رسنۍ

فرهاد دریا او اریانا سعید په شمول ګڼ هنري او کلتوري فعالان د ابراهیم عابد دفاع ته رامخکې شول

د نامتو افغان کومیډین ابراهیم عابد د یوې ویډیو خپریدو چې په کې نوموړی په ګډو وډ حالت کې د یوې ډلې وسلوالو د پوښتنو او ځوابونو سره مخ ښکاري، په ټولنیزو رسنیو کې شور راپورته کړی او ګڼو کسانو ددې افغان کومیډین او طنزی اکټر په دفاع کې پیغامونه خپاره کړي دي. ابراهیم عابد افغان ممثل او کومیډین دی چې د طلوع تلویزون د شبکې خنده د طنزي او انتقادې خپرونې له کبله یې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څنګه کیدای شي چې ټاکنو ته ودریږو او ویې ګټو؟

لیکنه: جو ګاریټ ژباړه: حشمت الله رحمتي. مونږ هر یو دا هیله لرو چې په خپل قوم او قبیله کې یو مطرح شخص و اوسوء. دوستانو داځل درسره د یو امریکايي حقوقي مشاور نظر شریکوم ، چې نوموړي څنګه وکولی شول چې دغه مقام ته ځان ورسوي! ددې لپاره چې د خلکو رآیه له ځان سره ولرو طبعي ده چې نور سیالان به هم ولرو. د انتخاباتو ګټل واقعاً یوه مشکله خبره ده، ځکه چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له خاونده د میرمنې د زړه توریدو او کرکې ۵ لاملونه

لیکنه: الما افغان ۱- د شپې ګرځیدا تاسو خو ټول پدې پوه یاست چې میرمنې ټوله ورځ د کور په سمبالښت بوختې وې او د ورځې په وروستیو کې ستړې هم وې. هو! پوهیږو چې همداسې به پوه یاست. که یو خاوند له اړتیا پرته پرلپسې د شپي ناوخته په داسې حال کې چي میرمنه يي په خواږه خوب ویده وي او یا هم د ډیرې ستړیا له وجې يې سترګې د خوب ټالۍ وهې … نور ولولئ
اقتصاد

مدیر یعنې څه او څنګه غوره مدیران کیدی شو؟!

لیکنه: حشمت الله رحمتي مدیر په لغت کې اداره کونکي په معنا دی او په اصطلاح کې مدیر هغه شخص دی چې د خپل ټیم د کړنو مسؤلیت پر غاړه لري. بريالى مديريت يعنې څه؟ هغه چې د معمولي وګړو (کم تعداد کاري ټیم) په کارولو سره موخو ته ځان ورسوي. د يوه مدير د کار پايله د هغه د ټيم پايله ده؛ ټول کارونه په یو کسيزه توګه نه بلكې په ډله ييزه توګه … نور ولولئ
سیاست

د ښې حکومتولۍ درې اړین ټکي؛ مشروعیت، حاکمیت او واک

لیکنه: مسیح الله نوري په اوسنۍ نړۍ کې حکومتوالي او ټولنیز اقتدار په ټولنو کې په یو مهم اصل بدل شوی. د داسې ټولنې لټون چې حکومت او رهبریت ونه لري یو ستونزمن کار دی. په ټولنو کې وګړي د خپلمنځي نظم او پایښت لپاره اړ دي تر څو حکومتونه جوړ کړي. حکومتونه په بېلابېلو لارو چارو جوړیږي، ځینې د وګړو په خوښه منځ ته راځي چې د خپلواکو او پټو ټاکنو حکومتي جوړښتونه یې … نور ولولئ
اقتصاد

د سګرټ ۶ خطرناک زیانونه؛ سګرټ څکول د بې اولادۍ لامل کیږي

لیکنه: کیوین اپیش ژباړه: حمشت الله رحمتي د سګرټ څکول د زړه او سږو د ناروغۍ علاوه نور وخیم زیانونه هم لري مونږ ټول پدې پوهیږو چې سګرټ څکول ډیر زیانونه لري . خو د امراضو د کنټرول دیوې ارزونې له مخې په امریکا کې ٪۱۵ خلک چې عمر يې د ۱۸ کالو څخه زیات دی په سګرټ څکولو روږدي دي. همدارنګه د امراضو د کنټرول مرکز زیاتوي چې په هر ۵ کسانو کې ۱ … نور ولولئ
کورنی ژوند

نارینه هغو میرمنو ته چې مینه ورسره لري، دا ۶ کارونه ترسره کوي

لیکنه: ماریال ریمان ژباړه: آلما افغان لږترلږه اته شیان شته چې یو سړی به یوازې د هغې میرمنې لپاره وکړي چې په رښتینې توګه مینه ورسره لري: ۱- هغوی یې اورې که نارینه له تاسو سره مینه ولري، ستاسو غږ د دوی غوږونو لپاره موزیک دی او تاسو ټول باید هڅه وکړئ هغه څه ووایاست چې واقعاً ددوی لپاره ګټور او په زړه پورې وي. هغه نارینه چې تاسره ریښتنې مینه لري، یوازې دا نه … نور ولولئ
سیاست

افغانستان کې د کوم ډول انقلاب اړتیا ده؛ پوځي که فکري؟

لیکنه: مسیح الله نوري په تېرو څو لسیزو کې افغانستان د یوې بې برخلیکې جګړې ګواه و او دی. دې کرغېړنې جګړې ډېرې د کار ککرې تر خاورو لاندې کړې او خورا ډېر زیانونه یې په اقتصادي او ټولنیز چاپېریال پرېښودل. که د خلکو رواني حالت ته ځیر شو، نو د جګړې ستومانتیا پکې له ورایه ښکاري. جګړې د خلکو په ذهنونو داسې منفي اغېزه پرېښې، چې د سولې تمه او هیله ورته یوه بې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

۷ هغه بې ګټې خویونه چې له پرمختګ مو پاتې کوي

لیکنه: ويي لونګ ژباړه: حشمت الله رحمتي د ستونزې د حل لومړۍ لاره په ستونزه پوهیدل دي. زمونږ نمايي ژوند پدې تیریږي چې اصلاء موثریت نلري. دلته درسره هغه ۷ بې ګټې خویونه شریکوم چې باید ځان ترې وساتو ځکه ګټور نه دي او باید ډیر پام ورسره وکړئ: ۱. د شپې نا وخته ویده کیدل ایا تاسې هم ددې ډله خلکو څخه یاست؟ فکر مه کوئ زه هم پخوا ددې ډله خلکو ووم. اوس … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د اولمپیک پخوانی لوبغاړی؛ موخې او اهداف مو په دې ۱۰ لارو ترلاسه کړئ

ژباړه: حشمت الله رحمتي د اولمپیک پخوانی لوبغاړی انګا سټاسیلیونټي وايي، د ژوند لوړو موخو ته د لاندې مواردو په پام کې نیولو سره ځان ورسوئ. نوموړی زیاتوي چې ما د خپل ۲۰ کالو سپورت پر مهال د مختلفو باتجربه روزونکو څخه ډیر څه زده کړه، چې بلاخره مې په ۲۰۰۸ کال اولپیک سیالیو کې ښې سیالۍ وکړې. مګر کله چې مې خپله نورو ته روزنه شروع کړه پدې حقیقت پوه شوم چې روزنه واقغآ … نور ولولئ