیل کړئ؟ مونږ غواړو په دغه مطلب کې هغه ۷ اسانه لارې دروښایو چې په عملي کولو سره به د ژوند په ډېری کارونو کې بریالي واست. ۱- په خپل ځان باور ولرئ. هغه کسان چې په ځان باور ونلري، د ټولو لوبو بایلونکي دي او نه شي چې کولی بریالیتوب ته ورسیږي. ۲- مثبت فکر ولرئ. خپله … نور ولولئ
اقتصاد

په نړۍ کې ترټولو بډایه میرمنې څوک دي؟

لیکنه: واحد امیري په روان کال کې د نړۍ تر ټولو د ډېرو پیسو لرونکو ميرمنو لېست خپور شوی دی. په دغه لېست کې د هغو لس میرمنو نومونه راغلي چې په نړۍ کې ترټولو زیاتې پیسې لري او دلته یې درپيژنو. ۱- الېس والټون: په امریکا او نړۍ کې ترټولو بډایه ښځه ده، چې ۴۱ کاله عمر لري، هغه په والمارټ پلورنځي کې ترټولو لویه شریکه ده، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یې پیسې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پلار، زوی او زوړ ساعت؛ جالبه کیسه

یو پلار مخکې له مړینې خپل زوی ته وویل: ژباړه:  فضل رباني قاضي زی دا ساعت د نیکه راکړی او له 200 کلونو زیاد عمر لري، خو مخکې له دې چې تاته یې درکړم لاړ شه هغه د ساعتونو هټۍ ته چې به لمړي  سرک کې دی،  او ورته وویه چې غواړم دا ګړۍ خرڅه کړم،  وګوره چې په څو دی. هغه ولاړ څنګه چې  خپل پلار ته راغی وویل: ساعت جوړونکي پنځه روپۍ اخیستئ … نور ولولئ
روغه سټه

زانتیک (Zantac) مه استعمالوئ، د کينسر لامل کېږي

ليکنه: حامد مشواڼی Ranitidine  د H2 Blocker   د کورنۍ يوه مهمه دوا ده چې د معدې د سوزش او زخم لپاره استعمالېږي. دا دوا په ټوله نړۍ کې په OTC  يا د ډاکټر له نسخې پرته اخېستل کېدای شي او استعمال يې بېخي ډېر دی. په دې وروستيو کې ځينې نوې څېړنې ښيي چې Zantac   چې د Ranitidine  يو مهم برانډ دی، د کېنسر لامل کېږي. که څه هم تر ډېره يوازې د Zantac  نوم … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ناسم ویده کېدل زړه ته تاوان رسوي!

لیکنه: واحد امیري د ناستې په حالت کې ویده کېدل، ډېر خطر لري. په دغسې حالت کې ویده کېدل زړه باندې بد تاثیر کوي او نس باندې د فشار راتل د بروز تورم سبب کیږي، بروز تورم په زړه فشار راولي او وینه بدن ته په درست ډول نه پمپ کېږي. د زړه متخصص ډاکټر والري سادووي، پړ مخه تر ټولو ناسمه ویده کېدل بولي. د بدن لپاره په شا ویده کېدل ګټور بولي، لېکېن … نور ولولئ
په زړه پورې

ولې انګلیسي ژبه زده کړو؟ ۱۳ دلایل یې

لیکنه: واحد امیري د انګلیسي ژبې د زده کولو اهمیت ټولو ته معلوم دی، له انګلیسي ژبې څخه د نړۍ په ډېرو سيمو کې استفاده کیږي او کولای شئ په مسافرۍ یا هم په خپل کار کې له دغې ژبې څخه ګټه واخلئ. لېکن که چېرې تر اوسه د انګلیسي ژبې د زده کولو لپاره جدي قانع شوي نه یاست او یا هم غواړئ چې نورو ملګرو ته د زده کولو لپاره سمه انګېزه ورکړئ، … نور ولولئ
ادبیات

زه ستا ګناهګار یم !

لیکوال: فضل الرحیم خروټی دروازه یې په زوره ووهله، دا هم خرابه شوې، په اسانه نه پورې کېږي باید نجار ورته راولم، وړاندې تېر شو، له ونو یې سترګې تېرې کړې، شکر سږکال د مېوو پرېماني ده، خدای دې وکړي چې د تېر کال په څېر ارزانه ونه اوسي. وړاندې پخلنځي ته څېرمه د لښتي په غاړه نجلۍ ترکاري مینځله، غږ یې پرې وکړ؛ لور ډوډۍ ژر راوړه! سخت وږی يم، بیترۍ خرابه شوې، ګروپ … نور ولولئ