بریا او پرمختګ

ځوانان، د هېواد راتلونکې نن رهبري کوي

لیکنه: محب الله صمدزی ځوانان هغه څوک چې راتلونکي بدلونونه نن رهبري کوی. په عام ډول پرته د جنسیت په نظر کې نیولو سره، ځوان هر هغه شخص ته ویل کېږي چې عمر یې د ۱۵ او ۳۰ کالونو ترمنځ وي. ځوان د ټولنې د ملا تیر ګڼل کېږي چې په همدې سبب د خپلې ټولنې د راتلونکې په تعینولو کې رغنده رول لري. دا ټول ځکه چې د ټولنې نور وګړي چې هغوی سپینږیري/ … نور ولولئ
ادبیات

د مطالعې لس ګټې

لیکنه: عبدالقيوم هادي ١ – مطالعه کول ستاسو لغوي پانګه زياتوي په ياد به مو وي چي پخوا به مو څه ډول د يوه لغت اصلي معنا زده کوله او يادوله، همدا د کتاب ګټه ده، چې اوس په خورا آسانۍ سره کولاى شئ په ډېر کم وخت کې د يوه لغت معنا په ګوته کړو، خصوصاً کله چې تاسو لوی لوی کتابونه مطالعه کوئ له ګڼ شمېر نويو لغتونو سره اشنا کېږئ چې په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مرکانتلسم څه ته وايي؟

لیکنه: شریف الله پاچا د امريکا د کولمبيا پوهنتون د تاريخ استادانو تاليف «د غرب تمدن» د مرکانتلسم تعريف داسې لیکي: “مرکانتلسم د يو شمېر نظرياتو، سياستونو او فعاليتونو څخه عبارت دی چې د دولت لخوا محیط ته په کتو منځته راځي، چې هدف یې د دولت تقويې او د ټولنې د افرادو يو ځایوالی او ملي اتحاد په غرض په اقتصادي ساحه کې له هغه څخه استفاده ده.” په شپاړسمه پېړۍ کې اقتصادي تګلارې … نور ولولئ
خوندیتوب

اضطراب او د وېښتانو خاورین رنګ

ژباړه: مهمه هڅه د پوهانو په وینا داسې نوي موارد پیدا شوي چې لوړ اضطراب مو وېښتان ژر تر ژره  په خاورین رنګ بدلولای شي. پر فارمي موږکانو باندې د درد اغېزې له مطالعې وروسته او کله چې دوی ته رزینیقراتاکسین (یو ډول دوا) پېچکاري شوه، ولیدل شول چې په څلورو اونیو کې د دوی د وېښتانو رنګ سپین شو. دغه څېړنه لامل شوه چې دوی د اضطراب له امله د وېښتانو سپینېدو په اړه … نور ولولئ
افغانستان

د افغان دولت لپاره یو سر، سل اندېښنې: د لمړيتوبونو ننګونکی انتخاب

(کرونا، ولږه او غربت، داخلي سیاسې کرکېچ، له طالبانو سره سوله، فساد او داخلی امنیت) لیکنه: پوهنمل الهام الدین صافی یادونه: که څه هم دا لیکنه د عنوان مطابق اوږدې څېړنې او لیکنې ته اړتیا لري، خو دلته ډېر تمرکز یوازې له کرونا سره په مقابله او مسوولیت شوی دی. نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې کرونا اوس د هغه ناورین نوم دی چې د نړۍ یې د worldometer د 12.4.20 نېټې راپور پر اساس … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

وېره هم تر کرونا جدي وګڼئ!

لیکنه: محمدعارف لېوال وېره د زیانمنونکي ناسم تصور زیږنده وي چي ډېری وخت موږ په خپل ذهن کې ځای ورکوو، خو ایا تر اوسه مو فکر کړی چې وېره مرګ ته د رسېدو یو ګام دی؟ وېره په اصل کې هېڅ حقیقت نه لري، بلکې هغه بلا ده چې موږ په خپل ذهن کې د مُضرو افکار او خیالونو له ګیډې غورځولې او د وسواس په لاسونو مو اوږده لکۍ او پښې ورکړې دي. معمولاً … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په دې ځواک سره به مو باور لا ډېر شي

لیکنه: عبدالرقیب سایل که ناکامي وغواړو، نو ورته وبه رسېږو، که نه هسې به نه ورخطا کېږو. ډاډمن اوسئ. غواړم په همدې اړه یوه مشوره درکړم. پوهیږئ چې په راتلونکې کې له څه شی سره مخامخ کېدونکي یو؟ اوس یې درته وایم. په ټولنه کې زیاتره خلک له ژوندکولو وېره لري او څه شي ته یې چې اړتیا پېښه شي، ډېر نه ورپسې ګرځي، خو دې لټۍ انسان ته لویې ستونزې هم اړولې دي. راځئ … نور ولولئ
ټیکنالوژي

کرونا زپلي انسان یو وخت فضا او ستورو کې د ګرځیدو خوبونه لیدل

د اپریل ۱۲ نیټه فضا ته د انسان د الوت د نړیوالې ورځې په پار څیړنه او راټولونه: یاران ټیم  59 کاله مخکې د اپریل په 12 مه نیټه، د پخواني شوروي اتحاد روسی ستور مزلی یوري ګاګرین د لومړني انسان په توګه د مځکې له اتومو سفیر ووت او په خلا کې د مځکې پر مدار راوڅرخیده. په 1961 میلادي کال د اپریل په 12 مه 27 کلن ګاګرین په وستوک 1 ، فضايي … نور ولولئ
کرونا

د کرونا ویره – څومره پر ځای او څومره نه !؟

لیکواله: زرلښت س. صافۍ په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمیر یونیم میلیونو ته نږدې کیږي. دې وبا تر اوسه له سل زرو ډیر کسان وژلي خو تر دې مهاله ترې نېږدې څلور لکه کسان رغیدلي هم دي . دا هغه شمیرې دي چې ګڼ خلک یې د روحي او فکري ستریس سره مخامخ کړي. خو پوښتنه داده چې ایا دا ویره پرځای ده او کنه؟ د یوې نړیوالې وبا پر مهال اظطراب … نور ولولئ
افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوې تګ لاره؛ حنیف اتمر باید دا ګامونه واخلي

لیکنه: پوهنمل الهام الدین صافی یو چا نقل کاوه چې په تیر نزدي وختونو کې په جرمني کې نړیواله غونډه دایره شوي وه. د ګاونډیو هیوادونو او نړیوالو موسساتو استازي هم موجود وو. هر استازي په ډیر ښه انداز، جرائت او بهرنې ستراتیژیک سیاست په رڼا کې د خپل هیواد موقف څرګنداوه. کله چې د افغانستان د استازي وخت راورسید، غږ شو چې محترم حضور نه لري. د افغانستان څخه د یو خارجې موسسې نمايینده … نور ولولئ