خوندیتوب

د هېمالیا لس حیرانونکې ځانګړنې

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري کله چې څوک د لوړو او په واورو پوښول شویو غرونو په اړه غږېږي، نو ارومرو ستاسو سترګو ته د هېمالیا غرونه ودرېږي. د هېمالیا غرونه هر کال په حیرانونکي ډول شاوخوا ۲۰ ملي متره وده کوي او لوړېږي. پر دې سربېره د هېمالیا غرونه داسې نورې ډېرې حیرانونکې ځانګړنې هم لري چې په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته یې در وپېژنو. د نړۍ تر ټولو ځوان او لوړ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د نړۍ لس ډوله حیرانونکي بوټونه او څپلۍ

ژباړه: عایشه حیدري بوټونه او څپلۍ د جامو یوه اړینه برخه ده او هر انسان که زوړ وي او که ځوان، ښځه وي او که نارینه، د بوټونو او څپلیو په پښو کولو ته اړتیا لري او د نړۍ هېڅ داسې وګړی به ونه مومئ چې پرته له بوټونو او څپلیو څخه ژوند وکړي. د تاریخ په اوږدو کې ډېرو کسانو داسې بوټونو او څپلۍ جوړې کړي او ګټه یې ورڅخه اخیستې چې خورا عجیبه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په عمر ۵۲ کلنه، خو په څېره ۲۰ کلنه مېرمن

ژباړه: عایشه حیدري د دې خبرې په اورېدلو به حیران شوي یاستئ، چې څنګه شونې ده چې د یوه چا عمر دې ۵۰ کاله او څېره دې یې د ۲۰ کلنې پېغلې وي، خو دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه په نړۍ کې ځينې داسې خلک شته چې تر خپل حقیقي عمر، ډېر زیات ځوان ښکاري، او په لیدو یې داسې فکر کېږي چې دغه تن به ۱۸ یا ۲۰ کاله عمر لري. حقیقت … نور ولولئ
پوهنه

کرونا وایروس او د زده‌کونکو ستونزې

لیکنه: عایشه حیدري د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز په ډېسمبر کې د کرونا وایروس یا کووېډ ۱۹ لومړنۍ پېښې د چین په وهان ښار کې ولیدل شوې، او تر هغه وروسته دغه وبا په چټکۍ د افغانستان په ګډون د نړۍ کابو ټولو هېوادونو ته خپره شوه چې تر دې مهاله په دغه وایروس تر لس میلیونو ډېر انسانان اخته شوي او تر ۵ لکه تنو زیات انسانان یې وژلي او د نړۍ اقتصادي، روغتیايي او … نور ولولئ
خواړه

د معدې ټپ او زیان رسوونکي خواړه

ژباړه: عایشه حیدري  روغتیا پاچاهي ده، کله چې انسان روغ وي له ژوند څخه خوند اخیستلای شي او د خپل ژوند چارې سمې پر مخ وړلای شي، خو که چېرې یو څوک ناروغه وي د ژوند یوازینۍ هیله یې د همغې ناروغۍ ښه کېدل وي او نور ژوند ورنه شاته پاتې کېږي. داسې ډېرې ناروغیانې شته چې ډېرو انسانانو ته عذاب ورکوي او د ډېرو انسانانو ژوند یې ور تریخ کړي دی، د دغو ناروغیو … نور ولولئ
په زړه پورې

د ډیموکراسۍ هر اړخیزه پيژندنه؛ څه ته وايي او څه په کې دي؟

راټولونه او زیاتونه: رفیع الله “ساحل“ په سیاستپوهنه کې کې یوه تر ټولو اهمه او د بحث وړ موضوع سیاسي نظامونه دي. له سیاسي نظامونو څخه موخه دا ده چې خلک څنګه سره منظم شوي دي او کنټرولېږي. د انساني ټولنې د تنظیم او کنټرول لپاره مهمه پر هغوی د حاکمیت تصور دی. حاکمیت له کومه کېږي؟ او څه ډول عملي کېږي؟ په دې اړه په مجموع کې د درې ډوله ټولنو تصور شته، چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دوبۍ؛ د په زړه‌پورو لوبو او ښکلا ګانو ټاټوبی

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري تاسو به د نړۍ د ډېرو هغو تفریحي (سیاحتي) هېوادونو په اړه، چې حیرانونکې او زړه راښکونکې لوبې لري، خورا ډېر معلومات لرئ او کېدای شي چې کله د نړۍ ځینو ښکلو او زړه راښکونکو ښارنو ته سفر هم کړی وي، او ډېرې لوبې مو لوبولي وي، خو اوس مهال د متحده اماراتو دوبۍ ښار د نړۍ زړه راښکونکو ښارونو سرلاری دی. د نخل جمیره جزيرې څخه نیولې چې ان … نور ولولئ
پوهنه

کرونا وایروس او د محصلینو ستونزې

لیکنه: عایشه حیدري کرونا وایروس یا کوېډ ۱۹ د نړۍ په یو ناخواله او وېرونکي بحران باندې بدل شوی او د نړۍ د وګړو د ژوندانه په ورځنیو چارو یې ناوړه اغېز کړی دي. د کرونا وایروس له امله د شاوخوا ۵ لکه انسانانو د مړینې تر څنګ، د نړۍ اقتصاد دومره زیانمن شو، چې د دې وبا تر پایته رسېدلو وروسته به یې ناوړه اغېز تر ډېرو کلونو پاتې وي او د خلکو ژوند … نور ولولئ
پوهنه

غواړئ چې لایق او بریالي زده‌کوونکي شئ؟

ليکنه: فرزانه زيار د يوه زده‌کوونکي د لیاقت او بریاليتوب دليل د هغه تر ډېرې لوړې توانايۍ يا فوق العاده استعداده پورې اړه نه لري، بلکې د هغه پر هڅو، کوښښونو، د ژوند او درسي برنامو په سم مديريت پورې اړه لري. دا پوښتنې مې ډېرې اوريدلې: استادې څنګه بریالۍ کېدای شم؟ زه ولې نه بریالۍ کېږم؟ په یاد ولرئ چې يوازې خپله زده‌کوونکي کولای شي پر خپلو هڅو او کوښښونو خپلو استعدادونو ته انکشاف … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د موبايل ډېر استعمال انسان بوډا کوي

ليکنه: فرزانه زيار وروستيو علمي څېړنو پر ثبوت رسولې چې له لاسي تليفونونو څخه ډېره ګټه اخيستنه د ځوانانو د زړښت لامل ګرځي. څه وخت مخکې د قاهرې پوهنتون استاد ډاکټر فاضل محمد علي د نوې تکنالوژۍ او د هغې د زیانونو پر اړه يوه علمي څېړنه وکړه، د دې څېړنې په پايله کې دا جوته شوه چې د انسان بدن ته د تکنالوژیکو فريکونسيو ننوتنه د هغه په وجود کې د فزيکي نیمګړتیاوو سبب … نور ولولئ