افغانستان

په ښارونو کې د باران د اوبو اغېزناک کنټرول

لیکنه: انجینر طارق تسل زموږ د مسلک له مخې همدومره مسؤلیت دی، چې د ستونزې لپاره حللارې روښانه کړو او تر مسؤلو چارواکو یې ورسوو! د باران د اوبو له امله چې په سترو ښارونو کې ستونزې جوړېږي، د مهار او ورڅخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې لپاره اړوندې ادارې باید لاندې کارونه وکړي. باید یاده کړم چې په چین او امریکا کې د یادې ستونزې د مهار لپاره په همدې اپشنونو کار کېږي: ۱: د … نور ولولئ
ادبیات

ژباړه او ټولنې ته ترې څو موخې

لیکنه: عبدالوهاب مومند د یوې ژبې ودې لپاره ژباړه هغه چاره ده چې یوه ژبه پرې بډایه کېدای شي، په یوه ټولنه کې لیکوالي یوازې علمي تشه نه شي پوره کولي او یا هم یوه ټولنه هېڅکله د علمي معلوماتو څخه بشپړ برخمنه نه وي، نو بیا اړتیا پیدا کېږي چې همدغه عملي تشه د ژباړې له لارې ډکه شي او پرمخ تللې ژبې څخه علمي معلومات خپلې ژبې ته وژباړو. ژباړه هغه علم او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د تیت او پرک ذهن درلودل یوه ستونزه ده

ژباړه: نجم‌الرحمن ناصري تیت او پرک او تل مصروفه ذهن دا ستونزې له ځانه سره لري. ۱ –  تیت او پرک ذهن، له بېلابېلو فکرونو څخه ډک وي او امکان لري چې د یو بل پر ضد واوسي. ځکه کله چې یو فکر عملي کړئ بل خنثی کوي او هره لاسته راوړنه بله یوه له منځه وړي. ۲ – یوه پاشلي ذهن کې یو امتداد لرونکی خط جریان نه لري. یو فکر سرته راځي او … نور ولولئ
ادبیات

لیکوالي تمرین غواړي

لیکنه: عبدالوهاب مومند لیکوالي مشق او تمرین غواړي. هر څوک چې غواړي لیکوال شي، نو باید د اطلاعاتو د زېرمو ترڅنګ خپل د لیکلو مشق او تمرین هم دوامداره وساتي. لیکوالي لکه شاعري غوندې کومه فطري پدیده نه ده، بلکې لیکوالي د مسلک په توګه کسبي پدیده ګڼل کېږي او هر څوک چې غواړي لیکوال شي، نو باید خپل د لیکلو لړۍ په مشق او تمرین سره دوامداره وساتي. همدارنګه د مشق او تمرین ترڅنګ … نور ولولئ
افغانستان

د جګړې رېښه

لیکنه: شمس الحق حیران د لاندې پاڼې په لیدو مې زړه ولړزېد، د خپل وران هېواد د هغو معصومو ماشومانو ټوټه ټوټه بدنونه مې سترګو ته ودرېدل چې د دې پاڼو په لوستنه باسواده شوو انسانانو په لاسونو ووژل شول او لاوژل کېږي. دا پاڼه له ادبي، محتوايي، حقوقي او د لیکنیز ترتیب له مخې ګڼې تېروتنې او نیمګړتیاوې لري. زه یې ادبي او لیکنیزه کره کتنه د اړوندې برخې پوهانو ته پرېږدم خو محتوايي … نور ولولئ
ادبیات

څه چې ارزښت لري!

ژباړه: حبیب الله ذکي که تاسو چمتو یاست یا نه، یوه ورځ به هر څه د منځه ځي، بیا به نه نور لمر خاته وي، نه د ورځې سبا کېدل، ، نه به ساعتونه وي او نه دقیقې. ستاسو ټولې پټې خزانې او هر هغه څه چي مو غونډ کړې وې، بل ته به پاتېږي، ستاسو شتمني، نوم، شهرت او دنیوي قدرت به مو له خاورو سره خاوري سې، دا به بیا مهمه نه وې … نور ولولئ
افغانستان

په ناسم منطق د نامشروع جګړې دوام – قاري صبغت الله مسلم

قاري صبغت الله مسلم په افغانستان کې د روانې جګړې د دوام او مشروعیت په اړه د نړۍ علماء کاملاً یو دریځ لري. تازه د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده. د دې مرکز مشر شیخ احمد الریسوني ویلي، چې دا جګړه شرعي جواز نه لري. له دې وړاندې د حرمین شریفین د مفتي اعظم په ګډو ټولو علماوو او اسلامي ټولنو دا جګړه غیر شرعي او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د انسان پر پیدايښت تفکر

ژباړه: نجم الرحمن ناصري دا د ټول بشریت او د ژوندون د هرې دورې د انسانانو پوښتنه ده او د هغوی ذهن یې مصروف کړی. په خپل ذات کې له ټولو خطرناکه پوښتنه ده چې د انسان ذات ته متوجه کېږي، ځکه چې ټول اردات، افکار، او د انسان سلوک تر هغه څه پورې اړوندېږي چې طبیعتاً هغې لارې ته سوق وي. څرنګه چې خدای (ج) فرمایلي: “ما انسانان او پېریان دواړه د بنده‌ګۍ لپاره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

غازي ادې؛ غازي محمدجانخان په ډالۍ ونازوله

ژباړه: نجم الرحمن ناصري غازي ادې د افغانستان له هغو نامتو ښځو څخه ده چې د افغان او انګلیس په دویمه جګړه کې یې برخه درلوده (۱۲۷۵هجري شمسي) او عملاً یې په جهاد کې ونډه اخیستې وه. عبدالروف بینوا لیکي: “غازي ادې د لوګر اوسېدونکې وه، کله چې کابل محاصره شه افغان لښکر د ختیځ له خوا یرغل وکړ،د دوی ترمنځ څو ښځې وې، چې له ټپیانو او غازیانو سره مرسته وکړي. ویل کېږي جنګ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کله چې د رسولانو سپکاوی وشي، نو الله تعالی یې هلاکت نېږدې کړي

لیکنه: احسان الله ناصح د رسول الله ﷺ د سپکاوي پر وړاندې د مومن چلند د انبیاوو علیهم الصلوة والسلام د سپکاوي کوونکو په اړه الله جل جلاله په قرانکریم کې یو کلک قانون بیان کړی دی، چې هغه تاریخي کره ثبوتونه هم لري او په نن زمانه کې هم کره او ثابت دی. قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمايي: (وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِنْ قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ … نور ولولئ