بریا او پرمختګ

ډالۍ ورکړئ، خوښۍ ووېشئ

ژباړه: نجم الرحمن ناصري زموږ زیاتره خلک د یوې پټې معاملې پر بنسټ عمل کوي، ډېر کم خلک دي بې له دې څخه چې خواست ولري ډالۍ ورکوي. که ډالۍ ورکول د ډالۍ اخیستو لپاره وي کله چې د ډالۍ اخیستل په راکې دا احساس پیدا کړي چې ډالۍ ورکړو، تل به دا تشویش راسره وي چې که د دې ډالۍ په مقابل کې ډالۍ رانه کړل شي، څه به وشي؟ دا تشویش لږ لږ … نور ولولئ
پوهنه

له ښوونځي څخه د زده‌کوونکو د تېښتې لاملونه

لیکنه: پوهنیار نصیب الله ذکي سریزه له ښوونځي څخه د زده‌کوونکو تېښته یو له هغو عمده ستونزو څخه شمېرل کېږي چې نن ورځ د افغاني ټولنې په شمول ډېری هېوادونه او ټولنې ورسره مخ دي. له ښوونځي څخه د زده کوونکو د تېښتې اصطلاح د لومړي ځل لپاره د نولسمې پېړۍ په پای کې د ښوونې او روزنې د جبري کېدو څخه وروسته په اروپا کې دود شوه. په ورته وخت کې دغې ستونزې د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

تعصب او د هغې اروايي، ټولنیزې او اخروي اغېزې

لیکنه: پوهنیار نصیب الله ذکي سریزه تعصب  (Prejudice) یوه ناوړه پدیده  او رواني ستونزه شمېرل کېږي، چی په هره ټولنه کی لږ یا ډېر تر سترګو کېږي. دا رواني ستونزه، د ټولنې د عامو  وګړو په ګډون په ځینو لوړپوړيو دولتي چارواکو کې د یو عادت څه چې حتی په یوه ځانګړنه بدله شوې ده، دوۍ تل هڅه کوي چی د نورو په وړاندې بدبینه او حسود واوسي او حقونه تر پښو لاندې کړي. د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

نوښتګر ماشومان

لیکنه: پوهنیار نصیب الله ذکي نوښت او خلاقیت یوه داسې وړتیا ده، چې په ټولو انسانانو کې شته، خو پالنې او هڅونې ته اړتیا لري. نوښتګر یا خلاق هغه انسان دی، چې پلټونکی او پنځوونکی ذهن ولري. په لنډه توګه نوښت په دې ډول تعریفولای شو: نوښت د یوه فرد د ټولو هغو کړنو او ذهني وړتیاو څخه عبارت دی، چې په پایله کې یې تولیدونه او نوی شی رامنځته کېږي. کورنۍ په ماشومانو کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د نړۍ لس نامتو ژوبڼونه

ژباړه: نجم الرحمن ناصري که تاسو د ژویو مینه‌وال یاست، حتماً به د هغه ښار د ژوبڼ په اړه پوښتنه کوئ، چې سفر ورته لرئ. د نړۍ تر ټولو ښه ژوبڼونه د نړۍ په ګوډ ګوډ کې جوړ شوي، چې د ډول ډول ژویو په ساتنه خلک د هغوی د ژوند له ډول سره آشنا کړي او د ژویو او انسانانو ترمنځ دوستانه اړيکې جوړې کړي. ډېر ژوبڼونه د نړۍ په کچه موجود دي، خو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

خپله پیاوړتیا د دویم ځل لپاره لاسته راوړئ

ژباړه: نجم الرحمن ناصري د قرباني کېدلو ذهنیت له منځه یوسئ دا ذهنیت چې موږ قرباني یو زموږ د ضعیف فکر حاصل دی، کله چې فکر کوئ د قربانۍ رول لوبوئ، پیاوړتیا او خلاقیت مو له لاسه ورکوئ. خو کله چې خپل مسووولیت منئ او د ژوند لپاره مو کوښښ کوئ، پیاوړتیا مو څو چنده زیاتېږي. تاسو په کنټرول کې یاست له هغه ځایه چې کولای شئ، خپل غبرګون د هغه څه په اړه، چې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

داسې پرېکړې وکړئ چې بایلل پکې نه وي

ژباړه:نجم الرحمن ناصري د نه بایللو فلسفه زما نه خوښېږي چې وبایلم، زه په کارونو او تصمیم نیولو کې د ښو فرصتونو خواته ورځم. زه عقیده لرم چې د دې فرصتونو لاسته‌راوړنه زما لپاره وده او زده‌کړه ده. زه چې هره لاره غوره کړم، له ښو څیزونو څخه ډکه ده. تېروتنه نشته هېڅکله تشویش مه کوئ چې غلط تصمیم ممکن دی. تاسو له کوم څه څخه محروم کړي. محروم کېدل له پیسو، ملګرو، ټولنیز موقعیت، … نور ولولئ
افغانستان

تادین خان: سرتیري مو جګړې ته د مېلې په څېر په جوش او خروش ځي

د کندهار امنیه قومندان تادین خان ویلي، چې زموږ سرتیري جګړې ته د میلې په څېر په جوش او خروش ځي. تادین خان په خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې د هیواد له هرې سیمې ورسره هیوادوال تماسونه نیسي او د پاکستاني پوځیانو په وړاندې د جګړې د ورتګ غوښتنه کوي. هغه لیکلي: « د هېواد له ګوټ – ګوټ څخه زرګونه افغانان تماسونه نیسي او د پنجاپ په وړاندې د جګړې لپاره د راتګ … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې لوی اختر او ځیني دودونه يې

افغانستان • ټولنیز ژوند • کلتور او هنر لوی اختر 12 میاشتی مخکې لیکنه: ياران 26 د لوستو اټکلي وخت لیکنه: ياران ليکنه: شپنه حیدري اخترونه په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې د خوښۍ ورځې ګڼل کیږي، او مسلمانان يې په خورا ولولو لمانځي، د اسلام د مبارک دين وړاندې په بشري ټولنو کې د خوښې ځينې ځانګړې ورځې وې چې خلکو به لمانځلې او د خوښيو څرګندونه به يې کوله خو کله چې د سلام سپېڅلې د انسانانو د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

لوی اختر: د شکرې، معدې او زړه ناروغانو ته څو مهم ټکي

لیکنه: ډاکټر عبدالصمد نظري د قربانۍ په اختر کې نسبت عادي ورځو ته په زياته اندازه شيرني لرونکي مواد او سره غوښه استعماليږي، چې په وينه کې يې ددې موادو په لوړه کچه پرلپسې زیاتوالي روغتیايي ستونزې پیدا کوي. په ځانګړې توګه هغوی چې د شکر ناروغي لري، د معدې تکلیفونو نه شکایت لري، د زړه ناروغي لري، د وینې لوړ فشار ولرې او یا یې وزن زیات وي باید د لوی اختر په ورځو … نور ولولئ