رسنۍ

افغان رسنۍ؛ په عملي او مسلکي برخو کې څو کمزوریانې او لارښوونې

د عبدالرقیب سایل لیکنه د افغانستان دننه او له بهره اوس ډيرې رسنۍ خپل فعالیتونه ترسره کوي. ددغو رسنیو چارې سره متفاوتې دي. ځينې رسنۍ په لوړه کچه امکانات لري، خو ځينې داسې رسنۍ هم شته، چې ټول مصارف یې یوازې د اعلاناتو له لارې په لاس ورځي. له ډير وخت راهیسې په افغانستان کې په مختلفو دورونو کې رسنیو خپل فعالیتونه ترسره کړي. رسنیو ته په یوه دور کې بشپړه ازادي ورکړل شوې، په … نور ولولئ
سیاست

خاموش احتجاج او خاموشې رسنۍ!

د وحيدالله مصلح لیکنه نن چې په خيبر پښتونخوا کې دا لوى قام په لکونو راټول شوى، له خپل ټول سترواله سره د پاکستان د رسنيو په شمول د نړۍ د مشهورو رسنيو موضوع نه شوه، اوس پوښتنه داده چې نړۍ ولې د يوې لويې بشري قضيې سره دومره منافق برخورد کوي؟ لومړى خو هغه پنځه غوښتنې چې منظور پښتين د اسلام اباد په پرلت کې اعلان کړي، هومره لوى نه دي، په بله مانا … نور ولولئ
اقتصاد

پاکستانۍ کلداره له اعتباره لويږي

د محمد حامد اکبري لیکنه اوږده موده وشوه چې په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارې چلښت او د نورو اسعارو پر وړاندې د هغې ارزښت څارم، په دې اړه مې وړاندې هم ليکنې کړې؛ ځکه چې دا موضوع د هېواد د اقتصادي پرمختګ سره نېغې اړيکې لري؛ پاکستانۍ کلدارې له ډېرې مودې راهيسې زموږ پر کورنيو بازارونو سيوری غوړولی او د پولي ثبات پر وړاندې يې خنډ جوړ کړی؛ خو په ډاډ سره ويلی شم … نور ولولئ
سیاست

د پښتون ژغورنې د غورځنګ د پېښور غونډه کې لسګونه زره کسان راټول شوي دي

د پېښور په رینګ روډ د پښتون ژغورنې د غورځنګ تاریخي غونډې ته دا مهال د کوزې پښتونخوا د بیلابیلو سیمو څخه په لسګونو زره پښتانه راټول شوې دي. د غونډې یو تنظیمونکي یاران ته وویل، د خلکو ګڼه ګوڼه تر هغې څو چنده زیاته ده چې ځايي چارواکو د غونډې تظنیمونکو یې تمه لرله. په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼه خپریدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې د لسګونو زرو په شمیر کسان په غونډه کې … نور ولولئ
سیاست

د ترکیې او افغانستان یارانه

د محمد عاطف لیکنه تمه ده چې نن د ترکیې صدراعظم بن علي یلدریم کابل ته راشي ترکان ولې غواړي له افغانستان سره اړیکې ولري؟ د تاریخ په اوږدو کې افغانستان د ترکیې په ګډون له ټولو هېوادونو ښې غښتلې او ټینګې اړیکې پاللي خو له بده مرغه د نورو هېوادونو نیت افغانستان ته خراب او یارانه يې پیکه وه. ترکیه که څه هم ادعا کوي چې له افغانستان سره یارانه بې له کومه مقصده … نور ولولئ
سیاست

پښتين احتجاجونه؛ افغان ملاتړ ولې مهم دی؟

وحيدالله مصلح د معلم غبرګې پښې ماين ووهلې او پښتين چې د زرګونو ورکو پښتنو او زرګونو وژليو پښتنو غوسه او وير په کې راټول شوی وو نور يې د ماين دې قربانيانو ته خاموش نه شوای کتلی، هغه په يوه صبرناکه لاره تر اسلام اباده ورسېد، دغه تحريک چې په کوم لسګونو شمېر کې له کلي وتلی وو په زرګونو بدرګې اسلام اباد ته لاړ، هلته يې بيا پر ميدان د خپل درد زګيروي … نور ولولئ
کورنی ژوند

که تاسې غوره خاوندان یاست، دا ۱۷ ځانګړتیاوې به لرئ

ژباړه او زیاتونه: مریم محمدي ټول نارينه غواړي چې د خپلې میرمنې لپاره یو ښه خاوند وي او ښځه یې په هغه باندې وویاړي او د آرامتیا احساس ولري. په سمه توګه یوه ښه ښځه او خاوند هغه دي چې د یو بل لپاره مناسب وي. دا چې یو ښه خاوند یا میړه کوم ځانګړنې لري دلته یې درته وایو: ۱- ښه سړی یا نارینه هغه دی چې له خپلې ښځې سره ښه وي، حضرت … نور ولولئ
اقتصاد

له نوي کاري چاپېريال سره څرنګه عادت شو؟

د محمد حامد اکبري لیکنه نن سبا د ګڼو ځوانانو لپاره د کارموندنې ستونزه يو سر خوږی او له بل لوري د کارموندنې وروسته د کار له چاپېريال سره بلدتيا بله ستونزه ده، په هر صورت له دې ليکنې زموږ اصلي موخه د دوهمې ستونزې د حل په اړه له ځوانانو سره مرسته کول دي، په څرګنده بايد ووايم چې ډېری وختونه هغه ځوانان له داسې ستونزو سره لاس او ګريوان وي چې په تحصيلي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د لویو انسانانو د بریالیتوب ۷ رازونه؛ دا رازونه مو راوسپړئ

ژباړه: بختي جان مراد زیات شمیر اشخاص دا فکر لري، چې په ژوند کې کامیابیدل یوازې په یو شمیر خاصو شیانو پورې تړاو لري لکه: پیسې، امکانات، یوې ډلې پورې تړل او دېته ورته نور… خو ژوند موږ ته ډیر داسې کسان را په ګوته کړي، چې نه يې پیسې لرلې، نه یې نورې ځانګړې اسانتیاوې، په ټوله کې یې هیڅ ډول امکانات په واک کې نه ول. دوی یوازې په ژوند کې د کامیابۍ … نور ولولئ
سپورټ

پاکستاني لوبڅار ریکارډ جوړ کړ

لیکنه: فضل الرحیم رحیمي د پاکستان ایکسپریس نیوز په یوه راپور کې وايي، علیم ډار د امپارۍ یا لوبڅارۍ په برخه کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ. هغه په ۳۵۰ لوبو کې لوبڅاري وکړه او له نورو هغو مخکې شو. پاکستاني علیم ډار د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په ۲۰۰۹،۲۰۱۰، او ۲۰۱۱ م کلونو کې د کال غوره امپایر جایزه یې هم ترلاسه کړې وه. علیم ډار په ۱۹۶۸ میلادي کال پاکستان کې زیږدلی. هغه د … نور ولولئ