سپورټ

کریکټ لوبډلې د مشر روزونکي دندې لپاره شپږ کسان شارټ لېست شوي دي

لیکنه:بهار سمسور هندی راوی شاستري د دې هېواد کریکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی(هیډ کوچ)دی،چې دنده یې له یو بریالي او غښتلي مدریت وروسته پای مومي،خو نوموړي بیا هم د هند کریکټ ملي لوبډلې سره د مشر روزونکي په حیث د بیا ځل لپاره د دندې اخیستو لپاره ځان نوماند کړی او په لس شارټ لېست کسانو کې راغلی و،خو نن دغه لس کسیز لېست په شپږ کسانو بدل او راوی شاستري د دې شپږ کسانو … نور ولولئ
سپورټ

۵۵ کاله وروسته هندۍ ټینس لوبډله پاکستان ته ځي

لیکنه:بهار سمسور ټاکل شوې،چې هندۍ ټینس لوبډله به د اسیا ډیویس ټای کپ لوبو په لړ کې پاکستان ته سفر وکړي،چې هلته به د اې ګروپ د لوبډلې په توګه دوه ورځې پاتې شي او لوبې به تر سره کړي. د ال انډیا ټینس فدراسیون مشر هیران مویچاترجي په وینا : ” دوی د پاکستان له لوري ورکړل شوې دعوت نامه تر لاسه کړې او پر دې بوخت دي،څو د پاکستان ویزې ترتیب او دې … نور ولولئ
رسنۍ

ویسټ انډیز د هند خلاف ټیسټ لوبو ته ځوانه لوبډله اعلان کړه.

لیکنه:بهار سمسور وروسته له هغې،چې هندۍ کریکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبو په لړۍ کې کوربه ویسټینډیز ته دری پر صفر ماتې ورکړه،ویسټینډیز د ټېسټ لوبډلې لپاره پر ځوانو او نویو لوبغاړو تکیه کړې ده.ویسټینډیزي کریکټ بورډ په دې لوبډله کې د زیات وزن لرونکي لوبغاړي راهکیم کرنوال ته هم چانس ورکړی. د ویسټینډیزۍ لوبډلې لوبډلمشر جسن هولډر،کرایګ بریتوېټ،ډارین براو،شامرات برووکس،جوهن کامپبل،روسټن چېس،راهکیم کرنوال،شان ډورېچ،شانون ګبریل،شیمرن هیټمایر،شای هاپ،کیمو پاول او کیماروچ د ویسټینډیز په … نور ولولئ
سپورټ

عمر اکمل: د میچ فیکسینګ وړاندیز راته شوی

لیکنه: بهار سمسور عمر اکمل د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د مېډل ارډر (منځینۍ برخې)توپ وهونکی دی،خو کم و زیات دوه کاله کیږي،چې له ملي لوبډلې پاتې دی. عمر اکمل چې دا وخت د کاناډا په تجارتي لیګ کې بوخت دی پر پخواني پاکستاني لوبغاړي منصور اختر تور پورې کړی، چې نوموړي څخه يې په ګلوبل شل اوريز لیګ سيالیو د درغلۍ کولو غوښتنه کړې، خو ده رد کړې ده. د عمر اکمال په وينا … نور ولولئ
سپورټ

پاکستانی کریکټ بورډ: نه غواړو له روزونکي ډلې سره قرارداد وغځوو.

لیکنه:بهار سمسور د نړیوال جام له نیمایي او سیمې فاینل مخکې کورته په راګرځیدو د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د خلکو نظر تغیر موندلی،پر مشر روزونکي میکي ارتر او هم لوبډلمشر سرفراز احمد انتقادونو زور زور اخیست.دا نیوکې یوازې د مینوالو او کریکټ شایقینو نه ده،بلکې پخواني پاکستاني لوبغاړي هم په دې نیوکو کې شریک دي،چټک توپ اچونکي شعیب اختر او د ده د زمانې ویکټ ساتونکي کامران اکمل مخامخ په مرکو کې … نور ولولئ
سپورټ

پاکستاني کریکټ بورډ،محمد حفیظ له سنټرل کنټرکټ بې برخې کړ

لیکنه:بهار سمسور پاکستاني کریکټ بورډ (PCB) نولس لوبغاړو ته سنټرل کنټرکټ یا د میاشتنی معاش قرادادونه ورکړل،چې له مخې به یې دغه نولس لوبغاړي د کریکټ بورډ له خوا میاشتنی معاش تر لاسه کوي او هم به له نورو اسانتیاو ځینې برخمن وي. پخوانی لوبډلمشر او الرونډر لوبغاړی محمد حفیظ، چې له ټېسټ کریکټ سره یې مخه ښه کړې دا چانس یې له لاسه ورکړی،خو ورسره شعیب مالک هم له دې قرارداد څخه محروم کړل … نور ولولئ
سپورټ

پاکستانی خبریال: محمد حفیظ!ډیلسټېن له ټېسټ لوبو استعفا وکړه

لیکنه:بهار سمسور دوه ورځې وړاندې د جنوبي افریقا پیاوړي چټک توپ اچونکي ډیل سټېن له ټېسټ کریکټ سره مخه ښه وکړه،نوموړي په ۹۳ ټېسټ لوبو کې ۴۳۹ ویکټې تر لاسه کړې. پر ټوېټر د سټېن دا استعفأ هر چا ولیدله، یو پاکستاني خبریال سلیم خالد د کریکټ نړیوالې شورا پر ټویټر خپور شوی،د سټېن اړوند پوسټ شیر او پاکستانی پیاوړی الرونډر محمد حفیظ یې مېنشنډ کړی او ورته یې لیکلي: “ڈیل اسٹین ٹیسٹ کرکٹ سے … نور ولولئ
سپورټ

سریلنکا د میلمه نیوزلېنډ خلاف ۲۲ کسیزه لوبډله اعلان کړه

لیکنه:بهار سمسور روانه اونۍ نیوزلېنډۍ کریکټ ملي لوبډله سریلنکا ته رسیدلې او له کوربه لوبډلې سره د دوه ټېسټ لوبو لپاره په تیاریو بوخته ده. سریلنکا هم د پخوانی لوبډلمشر دینېش چندیمال،اکیلا دانانجایا او دیلروان پریرا په شتون کې خپله ۲۲ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده. چندیمال د اسټرالیا په سفر کې د بې کاره لوبو له امله له ملي لوبډلې پاتې شوی و او یو وار بیا په ټېسټ لوبډله کې شامل کړل شوی … نور ولولئ
سپورټ

شکیب الحسن:کریکټ بورډ دې د لوبغاړو لپاره منظم سیستم رامنځ ته کړي

لیکنه:بهار سمسور د بنګلادېش نومیالی الرونډر لوبغاړی شکیب الحسن له خپل کریکټ بورډ (BCB)څخه غوښتنه لري،تر څو د لوبغاړو لپاره د لوبولو منظم پلان ترتیب کړي،تر څو لوبغاړي د ده په خبره په جسمي،روحي او هم ذهني لحاظ لوبو ته اماده وي. د بنګلادیشۍ کریکټ لوبډلې دا پیاوړی الرونډر لوبغاړی په روټېشن (ګرځنده/نوبتي سیستم) چې مفهم یې په نوبت/ترتیب سره د لوبغاړو لوبیدل او نوبت پوره کول دي ټینګار کوي. شکیب په اړوند موضوع په … نور ولولئ
سپورټ

له ډوپلیسيس څخه دوه مسؤلیتونه اخیستل کیږي

لیکنه:بهار سمسور له افریقایي لوبډلمشر ډوپلیسي دوه مسؤلیتونه اخیستل کیږي وروسته تر هغې چې جنوبي افریقا په نړیوال جام کې بې کاره کریکټ وکړ،د نهه لوبو له منځه یې یوازې درۍ لوبې وګټلې، بورډ پر نویو لارو چارو جیدي فکر روان کړی. د جنوبي افریقا کریکټ بورډ د لوبې ډایریکټر ،کوري وان زیل، رسنیو ته تأید کړه،چې د دری واړو ټېسټ، یو ورځینیو او شل اوریزه لوبو د لوبډلې مشر فاف ډوپلیسي به یوازې د … نور ولولئ